دسمبر 02, 2020

د اتل شهید شیخ القرآن مولوي نجم الدین “سالک” تقبله الله ژوند او کارنامو ته  لنډه کتنه.!

د اتل شهید شیخ القرآن مولوي نجم الدین “سالک” تقبله الله ژوند او کارنامو ته  لنډه کتنه.!

ازره وال:

ﺑﺴْـــــــــــــــﻢِ ﺍﷲِﺍﻟﺮَّﺣْﻤَﻦِ ﺍلرَّﺣِﻴﻢ

قال الله تعالی:

مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّـهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَىٰ نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا ﴿الأحزاب: ٢٣﴾.

د اسلام د مبارک دین له  پيل سره سم د حق او باطل ترمینځ سترې معرکې ترسره شوې، چې تر ننه لا هم روانې دي، چې تر دې مهاله په لكونو اتلانو د غیرت او میړانې شملې لوړي دي، د اعلاء كلمة الله بڼ یې په خپلو وینو خړوب او تازه ساتلی، د اسلام له حریم څخه یې په كلكه دفاع او ننګه كړې، د طاغوت ډلي یې  تیت،پرك، نیست او نابودې كړي، له خپل سر او مال څخه تیر شوي،  خو کافر او مغررو غلیم یې نه ده پریښی چې خپل شوم  هدف او موخې ته ورسیږي.

د دې اتلانو  له جملې څخه یو هم شهید شیخ الحدیث مولوي نجم الدین  “سالک” تقبله الله و، چې له خپل رب سره کړې وعده ریښتوني کړه!

نوموړی د ممبر او دسنګر نه ستړې کیدونکی مبارز او منل شوی  عالم او مجاهد و.

راځئ  یوه شیبه  د دغه میړني او نومیالي مجاهد په ژوند پیښو،کارنامو او شخصیتي ځانګړنو سره وغږیږو، او د یاد په تازه کولو یې د هجران تنده ماته کړو.

زوكړه:

 شهید مولوي نجم الدین “سالک” تقبله الله د محترم میا عظم الدین بابا صاحب زوی او د مرحوم شیخ ګل شیر رحمه الله لمسی په قوم خواجه خیل چې په (۱۳۴۵)هـ ش كال چې له (۱۹۶۵) میلادي کال سره سمون خوري  دکابل ولایت د سروبي ولسوالۍ اړوند تور غر د څپر په سیمه  کې په  یوه دینداره او مجاهد پاله كورنۍ كې دې فاني نړۍ ته سترګې وغړولې.

د شهید  “سالک” تقبله الله پلار محترم میا عظم الدین صیب چې په دین مئین شخص،  یو دینداره،  تقوادار، نیک خویه او د څلورو طریقو  خلیفه ده، نوموړی د خپل زوی د اسلامي علومو د تر سره کولو لپاره پوره پام او توجه وکړه.

زده کړې او علمي ژوند یې:

دشوروي اشغال پرمهال له خپلې کورنۍ سره یو ځای  خیبر پختونخوا ته هجرت وکړ، دغه مهال چې د هجرت او د جهاد دوره وه، نوموړی شهید تازه زلمی و، د روسې یرغلګرو په خلاف پوره اخلاص او قوي عزم وسلوال جهاد ترسره کړ.

دشورویانو له ماتې سره سم شهید مولوي نجم الدین “سالک” تقبله الله په  دیني زده کړو پسې ملا وتړله، او خپله هم  نوموړي له علم او جهاد سره ډیره مینه درلوده.

د متوسطې،ثانيې او ثالثې درجې دیني زده کړې یې دپښتونخوا په مختلفو مدراسو کې تر وړې دورې پورې په پوره بریالیتوب سره سرته ورسولې.

تر دې چې د احادیثو د دورې لپاره یې د اسلامي علومو په لویه او مشهوره مدرسه په دارالعلوم حقانیه اکوړه خټک کې په ممتاز سند سره  د دستار فضلیت ویاړ  هم  تر لاسه کړ.

له دیني زده کړو له فارغیدو سر سم نوموړی شهید د تصوف په علم کې هم مخکې لاړ، او د څلورو طریقو مطلق خلیفه وګرځید.

 نوموړي شهید له دې  وروسته د یو تکړه او وتلي استاذ په صفت په درس او تدریس پیل وکړ.

دهنګو په لختې بانډه د افغان مهاجرینو په کیمپ کې  یې مدرسه جوړه ،او شاګرانو ته   یې تدریس پیل او په خپل کلي کې یې سلګونه طالبان او شاګردان پیدا کړل.

 نوموړي شهید چې په اسلامي علومو کې یې په  هر فن کې خورا ډیر مهارت درلود، له دې څخه وروسته دسیمې اوسیدونکو د  هنګو په مشهوره او لویه مدرسه مفتاح العلوم کې د درس او تدریس لپاره د یو  تکړه او منل شوي استاذ په صفت مقرر کړ.

جهادي فعالیتونه یې:

کله چې په (۱۹۹۶) میلادي کال  په  هیواد کې د طالبانو اسلامي او ملي تحریک د شر او فساد په وړاندې قیام وکړ،نو شهید مولوي نجم الدین  “سالک” تقبله الله هم له هغو لومړنیو مجاهدینو څخه و،چې د اسلامي او ملي تحریک ننګه یې وکړه او ورسره ملګری شو،نوموړي له دې وروسته خپل ټول شاګردان او مریدان داسلامي تحریک لیکو ته له ځان سره بوتلل .

نوموړي شهید د کابل په سترو او تاریخي عملیاتو کې له شهید ملا بورجان تقبله الله سره څنګ په څنګ قرار درلود.

کله چې د میزان په شپږمه د طالبانو په لاس  کابل فتحه شو، نوموړي په دغه لویه فتحه کې پوره رول لاره، له  دې څخه وروسته  د اسلامي امارت له حکم سره سم دکابل ولایت د سروبي د  ولسوالۍ لپاره د نظامي مشر ترڅنګ د  امرباالمعروف نهي عن المنکر د مشر په حیث هم مقرر شو.

دا چې نوموړی شهید  جید عالم او د لوړو اخلاقو څښتن و، یو څه وخت بعد  د اسلامي امارت له لوري په  کابل کې د امرباالمعروف نهي عن المنکر په نظامي لوی ریاست کې وټاکل شو.

خپله وظیفه  یې په پوره ایمانداری او اخلاص مخته ته بیوله.

د   شهید  سالک صیب تقبله الله د اسلامي  امارت د واکمنۍ په مهال په امارت کې  وتلي او غښتلی مشران هم  شاګردان درلودل ،  چې له جملې څخه یې یو  هم  ملا عبدالرازاق رحمه الله او بل د  ملا اختر محمد عثماني رحمه الله په شان نومیالي کسان د نوموړی شاګردان وو ، ملا عبدالرازق چې د طالبانود واکمنۍ په مهال د کورنیو چارو وزیر،  او ملا اختر محمد عثماني څوک چې د امارت د واکمنۍ په مهال د قندهار د قول اوردو اعلی قومندان و.

کله چې په کال( ۱۹۹۸) میلادي کې په شمال کې د دوستمي ملیشو لخوا بغاوت او وحشت پیل شو. د اسلامي امارت  نظامي زور او ځواک ټول د شمال خوا ته متوجه شو، له دې سره نوموړي شهید هم د  اسلامي امارت له حکم سره سم  د افغانستان د شمال په لور د  یو اعلی او جګپوړی  مشر په حیث له ګڼ شمیر  غازیانو او مجاهدو  طالبانو سره د خپلو ملګرو پشمول په دغه کاروان کې ملګری او روان شو.

د کاپیسا ولایت په نجراب او جبل سراج  کې یې په لومړی خط کې قرار درلود، له نوموړی شهید سره په تشکیل کې زما تره الحاج مُلا عبدالرازق نقشبندي صاحب  هم ملګری و، هغه وایي مونږ که څه هم د جنګ په لومړۍ کرښه کې و، ویره او خوف راته نه احساس کیده،  دا ځکه چې مولوي صیب راته د استقامت او حوصلې خبرې کولې زمونږ حوصله یې لوړه ساتلې وه، زما تره زیاتوي مونږ به چې کوم سیمه او علاقه فتحه کوله د عامو خلکو  د سر او مال ته به مو د مولوي صاحب  په امر پوره پام او توجه کیدله، دی وایې چې مولوي صاحب به مونږ ته همیش دا خبره کوله، چې په تلاشي او عملیاتو کې له پوره پام او احتیاط څخه کار اخلئ، نوموړی شهید  د هغو مخالفینو  له مالونو،  جایدانو سره پوره پام، احتیاط او ساتنه کوله  چې له طالبانو سره په خونړیو جنګونو کې ښکیل وو.

لنډه داچې نوموړي د طالبانو داسلامي امارت د پینځه کلنې  واکمنۍ په مهال  خپل جهادي کردار په ډیر ښه شان سره ادا کړ.

د صليبي يرغل په وړاندې:

 کله چې په (۲۰۰۱) میلادي کال امریکه او متحدینو یې په افغانستان ستر تیری تر سره کړ، د اسلامي امارت له بشپړې عقب نشېنۍ وروسته خپل کلي کور ته راستون شو، څه موده وروسته د اسلامي امارت د مجاهدینو صفونه او لیکې بیا له سره منظمې شوې او نوی جهادي بهير یې پيل كړ.

شهید مولوي نجم الدین “سالک” تقبله الله لكه چې د طالبانو په اسلامي او ملي تحریک كې له سابقينو  او اولينو څخه و.

 همداسې د اشغال په وړاندې له لومړيو شېبو يې خپل محدود ملګري (دسروبي په  ولسوالۍ) كې بيا منظم او پر دښمن يې غلچكي بریدونه پيل كړل، چې لږ موده وروسته  په  زياتره سيمو لکه څپر، کُولاله، سوروک، تیسنکی او د جګدلي په سیمه  كې مجاهدينو خپل شتون ډاګیز كړ او پردښمن يې  دارام خوبونه وتښتول او په سیمه کې د مجاهدینو لخوا په دوښمن د نوموړي شهید د هیبتي  نوم او کارنامو په وجه سخت فشار او روب پروت و.

تر زندانه:

دا چې نوموړی اتل د دښمن تر سخت څار او تعقیب لاندې و، په (۲۰۱۲ )میلادي کال په (۶) میاشت کې له دوه تنو مجاهدینو سره  دپکتیا ولایت په  ځاځي اریوب ولسوالۍ  سپینې شګې په سیمه کې  د قوي جاسوسۍ په  مټ د یو کمین په ترڅ کې هغه مهال  ونیول شول ، چې کله له سنګر څخه راستون او  خپل   کور ته روان وو.

له دې ځای  څخه وروسته  نوموړی د ګردیز  ملي امنیت وحشي صفته عسکرو او کار کوونکو ته  وسپارل شو، هغوي ته  یې د زندان او د تحقیق  په مهال په لوړ مرال وویل چې طالب یم او د امریکایانو څخه د خپل وطن د خلاصون لپاره جهاد کوم او وژنم یې!

له دې څخه وروسته نوموړی کابل ته انتقال او  ملي امنیت ته وسپارل شو،د هغوی له ډول،ډول وحشت، ظلمونو او شکنجو سره مخ شو، دا هر څه یې په ځان قبول کړل خو له خپل دریځ څخه تیر نه شو، له دې څخه وروسته نوموړی د پل چرخي وحشي زندان ته انتقال شو،  نوموړی شهید د  زندان په موده  کې دننه په درس او  تدریس پیل وکړ، ګڼ تعدا کې شاګردانو ته دینې روزونه او ښونه ورکوله،

نوموړی ستر غازی د اسلامي امارت او عامو مجاهدینو او مسلمانانو په هلو ځلو او په بې دریغه مالي تاوان  په (۲۰۱۳)میلادي کال کې په(۸) میاشت کې له زندان څخه ازاد شو .

شهادت :

دا چې نوموړ شهید  له زندان څخه دمخه هم  مریض و،  زندان ته په  تللو سره د نوموړی د علاج د نه کیدو په صورت کې یې مریضي نوره  هم سیوا شوه  او په ورته وخت کې په  نوموړی ظلم، وحشت او شکنجې  هم تر سره کیدلې، نو نوموړی یو کال په زندان کې تیر کړ، د زندان مودې ډیر کمزوری او د مرګ تر پولې رسولی وو.

نوموړی په کور کې یو څه وخت بعد سخت ناروغ شو،د اسلامي امارت د صحت کمیسیون لخوا یې پوره علاج او تداوي کیدله، خو د نوموړي ناروغي مخ په زیاتېدو وه،چې بلاخره یې په (۲۰۱۴)  میلادي  کال دجنوري په لومړۍ نیټه  د شهادت لوړ مقام تر لاسه او روح یې خپل حقیقي مالک ته وسپاره.

اناالله وانا الیه راجعون.

روح دې ښاد او یادونه دې تل تر تله پاتې وي.

Related posts