دسمبر 02, 2020

داسلامي اقتصاد راتلونکی…

داسلامي اقتصاد راتلونکی…

م: منصور
اسلامي رویه داده چې هرفرد یا وګړی دي پخپله دسود، قمار اونورو محرماتو څخه داجتناب کوښښ وکړي، او پر کومو ځایونو کې چې دافرادو لپاره په انفرادي توګه ځانونه ساتل مشکل وي، هلته د وخت د حکومت دنده ده چې هغه خپل مسؤلیتونه اداء کړي، دا داسې ده لکه یوشخص چې ټول عمر لمونځ نکوي او عذر دا وړاندې کړي چې« دوخت حکومت د اقامت صلاة نظام» نه جوړوي، په دې وجه د لمونځ نشي اداء کولی،یا لکه یوسړی ټول عمر زکات نه ورکوي او دا عذر وړاندې کوي چې « ولې دوخت حکومت زکات اداء کولو لپاره نظام نه جوړوي» نو څنګ چې دغه ډول عذرونه د منلو وړندی په ورته توګه د اسلامي معیشت او اقتصاد په برخه کې هم په اسلامي احکامو باندې د عمل نه کولو لپاره دغه ډول عذرونه دمنلو وړڼدی چې «د وخت حکومت دسود، قمار اونورو محرماتونه د منع کیدو» نظام نه جوړوي، نو ز که یې دی هم نه پریږدي.
تردې مهاله پخپله اسلامي نړۍ کې د ډیرو خلکو رایه داده چې نن سبا د اسلام په مالي او معاشي نظام باندې عمل کول ناشونی دی( معاذالله) نو علماء مسؤلیت لري چې هغوی دا ثابته کړي اوپه ځینو په معاملاتو کې هغوی( علماوو) ثابته کړې هم ده چې د نړۍ ډیرو هیوادونو منلې هم ده چې هغوی ته د اسلامي د مالي نظام احکام قبول دي، خو دا کار د ټول اقتصادي ومالي نظام په لړکې پکاردی، زکه د نړۍ په مختلفو اسلامي هیوادونو کې داسې مؤثر خلک شته چې لا تراوسه په دې باره کې دهغوی زړونه پوره صاف شوي ندي، چې ایا رښتیا هم په موجوده دور کې د اسلامي شریعت ټول احکام دعمل وړدي؟ دځیني جزایې احکامو نه ډار لری، ځینوته په شخصي قوانینو باندې عمل ګران ښکاري، دځینو په اند: په د ستوري اوحقوقي لارښوونو عمل ګران دی( معاذالله) او د ځینو په اند: دجهاد اوجنګ په احکامو ورته عمل کول سخت دی، همدا کیفیت دمالي او اقتصادي احکامو په باره کې هم شته دی، نود دې تیروتنې اوغلط فهمۍ تردید او داړو نده خلکو ذهن سازي ضرور ده، څو داونشي ترهغه وخته د مغرب د مستعمرانه استحصالي او ظالمانه نظام نه نجات مندل ممکن ندی، په نړۍ کې چې نن کوم نظام رایج دی هغه د مغربي مستعمرانه او استحصالي نظام باقیات دي او هم هغه نتایج یې راوزي کوم چې دوه سوه مخکې وو.
دعلماوو او کارپوهانو په نظر:د اسلامي مالي نظام د نفا ذ لپاره چې د کومو معاملاتو خصوصي مطالعه پکار ده، یا دکومو په فني تدوین او علمي تشکیل چې علماء ټینګار لري، هغو کې ترټولو اهمه مسئله د «بانکدارۍ او تکافل ده» چې د دواړو په اړه خاص علمي کارهم شوی دی، لیکن په هغو موضوعاتو تراوسه کار پاتي دی، لکه« د سود پرته معاشي نظام په اړه تجربه، ناقدانه علمي مطالعه،مضاربه باندې دعمل کولو کیفیت،د زکات او اوقافو داقتصادي اهمیت تجربه او مطالعه» شوه چې تراوسه ورباندې په هغسې فني انداز کار ندی شوی کوم چې په نوي دور کې د ادارو د فعالیت اومؤثریت لپاره ضروري دی، اګرکه داسلامي معاشي نظام د تشکیل او تدوین په باب کار له تیرو سل کلو ر اهیسې دوام لري او پکې دپام وړ پرمختګ هم راغلی دی خوبیا هم ډیر څه نور کول پاته دي، او کوم څه نورکول چې پاته دي هغه ډیراسان هم ندي،کاریې ډیر مشکل اوستونزمن دی، چې په بصیرت سره اجتماعي زیار غواړي.
د مغرب اقتصادي نظام د څوسوه کاله پرلپسې علمي اوفکري کوښښونو زیږنده دی، په کوم کې چې دامریکا او اروپا د ډیرو لویو،لویو واکمنو پر ګډون سربیره دلویو، لویو پوهنتونو اوعلمي او تحقیقي ادارو برخه اخیستې ، په زرګونو بلکې په لکونو اقتصادي ادارو چې کومې تجربې په تیرو څلور سوه کلونو کې کړې وې، دهغو ټولو د ژورې فني مطالعې وروسته یې د هغو نه نتایج مستنبط کړل،هغه یې مرتب کړل، بیا یې هغه (نتایج) د دوهم ځل لپاره په علمي تجرباتو باندې منطبق کړل، د دغسې پرلپسې هڅو اوزیار په نتیجه کې نوی مغربي معشیت مرتب شو.
هر چې اسلامي معیشت دی پکې په یو وخت سره دوه اړخونه شتون لري، ترکومه ځایه چې نظریاتي او معیاراتي اړخ پورې اړه لري هغه متفق علیه دی، طی کړای شوی دی، په قران کریم او سنت کې او د اسلامي فقهاوو په پراخو علمي څيړنو کې هغه بشپړ شتون لري خو ترکومه ځایه چې دهغه د عملی اوتجربوي نتیجو تعلق دی دهغو لپاره داوسني دور تجربوي قواعد و استدلال، د ننیو اسالیبو او وسائلو دغوره کولو اړتیا ده او دا هغه مهال کیدای شي چې کله دغه تجربوي تحقیق د اوقافو په باره کې هم وکړای شي او د حج پشان د ډ یرمهم فرض اداء کولو په اړه هم، لکه د ملیزیا د«تبونګ حاجي» په نوم مشهوره اداره چې ورباندې یوڅه کار شوی دی او هلته یې یوڅه مثبت نتایج هم ښکاره شوي دي، اوس دهغو نه نورو اسلامي هیوادونوته ګټه پورته کول پکاردي، دا چې نور هیوادونه په څه ډول خپل نظام تشکیلولی شي؟ دا هغه معاملات دي چې دخالصو تجربوي حقایقو او معلوماتو سره تعلق لري.
او دا کار هغه مهال کیدای شي چې کله داسې «اهل علم» موجود وي، چې هغوی د دې ټول کار کولو لپاره علمي او تجربوي اهلیت ولري یعنې څو چې داسې خلک موجود شوي نه وي چې هغوی داسلامي فقهې په ذخایرو باندې د مجتهدانه بصیرت لرلو ترڅنګ د مغرب معاشي نظام په ناقدانه توګه واقف نه وي، ترهغه پورې به داټول کار د تکمیل لپاره منتظرپاته وي.
دځینو علماوو په اند: اوس مهال اسلامي نړۍ د یوې اضطراري دورې یا حالت نه تیریږي. په دې حالت کې ځیني داسې کارونه هم برداشتولی شي کوم چې په ظاهره حیله معلومیږي. زکه دهغو نه پرته وړاندې پرمختګ ناشونی وي، په دې مرحله کې به یوشمیر داسې طریقې هم زغملی شي چې فی الحال دهغو په اړه اسلامي متبادل شتون ونلري او نه به د هغونه د سوداګرو اومعاشي چارو تنظیموونکو لپاره صرف نظر کیدل شونې وي،لکه نن سبا ترډیره تجارت دنامسلمانو په کنترول کې دی، د هغوی ګڼ معاملات دشریعت سره سمون نلري، او د ګڼ شمیر اسلامي هیوادونو خارجي تجارت هم د نامسلمانو سره روان دی، په دې لړکې داسپیناوی هم اړین دی، چې نړیوال تجارت کې د مسلمانانو برخه یواځي ۸ سلنه ده هغه هم هغه چې د اسلامي هیوادونو ترمنځ دی او ۹۲ سلنه هغه دی،کوم چې د اسلامي هیوادونو اوغیر اسلامي هیوادونو ترمنځ دی،ګڼو اسلامي هیوادونو اونورو هیوادونو دهغوی د اثر لاندې نړیوالو مالي ادارونه لوی، لوی پورونه اخیستې دي، او دهغو پورونو په عوض کې یې خپلې ګرانبیه شتمنۍ هغوی سره رهن ایښي دي، د زیاتو اسلامي هیوادونو ګرانبیه شتمنۍ دغیر اسلامی هیوادونوسره رهن کړای شوي دي اوس داهرڅه د قلم په یوجنبش سره منسوخ او لغوه کول اسان ندي، په اسلامي نړۍ کې داسې هیوادونه هم شته دي چې هغوی خپلې ټولې شتمنۍ هم وپلوري بیا به هم بهرني پورونه اداء نکړای شي نو دا علماء په «اضطراري حالت» سره تعبیروي، او د اضطرار احکامو ته په کتو د زغم یا برداشت سپارښتنه کوي.
د اسلامي معاشي نظام په لړکې دا هم ضروري ده چې «فقه مالیات اوفقه معاملات» په نوې بڼه او نوې اندازسره تدریس ته پاملرنه وکړای شي، دا پیل دپوهنتونو او دیني مدارسو دواړوڅخه کیدای شي بلکې په هرهغه تعلیمي مرکزکې یې تدریس پکار دی چیرته چې په یو نه یو اعتبار د فقهې یا معاشیاتوزده کړې کېږي، په خاصه توګه د د یني علومو ادارو او شعبو لپاره داضروري ده چې هغوی د مالیاتو فقې او د معاملاتوفقې په نوي میتود باندې د تدریس لپاره چارې تنظیم کړي،بانګدارۍ، اقتصادیاتو، سوداګرۍ اوپه نورو برخو کې یې هم په نوي عصري میتود د تدریس زمینه برابرول پکاردي، څو دهغو نه فارغیدو نکي ښاغلي! دشریعت نه په پوره توګه اګاه وي او بیا د خپل ماهرانه مسلکي واقفیت د شریعت احکامو سره هم آهنګ کړای شي.
دعلماوو په اند: داضروري نده چې د اسلام معاشي نظام د نفاذ لپاره چې کومه خاکه یا نقشه په سعودي عربستان کې جوړه کړای شي، هغه دي د خپلو ټولو تفصیلاتو او جزیاتو سره افغانستان ته هم راوړای شي یواځي په کلیاتو او اساساتوکې اتفاق ضروري دی په تفصیلاتو کې اتفاق ته اړتیا نشته.
بل د یو اسلامي هیواد لپاره د اقتصادي او معاشي لومړیتوبونو تعین هم ضروري دی، زکه چې کله معاشي یا اقتصادي اولیات تعین او په ګوته کړای شي بیا هغوته په کتو سره د «سود اسلامي متبادلات او متقاربات تیارول به نسبتاً اسان کاروي» دبهرنیو هیوادونو څخه ازادي ترلاسه کول نه یواځي ضروري ده، بلکې د« خود کفالتي» لاسته راوړل د معاشي خپلواکۍ لپاره اساس دی، هرکله چې « دخود کفالتۍ» ترلاسه کول د پالیسۍ په توګه تعین نکړای شي ترهغه پورې دا هدف ترلاسه کیدای نشي.
داسلامي هیوادونو ترمنځ د خپلمنځي سوداګرۍ زیاتول هم د اسلامي اقتصادیاتو سره ژورتعلق لري، که هغه اسلامي هیوادونه چې هغوی د اسلامي معشیت په لړ کې پرمختیاوې کوې یایې کول غواړي یا یې د کولو علمبرداران وي، که د هغوی ترمنځ خپلمنځي تجارت دومره زیات اوپراخ کړای شي چې هغوی د یو بل داړتیاوو تکمیل وکړای شي نو په دې سره به اسلامي وحدت ته هم زیاته فایده ورسي او هم به د اسلامي اقتصاد په برخه کې ښه پرمختګ راشي او هم به د یوبل د تجربوڅخه استفاده کول اسان شي
اوس داچې د اسلامي اقتصاد او سوداګرۍ د ودې معیارونه څه دي؟ نښې یې څه دي؟ د دې فن دماهرینو علماوو په نظر هغه دا لاندې څو اموردي دي:
۱ـ د دولت پراخ ویش ۲ـ کوچني او کورني صنعتونه تقویه کول
۳ـ دمشارکه او مضاربه اویا دهغوی په تصویرباندې دنویو جوړشویو طریقو دود ولو ته پاملرنه!
۴ـ سوداګرۍ ته پراختیا ورکول
۵ـ په صنعتي ترقۍ کې ښکاره زیاتوالی او پرلپسې زیاتوالی.
۶ـ دټولنې نادارو طبقوته داستفادي چانسونه زیات برابرول
۷ـ دسودي معیشت مخنیوی کول
۸ـ په اسلامي معیشت کې دلګول شوې پانګې زیاتوالي ته پاملرنه
۹ـ په ارتکاز کې کمی راوستل
نوربیا

Related posts