دسمبر 01, 2020

د څرخي پله په زندان کې د یوه بندي د وفات په اړه د بندیانو چارو کمیسیون اعلامیه

د څرخي پله په زندان کې د یوه بندي د وفات په اړه د بندیانو چارو کمیسیون اعلامیه

په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې تیره شپه د څرخي پله په مرکزي زندان کې یو تن بندي ( قاري محمد شریف د محمد جان زوی ) د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شوى دی. انالله واناالیه راجعون
یاد بندي چې د ننګرهار ولايت د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکی وو؛ د څو کلونو را په دې خوا له ناروغۍ کړېده او په مکرر ډول يې د زندان له مسئولینو څخه د خپلې تداوۍ غوښتنه کړې وه ، خو متأسفانه چې هيڅ ډول اړېنه پاملرنه ورته ونشوه او دغسې په ناروغۍ کې پاتې او بالآخره وفات شو.
د اسلامي امارت د بنديانو چارو کمیسیون له یاد بندي سره بې غورې، ظالمانه چلند او په قصدي ډول ناروغ بي علاجه پریښودل چې د وفات سبب يې شو، په کلکو ټکو غندي.
د تیر په څير یو ځل بیا له بشري بنسټونو او حقوقي ادارو څخه غواړي چې زموږ د بندیانو د صحي وضعیت په اړه د مسئولیت احساس وکړي، د ناروغو بندیانو د تداوۍ لپاره لاس په کار شي او د کابل ادارې پر چارواکو فشار راوړې، چې له بندیانو سره خپل چلند انساني کړي او د وحشت لړۍ ودروي.
موږ د متوفٰى بندي لپاره د الله تعالی څخه د فردوس جنت غوښتنه کوو، کورنۍ او خپلوانو ته يې د جمیل صبر او جزيل اجر هیله لرو. والسلام

د اسلامي امارت د بندیانو چارو کمیسیون
۲۶/۳/۱۴۴۲هـ ق
۲۲/۸/۱۳۹۹هـ ش 2020/11/12م

Related posts