دسمبر 01, 2020

پر پوهنتون برید او د دوامداره وژنو لړۍ

پر پوهنتون برید او د دوامداره وژنو لړۍ

حمزه حسیني:

د کابل پر پوهنتون ظالمانه برید، چې د کابل ادارې اړوند ملي امنیت ټول خباثت او سوله ضد پلانونه یې بربنډ کړل، وښوده چې هیواد کې موجودې یو شمېر سوله ضد کړۍ په لوی لاس د سولې روان بهیر له خنډ او ځنډ سره مخ کوي او نه غواړي چې هیواد د سولې له نعمته برخمن شي.

دوی په ټول توان هڅه کوي چې خپلو موخو ته ورسیږي، که د هیوادوالو څومره ارمانونه او هیلې په اوبو لاهو کیږي پروا یې نشته، خو چې دوی خپل ناوړه ارمانونه پوره شي، چې هغه د اشغال بقا او د سولې پنا ده.

هو! هیوادوالو د پوهنتون د برید په هکله قضاوت کړی، چې ددغه برید تر شا د چا لاسونه وو؟ د بې دفاع محصلینو په وینو د چا لاسونه رنګ دي؟ ددې برید هدف څه وو؟ او څنګه را منځته شو؟ خو له دې هر څه سره سره بیا هم د کابل ادارې اړونده خونخوارو چارواکو سینې یخې نه دي، دوی غواړي په یوه او بله بهانه د سولې غوښتونکي اوازونه د تل لپاره چپ کړي.

د کابل ادارې د امنیت مسؤل څو ورځې وړاندې خبر ورکړ، چې دوی داسې راپورونه تر لاسه کړي، چې ګواکې طالبان په راتلونکو ورځو کې پر مدني فعالانو بریدونه کوي، خو د نوموړي هر څه ډراماتیکه بڼه لري، هر څوک یې په اغراضو او موخو پوهیږي او نشي کولی نور په ورته څرګندونو خپل جرمونه جبیره کړي.

صالح په دغو څرګندونو غوښتل چې یو شمېر هغه شخصیتونه له منځه یوسي چې په کامله مانا د سولې پلوي دي او د مسؤلیت ور اچولو ځای به یې تیار مالوم وي، خو هیوادوال ویښ دي، هر څه له نږدې څاري او بیا قضاوت کوي.

د پوهنتون له برید څخه څه موده لا نه وه تېره شوې، چې د کابل د امنیت ناکام شوي مسؤل خبر ورکړ چې ګواکې، د پوهنتون د برید اړوند یو تن طراح یې نیولی، دا هم خورا خندونکی حالت دی چې د یو برید طراح نیول کیږي او خپله برید کوونکي چې له طراح څو چنده ژر پېژندل کیږي نشي نیول کېدلی، به هر حال په هغه کوچني ویډیو کلیپ کې چې د کابل ادارې اړوند ملي امنیت رسمي رسنیو نشر کړ ښکاري، یو کس چې ځان د عادل پنجشیري په نوم معرفي کوي په کابل پوهنتون د برید برسېره په ګڼ شمېر نورو جنایتونو هم اعتراف کوي.

عادل په غلا، اختطاف، قتل، مارکېټونو او نورو لوړو ودانیو ته د ماینونو اېښودلو او ویجاړولو اعتراف کوي، د صالح په دې جعل سازۍ کې نغښتي رموز دا په ډاګه کوي، چې د وخت سامری غواړي سوله سبوتاژ کړي، د عامو خلکو ذهنیت د طالبانو له سپېڅلو غوښتنو واړوي او د اسلامي امارت په مقابل کې یې پاڅون کولو ته تیار کړي.

خو د وخت سامری په خپلو جادوګري کړنو، یوازې هغه خلک تېر اېستلی شي، چې د اشغال په بقا کې خپل پایښت ویني او هغه خلک هیڅکله د نوموړي تر جادویي اثر لاندې نه راځي چې سولې ته ژمن او د اشغال پر خلاف یې قیام کړی وي.

هوکې! له دغو کړنو د نوموړي موخه دا ده چې طالبان هیوادوالو او نړیوالو ته ظالمان، غله اختطاف کوونکي او وژونکي ثابت کړي، خو دوی د خپلو ځانونو ګومان پر نورو کوي، دوی خپله ظالمان، غله، زانیان، قاتلان، غاصبان او هیواد پلرونکي دي او نشي کولی د اشغال له خاتمې وروسته بقا ومومي نو ځکه یې ډېر تمرکز په سوله ضد پلانونو دی.

نوموړی په دې هڅه کې دی چې څنګه وکولی شي، د مدرسې طالبان، د اسلامي علومو او شرعیاتو زده کوونکي وحشیان او نړیوالو ته مجرمین ثابت کړي، حال دا چې د دوی ټوله اداره د فساد او نورو جرمونو مرتکبه ده، نو نشي کولی په دې افواهاتو زمونږ سپېڅلی مسیر مجروح کړي.

Related posts