دسمبر 02, 2020

د وحشت انتها او د رسنیو چوپتیا

د وحشت انتها او د رسنیو چوپتیا

د اونۍ تبصره:
په دې وروستیو ورځو کې پرلپسې څو داسې ویډیوګانې په ټولنیزو شبکو خپرې شوې چې په هغه کې د کابل ادارې عسکر د اسلامي امارت نیول شوي مجاهدین په ډیر وحشت او قساوت سره چارماري کوي او په شهادت یې رسوي. په یوه ویډیو کې ښکاري چې مجاهد په زخمي حالت کې نیول شوی دی او بیا په ډیر ظلم په شهادت رسول کیږي او په بله ویډیو کې وحشي ګوډاګیان یو په وینو لړلی مجاهد د نښه ویشتلو لپاره هدف ګرځوي او د خپلو ټوپکو نښې پرې پخوي. د ګوډاګیانو د وحشت او قساوت دغه مستندې ویډیوګانې دومره بوږنوونکې او دلخراشه وې چې حتی ځینو ټولنیزو شبکو یې د نشر تاب نه درلود او له نشر وروسته بیا بیا حذف شوې.
خو له ټول کره توب او انکار ناپذیرۍ سره سره د هیواد او نړۍ مشهورو رسنیو یو ځل بیا په دې موضوع کې خپله دوه مخي ثابته کړه او هیڅ مشهورې او مطرح رسنۍ د وحشت د دې مستندو شواهدو په اړه کوم خبر یا راپور نشر نه کړ.
موږ هره ورځ وینو چې همدغه رسنۍ د هغو جعلي انځورونو او خودساخته اسنادو په اساس اوږده اوږده راپورونه خپروي چې د اسلامي امارت د بدرنګۍ لپاره د کابل ادارې د استخباراتو لخوا نشریږي. د سرک ورانولو یو تصویر چې نه پوهیږو د کوم ځای او کومې زمانې دی په مکرر ډول په معتبرو رسنیو کې لر بر کیږي، کله وایي طالبانو د روزګان سرک نړولی او کله بیا وایي په غزني کې یې سرک نړولی. یوه رسنۍ د سرک اوږدوالی شپږه سوه متره او بله رسنۍ یې شپږ سوه کیلومتره بولي. چې همدا متضاد جزئیات خپله د سند د جعلیت او کذب نښه ده.
مګر کله چې د اشغالګرو او ګوډاګیانو د وحشت او ځناورتوب مستند او انکارناپذیر شواهد خپریږي، بیا دا رسنۍ د منافقت خاموشي اختیاروي. هلته بیا نه د بشر حقوق او د انساني کرامت موضوع مطرح وي او نه د پیښو او حوادثو په اړه د خبر ورکولو مسؤلیت او وظیفوي مکلفیت یې وجدان پاروي.
دا یوازې رسنۍ نه دي بلکې د بشري حقوقو دعوا لرونکو سازمانونو او ډلو هم د وحشت د یادو شواهدو په اړه تر اوسه هیڅ نه دي ویلي. له دې وضعیت څخه نړیوال او په خاص ډول زموږ هیوادوال په ښه توګه معلومولای شي چې په اوسني عصر کې د آزادو او بې پرې رسنیو په نوم کوم څه شتون نه لري. هغه رسنۍ چې د آزادۍ دعوه لري یوازې د هماغو جهتونو په ګټه کار کوي چې دوی ته معاش ورکوي او تشکیلاتي تړاو ورسره لري.
په دې اساس ویلی شو چې د رسنیو خبرې، قضاوتونه او تحلیلونه په هیڅ ډول د واقعي جریاناتو لپاره محک او معیار نه شي بلل کیدای. دا چې په رسنیو کې اکثرا په اسلامي ا مارت پسې منفي تورونه تړل کیږي. کله د سولې ضد معرفي کیږي او کله د هیواد له آبادۍ، پرمختګ او ملي ګټو سره د دښمنۍ نسبت ورته کیږي دا ټول څه دروغ دي او د دښمن د تبلیغاتي جنګ یوه برخه ده.
هیوادوال دې د اسلامي امارت کړنو، مواقفو بلکې ټولو جریاناتو ته د رسنیو له عینکو نه ګوري. اوسنۍ رسنۍ ګمراه کوونکي او دوه مخې دي. د دوی وظیفه د واقعیتونو انعکاس نه بلکې د واقعیتونو تحریف او په خپله ګټه تعبیرول دي. نو که غواړئ چې عقل او ادراک مو دوکه نه شي له تحقیق وړاندې په رسنیو باور مه کوئ.

Related posts