
شاعر: ” عُقابي جانان “
رب رالېږلی دی رحمت د سپينې تورې سره
شان يې له هر چا دی اوچت د سپينې تورې سره
بدر، احد يې د اخلاقو او سيرت برخه ده
مسلمان کړی يې امت د سپينې تورې سره
يا مسلمان شئ يا ذميان او يا قتال ته تيار
تبليغ دی فرَض او سنت د سپينې تورې سره
تورو، نيزو اعداد يې کړی په نبوي مسجد کې
مونځ هم لري ډېر فضيلت د سپينې تورې سره
نبِيُّ السَّيف او مَلاحِم د پاک رسول القاب دي
اللهﷻ يې کړی دی بِعثت د سپينې تورې سره
اصحابان هم واړه غازيان وو او د دين زمريان وو
شوی يې ښکلی تربيت د سپينې تورې سره
د شريعت د نفاذ ښکلي او شرعي لاره ده
بايد قائم کړو خلافت د سپينې تورې سره
زه ” عُقابي جانان ” چې کله د رسول صفت کړم
بيانوم به يې سيرت د سپينې تورې سره