دسمبر 02, 2020

غرب ولې د مسلمانانو د مقدساتو سپکاوی کوي

غرب ولې د مسلمانانو د مقدساتو سپکاوی کوي

مولوي محبوب شاه ساجد
مخکی تر دي چی دغه علت معلوم کړو باید یوه بله اصطلاح وپیژنو چی هغه ته اسلام فوبیا وایی.
اسلام فوبیا څه ته وایی او د څه دپاره؟
فوبیاphobia لاتیني کلیمه ده چي د اسلام په هکله په غربي ژبو کي د ویري او نفرت اچوني په معنا استعمال سوي ده ، دا کلیمه چي د اسلام دنوم سره یو ځای سی( اسلام + فوبیا) نو معنی یی د اسلام پر خلاف کرکه ، نفرت پیدا کول دي ، په داسي طریقه چي د خلګو په زړونو کي د اسلام او مسلمانانو څخه نفرت او ویره پیدا سي.
د اسلام فوبیا تاریخ:
د اسلام فوبیا کلیمه خو معاصره اصطلاح ده چي د اسلام دښمنانو د اسلام خلاف ایجاد کړي ده ، مګر په اصل کي د اسلام او مسلمانانو خلاف حسد ، کینه ، تبعیض او نفرت خپرول د رسول الله صلی الله علیه وسلم د بعثت سره هم محاله پیل سوي ده ، کوم وخت چي د مکي مشرکینو د رسوالله صلی الله علیه وسلم خلاف زهرجن تبلیغات کول چي ټول تفصیلات یی په نبوی سیرت کي موجود دي بیا چي هر کله د حضرت عمر فارون رضی الله عنه په زمانه کي اسلامي فتوحات پراخ سول او د نورو ځاینو تر څنګ شام او فلسطین هم فتحه سول کوم چي د یهودیانو او نصرانیانو مرکزونه وه ، دلته نو دداسلام او مسلمانانو خلاف مختلف پروپاګند د حقیقت څخه لیری زهرجن تلبلیغات پیل سول ، همدارنګه د قسطنطنیی د فتحی وروسته او بیا د صلیبی جګړو په جریان کي اروپایی مسیحیانو اور واخیست ددې دپاره چي خلګ صلیبی جګړو ته وهڅوي او د جګړی روحیه ورکړي ، نو د اسلام ، د اسلام د پیغمبر او قرآن خلاف یی خورا کرکجن تبلیغات وکړل.
ددي څخه وروسته بیا د مستشرقینو نوبت سو او په خپل وار یی د اسلام خلاف خورا خطر ناکي او کرکجني لیکني وکړي ، ځکه غربیانو په صلیبی او نورو جګړو کي د پر له پسي ماتو وروسته د استشراق پدیده د همدي دپاره رامنځته کړه تر څو مستشرقین یو ځل اسلامي علوم ولولي او بیا مسلمانان او نړیوال د اسلام د دین ، پیغمبر او قرآن په هکله شکمن کړي.
مشهوره لیکواله مسیحي راهبه( کرن آرم سټرانګ)وایی: چي د اسلام فوبیا تاریخ د صلببي جګړو سره قوي تړاوو لري همدارنګه د اتریش مشهور مفکر او لیکوال (لیو بولډ فایس) یهودي چي بیا وروسته مسلمان سو او نوم یی محمد اسد دي په خپل کتاب (الاسلام علی متفرق الطرق) کي وایی: د اسلام او مسلمانانو خلاف د اروپا کرکه خورا ژوري ریښي لري چي په شدید او قوي تعصب مبنې دی اروپا اصلا د صلیبی جګړي د نس څخه را ټوکیدلی ده او بیا دغه کینه ، تعصب او نفرت امریکا په میراث تللي دي چي د تاریخ پاڼي ورباندی ګواه دي او بیا همدي موضوع ته (دیو جن روستو) د امریکا د خارجه وزارت د پلان رئیس او د ۱۹۶۷ کال پوري د وخت وولسمشر (لیندون جنسون) د منځني ختیج د چارو مشاور اشاره کړې ده او وایی: امریکا د خپلی فلسفي ، عقیدې او نظام سره د غربی نړۍ بښپړونکي برخه ده ، نو ځکه د اسلام په مقابل کي ولاړه ده ، امریکا د غربی نړۍ او صهیونیستي رژیم سره په کلکه د دریدو پخاطر نسي کولای چي د اسلامي نړي سره دښمنی پریږدي.
نو د اسلام فوبیا دغه او نوري طریقي د تاریخ په اوږدو کي په مختلفو بڼو موجود سوي دي چي د اسلام دښمنانو او په خاص ډول غربیانو ورته کار کړي او اسلام یی تخریب کړي دي خو د اسلام فوبیا اصطلاح معاصره اصطلاح ده چي په شلمه پیړۍ کي د غربیانو په ادبیاتو او لیکنو کي کارول سوي ده کوم چي د بلجیم یو مستشرق (هینری لامنس) د رسول الله صلی الله علیه وسلم په هکله په لیکل سوي کتاب کي کارولی ده همدارنګه ۱۹۲۱ کال کي یو فرانسوي مستشرق (اتین دینه) په خپل کتاب شرق او غرب کي دغه اصطلاح کارولي ده.
ویلیام ګلادسون چي څلور ځله د انګلستان صدر اعظم پاته سوي دي وایی: تر څو چي قرآن په خپلی اصلي بڼه د مسلمانانو په منځ کي موجود وي او د دوي ورسره رابطه وي ، نو هیڅکله به غرب ونه توانیږي چي پر اسلامي نړۍ باندی تسلط پیدا کړي.
خو په شلمه پیړۍ کي غربیانو د اسلام خلاف د اسلام فوبیا یوه تنده څپه را منځته کړه چي لاندی پړاوونه لري:
۱- هر کله چي اتحاد جماهیر شوري په افغانستان په کال ۱۹۸۹ کي ماتي وخوړل او کمونیستي بلاک له منځه ولاړ ، نو غرب خپل بل حریف اسلام معرفي کړ.
سمویل هنتنګتونګ په کال ۱۹۹۳ کی د تمدنونو د ټکر په نوم کتاب ولیکي چي په هغه کتاب کي یی اسلام د غرب دپاره خطرناک دښمن معرفې کړ او امریکا ته یی وړاندیز وکړ چي د اسلام مخه باید ونیسي.
۲- د سیپټمبر د ۱۱ مي ډراما تیکه پیښه د غرب دپاره بهانه سول ، تر څو د اسلام خلاف د ترهګرۍ تر عنوان لاندي جګړه پیل کړي ددې حادثي وروسته د امریکا وولسمشر بوش اعلان وکړ چي صلیبی جګړه د سره پیل سوه
د غرب یو وتلي مفکر فوکویاما ( د تاریخ پای) د کتاب مولف په خپله یو مصاحبه کي وویل چي اسلام یوازني فرهنګ او تمدن دي چي د غربي ماډرنیزم په مقابل کي یو ستر چلنج دي ددي وروسته په ناروي کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم کاریکاتور جوړ سو او د قرآن کریم سپکاوی وسو ور پسي په فرانسه کي د چارلي هیبدو مجلي د بیان د آزادۍ تر عنوان لاندی یو توهین آمیزه کارتون نشر کړ غربي رسنۍ د اسلام خلاف په زهر جنو تبلیغاتو کی مهم رول لري مثلا: د انګلستان رسنۍ په هره میاشت کي په اوسط ډول ۲۵۰۰ لیکنی د اسلام په هکله کوي تر څو د نړۍ خلګو ته د اسلام چهره کرکجنه ښکاره کړي همدا راز د هالییوډ د سینما له لاری هڅه کوي چي مسلمانان ترهګر وښیی او کار تر اوسه هم دوام لري د فرانسي اوسني اقدامات.
غرب ولي تکرارا د اسلامي مقدساتو سپکاوي کوي:
۱- لکه مخکی چي مو وویل غربیان اوس هم صلیبی روحیه لري مخکي یی اسلام د تحریف سوي ، منسوخ کلیسایی دین ته د ګواښ پخاطر دا کارونه کول خو په معاصر وخت کي چي غرب د مختلفو مراحلو د تیریدو وروسته د الحاد ، سیکولیزم او لیبرالیزم په ډنډ کي لاهو سوي دي او یوازي یو مادي تهذیب پاته سوي دي ، نو د غرب دین او خدای تقریبا اوس هیومانیزم انسان پالنه او ساینس دي ، په غرب کی اوس خدای محوري په انسان محوري بدله سوي ده ، غرب اوس د ساینس تر څنګ انسان په خدایی نیولي دي خو ددي فکر خلاف په اسلام کي د کایناتو محور د الله تعالی ستر ذات دي چي د ټولو مخلوقاتو خالق او معبود دي ، انسان یی د خپل عبادت دپاره پیدا کړي دي او د ژوند د تیرولو دپاره یی احکام او قوانین ورته را لیږلی دی چی د هغو مطابق به ژوند کوي او الهی حدود به مراعتوی خپلسری به نه کوي ، حال دا چي غربی انسان ته دغه تصور د منلو نه دي ، نو پدی لحاظ غرب د اسلام سره دښمنی کوي.
۲- دوهم دا چي اسلام د نورو ادیانو خلاف یو کامل او شامل دین دي او د ژوند دپاره یو مکمله برنامه لري هغه که سیاست دي ، که اقتصاد او نور چي په دغه لحاظ غرب اسلام او اسلام تمدن د ځان ستر حریف او د غربی استعماری ګټو ته ستر ګواښ ګڼي ، ځکه خو هڅه کوي چي په غرب کي دداسلام چهره ناوړه وتراشی او خلګ ور څخه متنفر کړي ، غرب هڅه کوي چي اسلام دی هم د غرب همدغه مادي تهذیب ته لکه نور ادیان سر ټیټ کړې سیکولیزم ، لیبرالیزم ، هیمونیزم ، کپیټالیزم ، همجنسبازی ، سود او نور مسايل ومنی لکه څو ورځي وړاندی چی د کاتولیکی کلیسا مشر پاپ فرانسیس همجنسبازی تأیید کړل ، او یا دی په اسلام کی د دوی په خوښه بدلون راسي هغه کار چي د امریکایی اداری (رانډ کارپریشن) پیل کړي دي.
۳- په اروپا کي اسلام په ډیر سرعت سره پر مخ ځي او د هري ورځي په تیریدو سره خلګ د اسلام په دین مشرف کیږي او هلته خلګ د وچ مادی ژوند څخه روحا او رونا سخت په تنګ راغلی دي ، نو د اسلام دغه په سرعت سره انتشار هم غربیان وراخطا کړي ، چي ځیني وختونه ددې دپاره د مقدساتو سپکاوی وکړي تر څو هلته مسلمانان احساساتی کړني وکړي او دوی ته د مسلمانانو خلاف بهانه په لاس ورسي او پر مسلمانانو بندیزونه ولګوي تر څو د اسلام د انتشار مخه ونیسی او یا په ځینو اسلامي هیوادونو کی د مداخلي دپاره بهانه پیدا کړې.

Related posts