دسمبر 02, 2020

غور: فیروزکوه ولسوالۍ کې د یو باب ديني مدرسې افتتاح وشوه

غور: فیروزکوه ولسوالۍ کې د یو باب ديني مدرسې افتتاح وشوه

د افغانستان د اسلامي امارت د تعليم او تربيې او عالي تحصیلاتو د کمېسیون اړونده مسئولينو په هڅو او د سيمې د مخلصو هېوادوالو په مرسته د یادې ولسوالۍ په مرکز فېروزکوه اړوند اشتر خان سيمه کې یو باب دیني مدرسه د (راشدیه) په نوم پرانیستل شوه.

په پرانیست غونډه کې چې د تعليم او تربيې د ځايي مسئولينو سربېره ګڼ شمېر علماء کرا مو، ملکي مسئولينو او عامو مسلمانانو ګډون کړی وو، په غونډه کې علماء کرامو ګډونوالو ته د دیني زده کړو په ارزښت او اړتیا ويناوې وکړې.

دغه دافتتاح مراسم د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل او د دعاء په کولو سره پای ته ورسېدل.
۲۰۲۰/۱۱/۱۳

Related posts