دسمبر 01, 2020

کابل کې څه تیریږي؟

کابل کې څه تیریږي؟

جاوید علي خېل:
د شپې شاوخوا یوه بجه وه چې زموږ د سپرلۍ بس له کندهاره کابل ته ورسید، ما غوښتل د کابل ختیځ اړخ بت خاک سیمې ته ځان ورسوم. دوه کسان نور هم وو چې همدې خوا ته تلل. په ګډه مو یو ټکسي کرایه کړ. کله چې له چمن حضوري تېر شو او د کارته نو په سرک برابر شوو، له څه مزله وروسته له عمرخېل پمپ سره هغه دوه نور کسان ښکته شول. چې لږ مخکې لاړو ګورو چې د سرک له چپ اړخ څخه یو سپین ږیری په سرتور سر او شکیدلي ګریوان په ډیر وارخطا حال کې زموږ اړخ ته راواواښت چې ورسره دوه زلمکیان هم وو. سپین ږیري په ډيره وارخطایي غږ وکړ استاذه موټر ودروه چې ویې شکولو هغه دی موټر یې رانه بوت. . . استاد چې دا خبره واوریده، د دې په ځای چې موټر ودروي وارخطایي یې نوره هم زیاته شوه او موټر ته یې بل ګیر وربدل کړ او سرعت یې توند کړی. لږ مخکې مو لیدل چې یوه نوی ټوډي موټر چې په دوهزار سره یادیږي د عمومي سرک له څنګ سره په فرعي سرک په ډير سرعت روان دی او هیڅ جمپ نه نیسي. استاد وویل دغه موټر دی چې داسې تیز یې روان کړی دی. موټر لږ وړاندې یوې تنګې کوڅې ته ننوت او زموږ له سترګو غیب شو.
موږ بتخاک چهاراهي ته راورسیدو لږ وروسته هماغه سپین ږیری او نور کسان چې غلو شکولي وو هم راورسیدل، همدلته یې ولاړو پولیسو ته خبر ورکړ چې نوی ټوډي موټر رانه غلو واخیست، پولیسو هم په مخابرو کې پسې غږ کړ، فلانی صیب او فلانی صیب په دې نمبر موټر غلو بیولی دی که په مخه درغی راویې ګرځوئ او بس . . .
دا مې په کابل کې هغه لومړنۍ صحنه و چې ترسره سترګو تېره شوه او دا رامعلومه شوه چې کابل ښار یو ځل بیا د نویمو کلونو د تنظیم بازۍ عصر ته ستون شوی دی. په ښار کې د غلو او شوکمارو ګلې ګرځي. په رڼا ورځ له خلکو موټر، مبایل، پیسې او نور قیمتي توکي غلا کوي.
دا چې دې ورځو کې د سولې خبرې ګرمې دي، ما فکر کاوه چې د نورو ځایونو غوندې به په کابل کې هم د سولې موضوع د هر مجلس نقل وي، خو برعکس هلته مې ولیدل چې په هر مجلس کې خلک د غلو او لوټمارانو په اړه غږیدل. که به په حجره یا مجلس کې ناست وې، که به دوکان یا مسجد کې وې او که به له ټکسيوان یا رکشه وان سره غږېدې ټولو خلکو له ناامنۍ، غلا، اختطاف او لوټمارۍ شکایت کاوه.
د غلا او لوټماریو په باره کې خلکو داسې عجیبې او غریبې کیسې بیانولې چې په آسانه زړه ته نه لویدې مګر واقعیت یې درلود. مثلا د کابل ښار په ځینو سیمو له ډیرو کورونو څخه د کرینک په واسطه موټر پورته کړای شوي او سلامت وړل شوي دي. د احمد شاه بابا مینې داود خان چاراهي ته نږدې په داسې حال کې چې پولیس دیرش متره لرې ولاړ ول څو تنه غله یوه سوپر مارکیټ ته ورننوتل، یوه غله له پولیسو سره د ډزو تبادله شروع کړه، په دې ډول یې د پولیسو د سترګو په وړاندې له دوکان څخه دیارلس لکه افغانۍ لوټ کړې.
خلکو د غلا او لوټماریو د زیادت ډیر وجوهات بیانول. عمومي رایه دا وه چې تېر کال د کرونا مرض د خپریدو په وخت د اشرف غني لخوا زرګونه هغه لوټماران او غله چې په زندانونو کې وو، پرته له پلټنې آزاد کړای شول. دغه لوټماران چې اکثر یې د کابل ښار اوسیدونکي وو له راخلاصیدو وروسته یې یو ځل بیا لوټماریو ته مخه کړې نو ځکه یې په ښاریانو د ژوند چاپیریال تنګ کړی دی.
ډیرو خلکو دا هم ویل چې غله ځکه دومره سورسترګي او زړور دي چې تر شا یې د چارواکو ملاتړ موجود دی. یوچا داسې کیسه بیان کړه چې د کابل ښار په قلعه شانان سیمه کې یوه سړي کور خرڅ کړی و، خو لا یې پیسې نه وې اخیستې چې د شپې غله ورغلي وو. غلو ورته ویلي وو چې هله د کور د خرڅلاو پیسې را وباسه، ده ورته ویلي و چې تر اوسه مې پیسې نه دي اخیستي سبا یې راکوي. غله چې کله پوهیدلي وو چې له سړي سره پیسې نشته نو یې سړي ته ویلي وو چې ښه له موږ سره حوزې ته لاړ شه او د حوزې مشر ته همدا خبره وکړه چې ما تر اوسه پیسې نه دي ترلاسه کړي. ځکه د حوزې مشر بیا موږ ته وایي چې ټولې پیسې تاسوځان ته وهلي دي او دروغ وایاست. له دې او دې ته ورته کیسو څخه معلومیږي چې چارواکي په خاص ډول پولیس هم له غلو سره شریکان دي.
په همدې ورځو کې د کابل ښار په ځینو سیمو کې داسې ورقې خپرې شوې وې چې په کې د اسلامي امارت مجاهدینو د کابل شوکمارانو ته اخطار ورکړی و، چې که له لوټمارۍ لاس وانخلي انجام به یې ښه نه وي. د مجاهدینو دې کار خلکو ته یو امید ورکړی و، ځکه له حکومتي چارواکو خو تر وروستۍ کچې مایوس وو. د مجاهدینو له دې اخطار وروسته د ارګ چارواکو ته هم غیرت وروړاندې شو، اشرف غني خپل مرستیال امر الله صالح د کابل د امنیت مسؤل وټاکه په داسې حال کې چې د کابل ښار اکثر لوټماران د هغې ډلې لنډه غر دي چې امر الله صالح یې هم د غړیتوب ویاړ لري.
په کابل کې لوټ تالان روان ناورین که له یوې خوا د خلکو سر او مال ته لوی خطر دی، بل اړخ ته یې دا ویره هم رامنځته کړې چې د غلا او شوکمارۍ دومره ډیرښت ښایي په نهایه کې د دغه جرم جرمي اړخ هم اغیزمن کړي او وروسته به د رشوت غوندې د یوه عادي کار بڼه خپله کړي چې بیا به نه څوک ورباندې شرمیږي او نه به د ویرې احساس کوي.

Related posts