دسمبر 01, 2020

افغانستان د۲۰۲۰زېږديز کال اکتوبر په مياشت کې

افغانستان د۲۰۲۰زېږديز کال اکتوبر په مياشت کې

احمد فارسی

يادونه: دغه ليكنه په هغو پېښو مشتمله ده چې په خپله دښمن منلې، خو بايد و وايو چې له دې پرته نور رښتوني جريانونه په ځانگړې كورني او بهرني دښمن ته د رسېدلو زيانونو احصائيه له لازياتو مالوماتو سره د اسلامي امارت په رسمي سائټ كې كتلای شی.

——————————–

د ۲۰۲۰زېږديز كال اکتوبر مياشت کې يو ځل بيا مجاهدين اړ شول د مزدورو ځواکونو پر وړاندې په خرپ جګړه وکړي او ورته درانه زيانونه واړوي، په دې مياشت کې د دښمن په ليکو کې له ګڼو زيانونو سربېره؛ څو ولسوالۍ هم مجاهدېنو ونيوې او ګڼ شمېر د دښمن افراد له مجاهدينو سره يو ځای شول، د اکتوبر مياشتې مهمې پېښي او لاسته راوړنې د لاندې سرليكونو په ذيل كې كتلای شی.

د کورنيو مزدورانو زيانونه:

د روان کال د تېرو مياشتو په پرتله د اکتوبر په مياشت کې دښمن زيات زيانونه وليدل، دلته د دښمن د منځنۍ کرښې او د هغه د لويو زيانونو يادونه کېږي،د اکتوبر پر۷مه د چهار شنبې په ورځ د لغمان ولايت دولت شاه ولسوالۍ ولسوال او د بغلان د أمنيت آمر ووژل شول، د دې پېښي پر سبا د غزني ولايت د محبس مرستيال هم ووژل شو، د اکتوبر پر۱۰مه د هفتې په ورځ د اسلامي امازت مجاهدينو هغه قوماندان وواژه چې د کابل په پغمان ولسوالۍ کې يې د مجاهدو شهيدانو جسدونو ته سپکاوی کړی وه، د اکتوبر پر۱۷مه د هفتې په ورځ په بلخ ولايت کې د مزدوري اردو يو مهم قوماندان، د پروان سالنګ ولسوالۍ جنايي آمر او د همدې ولايت بلوک قوماندان د مجاهدينو له لوري په جلا جلا پېښو کې ووژل شول.

د اکتوبر پر۱۹مه د دوشنبې په ورځ د پکتيا ځاځي ميدان ولسوالۍ ولسوال او د هغه په سبا ورځ د نيمروز او غزني په ولايتونو کې دوه قوماندانان له خپل ملګرو سره ووژل شول، د اکتوبر پر۲۱مه د چهار شنبې په ورځ د تخار ولايت د امنيت آمر له خپلو لسګونه عسکرو او پوليسو سره په مخامخ جګړه کې ووژل شو، د اکتوبر پر۲۴مه د هفتې په ورځ د کاپيسا اله سای ولسوالۍ د امنيت مدير او د اکتوبر پر۳۰مه دجمې په ورځ د پکتيا د سرحدي کنډک رئيس ارکان ووژل شو.

له بل لوري، د اکتوبر پر۹مه د جمې په ورځ د مزدور دښمن دوه جيټ الوتکې په داسي مهال سره ټکر شوې چې ورته امريکايي اشغالګرو د کندهار د هوايي ډګر له مسئوليت ورسپارلو سره دوی ته ورکړې وې، ورپسې د اکتوبر پر۱۴مه د چهار شنبې په ورځ پر مجاهدينو د بمبار او په جګړه کې ژوبلو کمانډويانو د وړلو پر مهال د دښمن دوه جنګي چورلکې سره ټکر او را نسکوري شوې، د پېښي په ترڅ کې د پيلوټانو په ګډون د چورلکو سواري ټوله ووژل شوه، د اکتوبر پر۱۷مه د هفتې ورځ هم په کندهار کې د اشغالګرو د يوې الوتکې د نسکورېدو شاهده وه.

د ولسي وگړو زيانونه او ځورونې:

د اکتوبر پر۲مه د جمې په ورځ په بلخ ولايت کې مزدورو عسکرو ولسي کورونه ويجاړ کړل، د اکتوبر پر۱۰مه د هفتې په ورځ په زابل ولايت کې د کابل مزدوري ادارې په بمبار کې يو جمات پر شهادت ورسېد، د اکتوبر پر۱۳مه د سې شنبې په ورځ د کابل مزدوري ادارې پر وړاندې د بلخ ولايت خلکو د يو لاريون په ترڅ کې وويل چې مزدورو عسکرو د خلکو کورونه د توپ په ډزو ويشتلي او هغوی د کورونو پرېښودلو ته اړ کوي، پر همدې ورځ په کندهار کې هم د مزدورو عسکرو د هاوان بريد له امله ۱۱تنه هېوادوال شهيدان او ژوبل شول، د اکتوبر پر۱۶مه د جمې په ورځ د تخار ولايت د کابل مزدوري ادارې عسکرو د بمبارۍ له أمله د يوې کورنۍ د۵ تنو د شهادت شاهد و، د اکتوبر پء۲۲مه د پنجشنبې په ورځ له تخار ولايت څخه رسنيو د مزدوري ادارې د بمبار په ترڅ کې د۱۲ماشومانو چې په مسجد کې د عظيم الشان قرآن په زدکړه بوخت و د شهادت خبر ورکړ.

پورتني ياد شوي موارد د مظلوم او بېوزله ولس پر وړاندې د كابل مزدوري ادارې د عسكرو د وحشتونو يوه بېلگه وه، د ولسي زيانونو كره شمېره او د پېښو تفصيلونه يې د خپل ځانگړي راپور له لاري چې د اسلامي امارت په رسمي ويب سائټ كې خپرېږي كتلای شئ.

له مجاهدينو سره د پيوستون لړۍ:

د مجاهدينو ليکو ته د مزدوري ادارې د عسکرو او کارمندانو راتلو لړۍ د تېر په څېر روانه ده، د اکتوبر پر۱۴مه د چهار شنبې په ورځ اسلامي امارت د يوې اعلاميې په خپرولو له دوی سره د کابل مزدوري ادارې شاوخوا ديارلس سوه (۱۳۰۰) منسوبينو د يو ځای کېدو خبر ورکړ، په پای کې د اکتوبر د مياشتي دا ډول پېښو يوه بېلګه را اخلو:

د اکتوبر پر۵مه د دوشنبې په ورځ په جوزجان کې د کابل مزدوري ادارې۷تنه عسکر او په هرات ولايت کې د اربکيانو يو قوماندان له خپلي۵۰کسيزي ډلي سره له مجاهدينو سره يو ځای شول، له بل لوري د اکتوبر پر۹مه د جمې په ورځ په زابل ولايت کې د مزدوري ادارې۷۵تنه عسکر د مجاهدينو ګوتو ته ورغلل، په همدې ورځ په پکتيا ولايت کې د مزدوري ادارې۶تنه له مجاهدينو سره يو ځای شولا، ور پسې سبا ورځ په بدخشان کې د۵۱تنه پوليسو او اربکيانو له مجاهدينو سره د يو ځای کېدو شاهده وه.

د اکتوبر پر۱۱مه د يکشنبې په ورځ په بلخ کې د مزدوري ادارې لسګونه منسوبين له مجاهدينو سره يو ځای شول، ورپسې ورځ يې په کندهار او روزګان ولايتونو کې د دښمن۴۱تنه مسلح مجاهدينو ته راغلل، ورپسې د اکتوبر پر۱۴مه د چهار شنبې په ورځ په پکتيا کې۱۵تنه او په خوست کې ۳۱تنه نور د مزدوري ادارې عسکر د دښمن له ليکو را جلا او له مجاهدينو سره يو ځای شول، د دې په سبا ورځ د بغلان په نهرين ولسوالۍ کې قوماندان کوتر له خپلو لسګونه ملېشو سره د دښمن ليکو ته شا کړه، د اکتوبر پر۱۶مه د جمې په ورځ په همدې ولايت کې۲۳تنه عسکر نور هم مجاهدينو ته تسليم شول، د اکتوبر پر۲۳مه د جمې په ورځ په کندهار ولايت کې۳۰ تنه له وسلو سره مجاهدينو ته راغلل، د اکتوبر پر۲۹مه د پنجشنبې په ورځ مجاهدينو د زوزګان دهراود ولسوالۍ امنيه قوماندان ونيو او د اکتوبر پر۳۱مه هفتې په ورځ په روزګان او کندهار کې د دښمن۳۸تنه له وسلو سره مجاهدينو ته تسليم شول.

الفتح عملیات:

د اکتوبر لومړۍ نېټه د هلمند په اوپراتيفي مرکز د مجاهدينو د بريد شاهده وه چې په ترڅ کې يې د دښمن ګڼ شمېر افراد مړه او ژوبل شول، ورپسې د اکتوبر پر۳مه د هفتې په ورځ د ننګرهار شينوارو ولسوالۍ تر کلک موټر بم بريد لاندې راغله چې په ترڅ کې يې د يادې ولسوالي د ودانۍ ويجاړېدو ترڅنګ د دښمن ګڼو افرادو ته مرګ ژوبله واوښته، اکتوبر پر۷مه د چهار شنبې په ورځ په هلمند ولايت کې ګډ ځواکونه مجاهدينو تر بريد لاندې ونيول او دښمن ته يې درانه زيانونه واړول، پر همدې ورځ د زابل ولايت هم له مجاهدينو سره په مخامخ نښته کې لږ تر لږه د۷تنه پوليسو د وژل کېدو شاهد و.

د اکتوبر پر۱۱مه د يکشنبې په ورځ د هملمند مرکز لښکرګاه څلورمه حوزه د مجاهدينو له لوري فتحه شوه او په سبا يې درېيمې حوزې ته هم مجاهدين ننوتل، په همدې ورځ د هرات کرخ ولسوالي او په تخار کې د دښمن يوه مهمه پوسته هم د مجاهدينو لاس ته ولوېدل، د اکتوبر پر۱۵مه د پنجشنبې په ورځ په زابل کې د پوليسو مرکز د چاودنې پر مټ له منځه يوړل شو او په همدې وخت په هرات کې د دښمن يو مهم کنډک د مجاهدينو لاس ته ولوېد، د اکتوبر پر۲۳مه ديکشنبې په ورځ د بدخشان ولايت په مرکز کې د يوې نښتي پر مهال د مزدوري ادارې۲۳تنه عسکر د مجاهدينو له لوري ونيول شول، پر سبا ورځ يې د غور ولايت قومانداني د موټربم بريد شاهده وه چې پکې ياده قومانداني بشپړه ويجاړه او دښمن ته درانه زيانونه واوښتل.

د اکتوبر ۲۳مه د جمې ورځ د مجاهدينو له لوري د تخار ولايت د اشکمش ولسوالۍ د فتحې شاهده وه، د اکتوبر۲۷مه د سې شنبې ورځي په خوشت کې د ځانګړو ځواکونو پر مرکز د مجاهدينو تندريز بريدونه له ځان سره لرل چې پکې لسګونه تنه مړه او ژوبل شول.

د اشغال نولس (۱۹) کاله:

د اکتوبر۷مه د چهار شنبې ورځ د امريکا او هغې د صليبي ټلوالي د اشغال له۱۹کلنۍ سره برابره وه، له نن څخه ۱۹ کاله مخکې له۵۰ څخه زياتو هيوادونو له لوري د ګاونډيو هيوادونو په مرسته افغانستان په داسي حال کې اشغال شو چې اشغالګرو او ملاتړو يې خيال کاوه چې له يوې مياشتي په کم وخت کې به افغانستان د ځان تسخير او دلته به خپل ټاکلی نظام پر موږ وتپي، خو دغې جګړه ۱۹ کاله اوږده شوه او بالآخر اشغالګر دښمن اړ شو د افغان مجاهد ولس د مقاومت پر وړاندې په ګونډو شي او د خپلو ځواکونو د بېرته ايستلو لپاره د سولي لاره خپله کړي.

Related posts