دسمبر 01, 2020

هو!کابل پوهنتون باندې برید بشري جنایت دی !

هو!کابل پوهنتون باندې برید بشري جنایت دی !

ارمان
په خواشینۍ خبر مو ترلاسه کړ چې پرون( د لړم په ۱۲مه ۱۳۹۹ اکتوبر۲مه ۲۰۲۰ز) کابل پوهنتون پر محصلینو باندې داسلامیت، افغانیت او بشریت دښمنانو له لوري ظالمانه او وحشیانه برید تر سره شوی دی.
خبري رسنیو په قول: د برید له امله دپوهنتون ګڼ شمېر محصلینوته زیاته مرګ ژوبله اوښتې ده او هم دپوهنتون ودانیو اونو رو وسائلو ته درانه زیانونه رسیدلي دي.
د داعش په نوم ډلې دیاد برید مسؤلیت منلی دی او پخپله رسمي پانه ( اعماق) باندې دانځورونو خپرولو ترڅنګ ویلي دي چې دا برید د دوی دوه کسانو( هریو انس پنجشیري او طارق خراساني) لخوا ترسره شوی دی.
داعشیان د خپلو توندو او افراطي افکارو او تکفیري عقایدو له لیده: نړۍ کې دهغو مسلمانانو دتکفیر فتوا ورکوي،کوم چې د دوی په څير افراطي افکار نه خپلوي اود دوی د سیاسي او عقیدوي اندونو څخه پیروي نکوي په ځانګړې توګه هر هغه څوک چې د دوی دخلیفه سره بیعت نکوي هغوی واجب القتل ګڼي.
داعش ډله لومړی په عراق او شام کې را پیدا کړای شوه اوبیا د هغه ځای نه د نړیوالو او منطقوي استخباراتو په مرسته افغانستان ته ددې لپاره راوستل شوه، څو دلته دافغانستان اسلامي امارت په مشرۍ دامریکایي اشغال پرضد روان جهاد د ناکامۍ سره مخ کړي.
رښتیا هم د داعش په راوستلو سره دلته دامریکا پرضد جګړه اوږده شوه او دافغانستان د اسلامي امارت پوځي ځواک دامریکايي اشغالګرو ځپلو ترڅنګ په ځینو سیمو او ولایتونو کې د داعشیانو په ځپلو هم مصروف شو، چې له امله یې داعشیانو افغاني مسلمانانو ته نه جبرا نیدونکي زیانونه ورسول، د دې باوجود د الله تعالی په کومک دافغانستان اسلامي امارت باتورو مجاهدینو په یو وخت کې پر دواړو محاذونو باندې خپل جهادي مقاومت ته په دوام ورکولو سره امریکا یې اشغال نه د هیواد دازادۍ لپاره جهاد جاري ساتلو ترڅنګ چې پکې یې یوساعت لپاره هم ځنډ ونکړ، د داعشي او خارجی فتنې خنسا کولو لپاره دهغوی پر ځالو او پټن ځایونو هم بریدونه روان وساتل، دکومو په نتیجه کې چې یاد دواړه دښمنان په یو وخت کې له تاریخي شکست سره مخ شول.
او دا هم ښکاره ده چې د داعش ملاتړ د امریکایانو او کابل ادارې لخوا ترننه دوام لري، هرکله به چې داعشیانوپه جګړه کې ماتې وخوړه نو د مجاهدینو له ډاره به دکابل ادارې عسکروته ور تښتیدل اویابه یې هغوی دنجات لپاره خپلې هلیکوپترې ورلیږلې، تردې مهاله په لوی شمیر داعشي جنګیالي دکابل ادارې لخوا په خاصو ځایونو کې پټ ساتل کېږي.
څنګه چې کابل رژیم د سولې او امنیت راتګ د خپل ځان د مرګ مرادف عمل بولي، او په هیڅ صورت سوله نه غواړي، هغه اوس هم هغه داعشیان د خپلو شومو اغراضو او جنایتونو لپاره کاروي چې وروستی جنایت یې په کابل پوهنتون وحشیانه عملیات وو.
په کابل پوهنتون د برید موخه:
دا چې وروستیوکې له اوږده ځنډ وروسته د قطر هیواد په پلازمینه دوحه کې بین الافغاني خبرې پیل شوې دي، او کابل رژیم په نه زړه ورته خپل استازي لیږلي دي، نوله لومړي سره په دې هڅو وهاند کې دی چې څنګه دبین الافغاني مذاکراتو بهیر سبو تاژ کړي ؟ ددې لپاره یې مختلفې حربې او دسیسې په کار اچولې دي، چې یوه ټرټولو قوي دسیسه داده چې جنایتونه پخپله سرته ورسوي دپړې ګوته مجاهدینوته نیسي زکه چې مردود رژیم دجګړې په دوام کې خپل ژوند او بقا ویني، ددې لپاره یې پرلپسې دسولې تخریبولو هڅې شروع کړي دي، د سولې او امنیت راتلو په وړاندې یې موانع او خنډونه ایجاد کړي دي، څو افغانان او نړیوال دا وفهموي چې ګواکي دافغانستان اسلامي امارت سوله نه غواړي،حقیقت دادی چې کابل اداره خپله سوله نه غواړي او پخپل ټول توان سره سوله وژني او ورته ژمن ندی.
بل پلوته چې دافغانستان اسلامي امارت دهیواد په مختلفو ولایتونو او سیموکې دکامیابو عملیاتو په ترڅ کې په کابل رژیم حلقه تنګه کړې ده او ورځ تربلې مجاهدین دپرمختګونو په حال کې دي، دکابل استخباراتي ادارې د دې لپاره چې د مجاهدینو د راتلونکو بریاوو څخه عام ولس په ډار او اندیښنو کې مبتلی کړي ، په دغسي مجرمانه، و حشیانه او ناځوانمردانه بریدونو لاس پورې ک او د دې لپاره وخت په وخت خپله لاسپوڅې وحشي ډله ( داعش) ګوماري، او ورباندې دغه ډول جنایتونه کوي هدف یې دادی چې مجاهدینو پرضد د عام و لس او نړیوالو احساسات را و پار وي.
لیکن افغانان او نړیوال بیشعوره او ناپوهان ندي هغوی دکابل رژیم د جنایتونو او وحشتونو ادراک لري، هرافغان چې ازاد ضمیر ولري هغه پوهیږي چې کابل پوهنتون باندې شوي برید کې دکابل اجیر رژیم اجیرې کړۍ لاس لري.
سربیره پر دې چې داعش دبریده پړه پرغاړه واخیسته چې یاد برید د دوی د دوو جنګیالیو «انس الپنجشیري» او «طارق الخراساني» له لوري شوی دی، خو بیا هم د کابل ادارې لومړی مرستیال «امرالله صالح»امارت ته یې په منسو بولو ټینګار لري دهغه په ځواب کې دامارت ویاند «ذبیح الله مجاهد» پر خپل ټویټر هغه انځورونه خپاره کړل، چې د امارت بیرغ پکې ښکاري او ادعا کېږي چې تېره ورځ د جګړې له ځایه اخیستل شوي او برید ګرو پر دیوالونو باندې د «اسلامي امارت زنده باد» توري لیکلي.
مجاهد د برید په تړاو د امرالله صالح څرګندونې « درواغ» بللي او لیکلي یې دي چې «امرالله صالح» چې په سپينو سترګو دروغ ویلي شي او پړه پرامارت اچولی شي، نو داسې جعلي صحنه سازي هم ورته آسانه ده. څرنګ ممکنه ده چې دڅو ساعتونو په مخ جګړه کې بوخت برید ګر په دیوالونو خطاطۍ ته وخت پيدا کوي؟ او بیا دبریدونو ځای ته ځانو سره دامارت د بیرغ وړلو ضرورت څه دی؟
نوموړي زیاته کړې «دا چې بریدګرو د پولیسو جامې په تن وې هغه د څه شي علامه ده؟ د داعش اعماق انټرنټي پاڼې د بریدګرو تصویرونه خپاره کړل، جسدونه هم د کابل له ادارې سره دي، که څوک بهانه نکوي نو جسدونه دې له خپاره شوو تصویرونو سره وکتل شي چې هغه دي کنه؟ دا برید هم د یو شمیرناپاکو بهانه ګیریو لپاره ترسره شوی دی
لنډه داچې دکابل ادارې په اوړو کې شګې دي، هغوی دامارت او مجاهدینو بدنامولو لپاره دغسې بدمرغه او کرکجن جنایتونه ترسره کوي، څو په دې دمجاهدینو پخلاف دعام ولس احساسات راوپاروي. لیکن ولس پوهیږي چې په دې کې دچا لاس دی؟ یقیناً دغه ډول بریدونه په هیڅ صورت دتوجیه وړندي موږ یې په کلکو توریو غندو، او افغان مجاهد ولس ته ډاډ ورکوو چې که خدای کول هغه وخت نژدې دی چې ډیر ژربه دکابل ادارې پردیپال چارواکي د دغه ډول ټولو بزدلانه جنایتونو او ظالمانه بریدونو حساب و کتاب ورکړي ان شاء الله

Related posts