دسمبر 05, 2020

یو شمېر اسلامي هیوادونو د فرانسې له توکو بایکاټ اعلان کړ

یو شمېر اسلامي هیوادونو د فرانسې له توکو بایکاټ اعلان کړ

د ورکړل شویو راپورونو له مخې، یو شمېر اسلامي هیوادونو له هغه وروسته د فرانسوي توکو له اخیسلو بایکاټ اعلان کړی، چې یاد هیواد په اسلام ضد کړنو لاس پورې کړ او ددغه هیواد ولسمشر ”امانویل مکرون“ هم اسلام ضد پارونکې څرګندونې وکړې.

د فرانسې ولسمشر د هغه وژل شوي استاد ننګه کړې، چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په شان کې یې ګستاخي کړې وه او بیا د یو تن چیچنیایي مسلمان لخوا ووژل شو، مکرون په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې اسلام د دوی په راتلونکي ولکه ټینګول غواړي، خو دوی به د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په شان کې د کارتون جوړولو څخه لاس په سر نشي.

مکرون د اسلام په مبارک دین بې ځایه انتقاد کړی، چې ګواکې د اسلام دین په ټوله نړۍ کې له کړکېچ سره مخ دی، دوی به له خپلو ارزښتونو په شا نشي او نه به تسلیم شي.

د فرانسې د ولسمشر له پاروونکو اسلام ضد څرګندونو وروسته، د یو شمېر اسلامي هیوادونو مشرانو او اسلامي ټولنو د نوموړي څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی او د فرانسې د توکو له اخیستلو یې بایکاټ اعلان کړی دی.

په ورته وخت کې د کویټ، اردن او قطر له لویو سوداګریزو مارکېټونو څخه د فرانسوي تولیداتو توکې لرې کړی شوي، همدا راز لوی اقتصادي هیواد سعودي عربستان او پاکستان کې هم د فرانسوي توکو د بایکاټ په موخه په پراخه کچه هشتاګ پیل شوی دی.

بلخوا د ترکیې ولسمشر ”رجب طیب اردوغان“ امر صادر کړی، چې ترکیه کې دې هم د فرانسوي توکو له اخیستلو او پلورلو ډډه وشي.

د اسلامي هیوادونو له توندو غبرګونونو وروسته د فرانسې بهرنیو چارو وزیر د منځني ختیځ له هیوادونو غوښتنه کړې چې د ”مکرون“ د څرګندونو له امله دې د دغه هیواد له توکو بایکاټ نه کوي.

هېره دې نه وي چې اسلامي امارت هم د فرانسې د ولسمشر وروستیو پاروونکو څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی، د فرانسې له ولسمشر ”مکرون“ څخه یې غوښتنه کړې چې باید د اسلام مبارک دین په دقیقه توګه مطالعه کړي او له نفرت آمېزو څرګندونو دې صرف نظر شي.

د یادونې وړ ده چې عراق کې هم ګڼ شمېر خلکو د فرانسې سفارت ته څېرمه د دغه هیواد ملي بیرغ او د یاد هیواد د ولسمشر انځور ته اور ورته کړی دی، لیبیا، سوریه او غزه کې هم د فرانسې پر ضد لاریونونه پیل شوي دي.

Related posts