دسمبر 01, 2020

په امریکا کې د وروستیو ټاکنو په اړه د افغانستان اسلامي امارت اعلامیه

په امریکا کې د وروستیو ټاکنو په اړه د افغانستان اسلامي امارت اعلامیه

په امریکا کې انتخابات او د چارواکو بدلون د امریکا کورنۍ موضوع ده.
د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د دوحې تړون د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې د پای ته رسیدو او ښه راتلونکي په اړه خورا ښه وثیقه ده.
اسلامي امارت له خپلې خوا د امریکا نوي ټاکل شوي جمهور رئيس او راتلونکي نوي حکومت ته یادونه کوي چې د دوحې تړون عملي کول د دواړو هېوادونو ترمنځ د منازعې د معقول حل ښه او مؤثره لاره ده.
د افغانستان څخه د ټولو امریکايي ځواکونو وتل، زموږ په هیواد کې نه مداخله، همدا ډول د افغانستان له خاورې څخه د امریکا په ضد نه استفاده، د دواړو ملتونو او هیوادونو په ګټه دي.
موږ توافقنامې ته ژمن يو او د افغانستان د معضلې د حل لپاره یې ښه اساس ګڼو او دیته ترجیح ورکوو چې داخلي مشکل هم د ډیالوګ او مذاکراتو له لارې حل شي.
اسلامي امارت په راتلونکي کې د امریکا په شمول له ټولو هېوادونو سره مثبتي اړیکې غواړي.
د امریکا راتلونکي جمهور رئيس او حکومت ته په کار ده چې هغو جنګ غوښتونکو کړیو، اشخاصو او جهتونوته متوجه وي چې روان جنګ جاري ساتل غواړي، امریکا لا هم په جګړه کې ښکیله ساتي او د جګړې په جریان کې خپلې شخصي ګټې لټوي او د خپل قدرت د بقا هڅه کوي.

د افغانستان اسلامي امارت
۲۴/۳/۱۴۴۲هـ ق
۲۰/۸/۱۳۹۹هـ ش 2020/11/10م

Related posts