دسمبر 02, 2020

د شهید آمرصاحب انورخان ډنګر دژوند او جهاد سرګذشت

د شهید آمرصاحب انورخان ډنګر دژوند او جهاد سرګذشت

عبدالولی خلیل

اتل قهرمان شهید محمد انور خان ډنګر د ملک غلام حیدر خان ډنګر زوی په ۱۹۵۹ میلادي کال  د کابل ولایت د شکر درې ولسوالۍ د پیادارې د کلي د ناصرو د قوم په یوه مخکښه کورنۍ کې پیدا سو، د نوموړي پلار چې د خپل قوم  مشر و په ډنګر سره مشهور و چې له دې امله یې زوی هم په هماغه نامه شهرت وموند.

امیر صاحب انور خان ډنګر ابتدائي زده کړي د خپل کلي په مکتب کې شروع کړې او تر اوم صنفه پوري دلته درسونه وویل، دې موده کې ځیني ابتدائي شیان، لیک او لوست زده کړل، نوموړي به لا مخ په وړاندي خپل تعلیمي بهیر ته  ادامه ورکوله چې پر افغانستان روسي یرغل وسو، له یرغل سره یې زده کړي پر همدې ځای بس او جهاد ته یې مخه کړه.

څرنګه جهاد ته وپاڅېدی؟

د روسي یرغل په دوهم کال چې کله د روسانو وحشتونه زیات سول، د هیواد په ګوټ ګوټ کې به یې چاپې اچولې او ډول ډول وحشتونه به یې تر سره کول، په دې لړ کې به د دوی ولسوالۍ (شکر درې)  ته هم چاپې راتلې او ټول هغه ځوانان به په شهادت رسول چې د مستقبل هیلې به پوري تړلې وې نو امیر صاحب د غه حالات ونشوای  زغملای او د  نظامي مبارزې هوډ یې وکړ، د نظامي مبارزې پاڅون یې په داسي ډول و چې لومړی یې د خپل مکتب له یوڅو همزولو سره دغه فکر شریک کړ چې څو تر څو به په دغه بې رحمانه او بزدلانه ډول شهیدانیږو، دا به غوره وي چې د دوی دغه کړنو ته لاس تر زنې کښینو او که به دا غوره وي چې الهي فریضه پر ځای کړو او جهاد ورسره وکړو، نو یې د خپلو همزولو په شمول له کوره اسلحه راواخیسته او د دښمن په وړاندې یې سنګر ونیوه.

په نظامي کارونو کې یې د شهرت لامل

نوموړي چې کله خپل جهادي یون پیل کړ نو په ډېر کم وخت کې یې د پام وړ شهرت پیدا کړ،  دایې د روسانو د یوې سترې چاپې سره د کلک مقاومت په پایله کې تر لاسه کړ، هغه په داسي حال کې چې د بویه زاري دښت ته د روسانو یوه پلان سوي چاپه راغله، آمر صاحب د خپلو کمو ملګرو په ملتیا او له محدوده اسلحو سره د لوی الله جل جلاله په نصرت مقاومت ته وړاندې سو،مقابله دومره سخته سوه چې د روسانو د کومک لپاره هوایي ځواکونه هم راغلل خو بیا هم مقاومت ورسره شروع و، د ځایې خلکو په وینا چې موږ به ویل چې یو مجاهد به هم ژوندی پاتې نه وي خو په پای کې چاپه ماته سوه او د دوی له ملګرو څخه یو ملګری سرسري زخمي و نور جوړ سلامت تر جنګ را ووتل.

له دغه صحنې وروسته نوموړي ته د سترو سترو قمندانانو توجه مبزوره سوه او پر ځای د دې چې د ځایې قمندانانو سره مربوط سي مستقل یې د رباني سره لیدنې وکړې او د هغه په جمعیت کې شامل سو.

له دې وروسته یې خپلو نظامي کارونو ته نوره هم توجوه زیاته کړه او د خپلو ځانګړتیاوو له مخي به یې ستر نظامي پلانونه تر سره کول،په ښه طریقه سره به یې د ملګرو قیادت کاوه، د جګړې په سختو ساعتونو کې به یې په خورا نورماله طریقه او ښه چلند سره  ملګرو ته مورال ورکاوه چې دغه یې بیا د جبهې د وسعت لامل هم جوړ سو.

د روسانو اکمالاتي لاري بندول او د ډاکټر نجیب له لوري ورته عذرونه

د آمر صاحب انور خان ډنګر د یوه لوړې سویې قمندان کېدلو او په هیواد کې د نوم ځلېدلو تر ټولو ستر لامل دا وه چې نوموړي له تاجکستانه څخه تر کابله راغلې لار کوم چې د روسانو ټول اکمالات به باندې کېدل، په خپل کنترول کې ساتلې وه،دغه لار پر شکردره ولسوالۍ راتېره سوې او تر کابله را رسېدلې ده، نوموړي به تر کلکې محاصرې لاندې راوستې وه، چې کله به د روسانو اکمالاتې کاروانونه تېرېدل نو مقاومت به یې ورسره کاوه او همدلته به یې سوځل یا غنیمت کول،د لاري تړل او ورسره توند مقاومت پر دښمن دومره اثر وکړ چې ډاکټر نجیب د ځایې سپینږیرو په وسیله تکراراً وړاندیزونه کول چې پر دې لار د اولس مریضان او ……..راځي باید خلاصه سي، همدا ډول تر اوسه پوري د هغه وخت ثبت سویو ویډیوګانو کې د نجیب عذرونه سته چې د آمر صاحب نوم یادوي او دلاري خلاصون ته یې رابولې خو دا چې د لاري له خلاصون څخه هدف بل څه و،آمر صاحب یې ټول وړاندیزونه رد کړل په پایله کې روسانو د خپلو اکمالاتو وړلو له پاره بل سړک جوړ کړ او پر هغه به کاروانونه تېرېدل.

اخلاص او شجاعت یې

پر نوموړي باندي اخلاص، شجاعت، شهامت، فداکاري، لوړ عزم او کلکه حوصله د الله تعالی یوه لورینه وه، په هر ډول سختو حالاتو کې به یې له صبر، حوصلې او توکل څخه کار اخیست، له ملګرو سره به یې تل د میني ډک برخورد کاوه، خپلو ملګرو به د محبوبیت له امله پر دې ټینګار کاوه چې آمر صاحب به جنګ ته نه ځي خو د ده به د جنګ له صحنې څخه پاتې کېدل خو ډېره بعیده وه؛ بلکې د جنګ لومړۍ کرښې ته به یې ځان رساوه او د الله تعالی په تقدیر به یې پوره باور او یقین و چې له دې امله په مختلفو عملیاتو کې دوویشت ځایه زخمي سوی و.

ترحم او همدردي یې

د خپلو نورو ځانګړتیاوو تر څنګ الله تعالی د ترحم او همدردۍ لورینه هم باندې کړې وه، رحم یې تر دې اندازې و چې دوه درې ځله یې خپل قاتلان چې په نوموړي به یې برید ترسره کاوو  ونیول، وروسته یې عفوه ورته وکړه او آزاد یې کړل، د دې ترڅنګ د اولس سره به یې هم بې کچې همدردي کوله، له تاجکستانه څخه تر کابل پوري د راغلي سړک څخه به یې چې کله د روسانو قطارونه راتاؤ کړل نو کوم خوراکي توکې چې به یې د غنیمت په توګه لاس ته ورغلل هغه به یې د کلي جماعت کې خالي کړل او پر کلیوااو باندې به یې ووېشل.

له خپل منځي جګړو څخه په شا کېدل

د روسانو له ماتې وروسته چې کله مجاهدین کابل ته ننوتل او بیا کابل کې د هرج مرج وضعیت رامنځ ته سو نو آمرصاحب تر خپل هرڅه واک او قدرت تېر سو، خپلو ملګرو ته له قمندې ورکولو انکار وکړ او دا دریځ یې د ځان لپاره غوره کړ چې د مسلمانانو په وینو لاسونه ککړ نه کړي، پر کور کښېناستی، دا په داسي حال کې چې د رباني له لوري د لوړو دندو وړاندیزونه هم ورته وسول، ددې کار په تر سره کولو سره آمر صاحب له جمعیت پرته د نورو تنظیمونو اشخاصو ته هم ډېر محبوب سو او ټولو به یې په شجاعت اعتراف کاوه.

له اسلامي امارت سره پیوستون یې

کله چې اسلامي امارت له تأسیس وروسته وده وکړه او د ډیرو ولایتونو په شمول پراخي سیمې د طالبانو واک ته ولوېدې، طالبان تر کابله راورسېدل، د طالبانو پالیسي دا وه چې کله به هغه سیمو ته داخلېدل کوم چې تر اوسه د دوی کنټرول کې نه وي نو د هغه سیمو د قمندانانو سره به یې لومړی د خبرو له لاري خپله قضیه حل کوله تر څو د جنګ نوبت رانه سي، د آمر صاحب انور خان ډنګر سره همداسي وسول چې حاجي ملا رباني آخند د آمر صاحب، سیاف او مسعود سره لومړۍ ناسته په میدان ښار کې وکړه، هلته یې د امارت پالیسي او اهداف ورته تشریح کړل چې هدف مو د اسلامي نظام قائمول دي او د ظالمانو او ټوپکسالارانو ختمول دي، دوی درې واړو هم خوشبیني وښودله او همدغه یې د ځان اهداف وګڼل خو کله چې د عملي اقدام وخت راغلی نو سیاف او مسعود پر شا سول او آمر صاحب پر خپله وعده وفا وکړه،بیا چې کله طالبان د کابل د شمالي ولسوالیو په فتحه کولو بوخت وو نو د شکر درې ولسوالۍ ته د ننوتلو سره سم یې آمر صاحب انور خان ډنګر دروند استقبال وکړ، په سلګونه میله اسلحه یې هم ورته ډالۍ کړه، چې د ده پبوستون طالبانو د خپل نظام لپاره لویه لاسته راوړنه او بریا ګڼله.

له دې وروسته یې د ځینو کړیو لامله د اسلامي امارت سره څه د خفګان عوامل رامنځته سول چې له کابله یې پاکستان ته هجرت وکړ، خو بیا د امیرالمؤمنین ملا صاحب د یوه وفد په وسیله چې د ملا نورالدین ترابي، اکبر آغا او د یوه ځایې قمندان حاجي بابا نومونه یادیږي، د دوی له لوري قناعت ورکول سو او بیا افغانستان ته راغلی، په خپله سیمه  او شمال کې  په خدمت پيل وکړ چې د ده د فعالیت لامله ډیرې منطقې د اسلامي امارت لاس ته ولوېدلې.

د امریکایي یرغل  په وړاندې مبارزه یې

له ښارونو څخه د اسلامي امارت د ځواکونو له تکتیکي شاتګ وروسته شهید امر صاحب له یوه کلن هجرت وروسته ۲۰۰۲ م کې بیا خپلې منطقې ته ولاړی، خپل مربوط ملګري یې راټول او کارونو ته چمتو کړل، دا په داسي حال کې چې د هیواد په ځینو ولایتونو کې د امریکا په وړاندې نظامي کارونه پیل سوي و لکه د سیف الرحمن منصور صاحب او داسې نورې جبهې فعالې وې، ده هم د خپلو ملګرو په وسیله جهادي فعالیت ترسره کاوه، له دې سره سره به د مشرانو د مهمو مجالسو اومشورو عضویت درلود چې ډېر ځله به مهمې پرېکړي د ده پر کور کېدلې.

شهادت یـې

ده به لا خپلو جهادي ترتیبونو ته ادامه ورکوله چې د اسلام د دښمنانو له خوا په نښه سو د ۲۰۰۴ میلادي کال د نومبر میاشتې پر څلورمه ۴ د ۲۷ روژې ماتولو وروسته د ماښام لمانځه پر مهال د دښمن د استخباراتي کړیو بزدلانه برید باندې وسو او شهید کړای سو.

رحمه الله رحمةً واسعةً.

Related posts