دسمبر 01, 2020

په جینوا کې د افغان ولس لپاره د کېدونکو مرستو په اړه د افغانستان د اسلامي امارت اعلامیه

په جینوا کې د افغان ولس لپاره د کېدونکو مرستو په اړه د افغانستان د اسلامي امارت اعلامیه

ټاکل شوې ده چې د ۲۰۲۰ کال /۱۱/ ۲۳-۲۴ نېټه په جينوا کې له افغانستان سره د بشرې مرستو په اړه نړيوال کنفرانس جوړ شي.
افغان مظلوم ولس په اوسني وخت کې له بل هر چا څخه زیات مرستو ته اړتیا لري، اسلامي امارت د خپل ولس د ارامتيا لپاره تل هڅې کړې او په همدې موخه يې د نړيوالو بې غرضه مرستو غوښتنه او هر کلی کړی او کوي يې.
مستحقينو ته په رسولو کې يې هم لازمه مرسته او همکاري کړې، خوکه چېرې مرستې د ولس او هېواد په نامه راټولېږي او بیا مستحقینو ته نه رسيږي؛ بلکې د کابل ادارې د خاصو اشخاصو جیبونو ته لوېږي، لکه په تېرو دوو لسیزو کې چې متاسفانه همداسې شوي، او لا هم جریان لري، په دې هکله نړیوالو معتبرو سازمانونو هم وخت په وخت څېړنې کړي او راپورونه یې خپاره کړي دي.
په یاد صورت کې ( چې مرستې د ولس په نامه راټولېږي او مستحقینو ته نه رسېږي) اسلامي امارت يې نه غوښتنه کوي او نه هم ملاتړ.
لهذا موږ د نړۍ له هېوادونو او نړیوالو سازمانونو څخه غواړو چې د ولس په نامه راټولېدونکې مرستې باید ولس ته ورسېږي.
د دې لپاره چې دغه ډول مرستې په شفافه او عادلانه توګه ولس او مستحقینو ته ورسي، ښه لاره یې دا ده چې نړیوال مؤسسات له اسلامي امارت سره په همغږۍ دا ډول مرستې وویشي.
په دې اړه اسلامي امارت هرې همکارۍ ته تیار دی، دا خپل مسئولیت ګڼي او خپل دغه موقف یې وخت په وخت له ځینو مرستندویه هېوادونو او نړیوالو سازمانونو سره شریک کړی هم دی.
په پای کې اسلامي امارت له ټولو هغو هېوادونو، ولسونو، سازمانونو او اشخاصو څخه مننه کوي او د مرستو قدر یې کوي چې زموږ له ځورېدلي ولس سره یې مرستې کړي او په سختو شرایطو کې لاس نیوی کوي.
د افغانستان اسلامي امارت
۳/۴/۱۴۴۲هـ ق
۲۸/۸/۱۳۹۹هـ ش ــ 2020/11/18م

Related posts