دسمبر 01, 2020

کابل اداره؛ جګړه په سوال غواړي!!

کابل اداره؛ جګړه په سوال غواړي!!

د ورځي خبره:

دکابل ادارې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر په اصطلاح ولسي جرګه کې په ټینګار او تکرار سره وویل :« موږ سوله په سوال نه غواړو!» نوموړي وویل افغانستان کې له نړیوالې اجماع پرته سوله نشي راتللای او افغانستان کې له سولې پرته نړۍ کې امنیت نشي ټینګېدلای! اتمر دا هم پسې زیاته کړه چې لوی خطر ترهګرې ده او د ترهګرۍ د مخنیوي اغېزناکه لار د جمهوري نظام پایښت دی چې اشاره یې اوسني کابل ادارې ته وه.
کابل اداره له مختلفو لارو هڅه کوي چې د سولې پر روانه پروسه باندې مظلوم ولس او نړیوال بې باوره کړي او په پایله کې یې خپل ارمان( د سولې تخریب، د جګړې جریان او د واک غځېدا) ته ورسیږي!!
رژیم ددې لپاره چې نړیوال افغانستان کې جګړې ته تشویق کړي، ادعاء کوي چې افغانستان کې شل ترهګرې ډلې فعالیت کوي، که تاسي دلته ورسره ونه جنګیږئ، هلته درپسې درځي او جګړې ته مو مجبوروي!! نو چې هلته خپل هیوادونو کې جګړه ورسره کوئ،خپلو خلکو او هیواد ته زیان اړوئ، راشئ دلته خپل دښمن له منځه یوسئ، موږ مو د شپې او ورځې چوپړ ته چمتو یو.
افغانستان او افغان ولس سولې ته حیاتي ضرورت لري، طبعي ده کوم شي ته چې اړتیا زیاته وي،د هماغه څېز ترلاسه کولو لپاره د هیڅ ډول کوښښ څخه مخ نه اړول کیږي.داچې مظلوم ولس سولې ته شدیده اړتیا لري، نو د سولې په اصطلاح سوال کې به څه بدې وي؟!
افغان ولس چې د سولې غوښتنه کوي، د رژیم د ذکر شوي تعبیر برعکس دا سوال او درویزه ګري نه ده،بلکې دا دافغان ولس یو حقوقي، عرفي او شرعي مسلم حق دی چې د سولې په ارامه فضاء کې ژوند وکړي، اشغال ختم شي او د خپلې خوښې نظام ولري.
اسلامي امارت د سولې لپاره ډیرې هڅې کړې او دجنګ د ختمېدو او سولې راتلو په موخه او هیله یې هیئتونو بېلابیلو هیوادونو ته سفرونه کړي، ستړیاوې یې ګاللې او د سولې په لاره کې هر ډول قربانۍ ته چمتو دي،د سولې په زاریو کې نه یوازي داچې څه بدې نشته، بلکې دا یو ابتکار او افتخار دی،چې د وران هیواد او مظلوم ولس لپاره ورکه سوله ولټول شي.
د کابل ادارې له مشره نیولې تر ټیټ پوړو چارواکو ټول یې په بهرنیو سفرونو، کنفرانسونو او رسنیو کې نړیوالو او سیمه ییزو هیوادونو ته زارۍ او سوالونه کوي چې افغانستان کې جګړه روانه وساتي او په پرله پسې ډول د جګړې لپاره درویزه ګري کوي، خو برعکس د سولې لپاره په سوال بیا شرمېږي!؟

Related posts