دسمبر 05, 2020

بلخ: چهاربولک کې د وردګ کلا بیس د مجاهدینو لاسته ولوېد

تېره شپه د بلخ ولایت، چهاربولک ولسوالۍ اړوند د سبزکارو په سیمه کې د وردګ کلا په نوم د مزدور دښمن غټ بیس چې له اوږدې مودې راپه دېخوا د مجاهدینو تر محاصرې لاندې و، د دښمن لخوا تخلیه او د مجاهدینو لاسته ولوېد.

پاته دي نه وي چې د یاد بیس عسکرو به د سیمې خلک ځورول، پیسې به یې ترې اخیستلې، او ان په نزدې کلیو او اولسي سیمو به یې هاوانونه ویشتل، چې له کبله به یې ښځې، ماشومان او عام اولسي وګړي په شهادت رسېدل.

2020/10/26

Related posts