دسمبر 01, 2020

داسلا مي شریعت پیژندګلوې او دهغه ځانګړتیاوې!

داسلا مي شریعت پیژندګلوې او دهغه ځانګړتیاوې!

 رحیمي:
له هغه راهیسې چې بین الافغاني مذاکرات جریان لري، په مختلفو رسنیوکې داسلامي شریعت، اسلامي نظام او د قران و سنت په باب بېلا بېلې تجزیې، تبصرې اولیکنې مخ ته راځي، په هغو کې دځینو ښاغلو دناسمو بر داشتونو او خطا انګیرنو په لیدو سره محسوس شوه چې هغوی د عارفانه تجاهل نه په کار اخیستو سره قصدا هڅه کړې ده چې د اسلامي شریعت او د دین د اصلي روح په اړه ناسم معلومات او تراشلي تعبیرات خپاره کړي او بل د ځینو نورو ښاغلو د معلوماتو او مطالعاتو سطحه بیا دومره محدوده او تنګه بریښې چې دهغوی دانګیرنو اوبرداشتونو په لوستلو سره داسلامي شریعت په اړه یو محدود تصور او مخصوص ذهنیت جوړیږي یعنې د هغوی په اندو نوکې شریعت دیوې حقوقې، قانونې ضابطې یا وثیقې نه ها خوا حیثیت نلري…
بیشکه! داسلامي شریعت په اساسي مضامینو او مباحثو کې دقانون مضمون یا مبحث خورا لوی اهمیت لري، زکه په اسلامي شریعت باندې عمل او د هغه سره سم د ژوند او ټولنې د تعمیر و تشکیل اساس قانون یا نظام دی، کوم چې اسلامي فقهاوو د قران وسنت په رڼا کې مرتب کړی دی، نو په دې وجه اسلامي نظام کې فقه او قانون انتهائي اهمیت لرونکي دي.
او دا هم ښکاره ده چې په اسلامي قانون باندې عمل کول د روحاني، اخلاقي او دیني پاکیزه ګۍ ترټولو لوی مظهر او ضامن دی.
خو دفقې او قانون د دومره اهمیت باوجود اسلامي شریعت یواځي دقانون څخه عبارت ندی؛ بلکې شریعت د ژواندانه لپاره پراخ نظام دی، د ژوند کولو یوه ښه نمونه دی، د ژوند تیرولو یو داسې اسلوب دی چې د مسلمانانو انفرادي، کورني، اجتماعي، نړیوال او اخلاقي ژوند ته يې نوی جهت بښلی دی، دخدای بښلي محقق او فاضل عالم علامه دوکتور محمود احمدغازي رحمه الله په وینا: شریعت هغه تخم دی چې ترې یو لوی او ښکلی ګلبڼ زرغون شوی دی، له هغه ښکلی ګلبڼ څخه د بشري ورور ولۍ هر وګړی مستفید ګرځېدای شي، دکوم په “برګ و بار” چې دبشري ژوند ټولو اړخونه “مستنیر” شوي دي او همدې ګلبڼ مسلمانانو ته د حقوقي او قانوني نظام لپاره تخم ورکړی دی او داجتماعي،سیاسي اوکلتوري ژوند لپاره یې هم ورکړی دی؛ دهرې، هرې څانګې او برخې لپاره یې نوي، نوي ګلونه ورکړي دي،د نويو، نويو جهتونو او موسمونو پیرزوینه یې پرې کړې ده، په دې وجه اړتیا محسوسیده چې د حقوقي او قانوني اړخ ترڅنګ د اسلامي شریعت د هغو نورو اړخونو د روښانه کولو په عنوان څو توري ولیکو، کوم چې دعامو خلکو له نظرونو څخه پټ پاته دي:
شریعت هغه لفظ دی چې په اړه یې په مشرق ومغرب دواړو کې ځیني نیمکړتیاوې شتون لري، مغربیان دشریعت نه مراد یواځي هغه سزاګانې اخلي کومې چې د ځینو اسلامي هیوادونو دقوانینو برخه دي.
دبې دینه خلکو په اند شریعت نه مراد یو له کاره لویدلی دقیانوسي نظام دی، دهغوی په وینا: سخت دریځه خلک هغه په نوي دور کې مسلط کول غواړي، د حقوقو اوقضائي چارو سره تړليو خلکو په اند شریعت نه مراد هغه څو قوانین دي چې د مسلمانانو تر شخصي معاملاتو [لکه او قاف، نکاح او طلاق] پورې اړه لري، تردې چې ځیني دیني او علمي مزاج لرونکي یو شمیر علماء هم د شریعت په باره کې محدود اند ونه یا نظریات لري، لکه: کومه خولۍ شرعي ده کومه نده؟کوم څادر شرعي دی کوم ندی؟پرتوګ اغوستل شرعي لباس دی که غیرشرعي؟ حال داچې شریعت کې د هیڅ خولۍ او پر توګ تفصیل شتون نلري، درسول الله صلی الله علیه وسلم زمانه کې په عامه توګه د پرتوګ پر ځای لنګ تړل دود و او پخپله رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه وو رضی الله عنهم هم لنګونه تاړل!
ددې مثالو نو د راړو موخه داده چې په مختلفو طبقو کې دځینو مواردو اوبرخو په اړه انګیرنې او اندونه دیوبل سره ویشلي دي، دځینو صوفیانو په حلقه کې شریعت نه مراد دا ګڼل کېږي چې ګواګې هغه دطریقت سره ټکر لري، یعنې شریعت او طریقت ته د متحاربو او متعارضو دوه څېزونو په سترګه ګوري او دځینو ناپوهه صوفیانو په نزد خو چې هرڅوک دطریقت علمبردار وي هغه به ځان دشریعت نه لري ساتي او هرڅوک چې دشریعت عالم وي هغه به دطریقت سره سرو کار نلري.
ددې مثالو نو د راوړو غرض دادی چې د شریعت په باره کې دغه ډول ځینې تیروتنې نن ندې پیدا بلکې څو سوه کاله پخوانۍ سابقه لري، په دې وجه داخبره روښانه کول ضروري او ډیر اهمیت لري چې موږ باید تر هرڅه وړاندې دشریعت هغه اصطلاح چې په قرآنِ پاک کې راغلې، احادیثو کې راغلې، او په کومه چې اسلامي فقهاوو موږ ته دتحقیقاتو اوڅيړنو دفترونه پرې ایښې دي وڅیړو! چې مراد یې څه دی؟
دشریعت لغوي معنی ده: هغه لار چې داوبو تر زیرمې یا چینې رسیدلې وې؛ عربي کې ورته «شرع الوارد» ویل کېږي، یعنې داوبو را ویستلو لپاره سیند، کوهي، یا چینې ته یوڅه ور غور ځول او اوبه ترې راویستل، د دې عمل لپاره د«شرع یشرع» لفظ کارول کیده،هغه خلک چې له عربې ژبې واقف دي، هغوی ته اندازه شته چې د عربي دیو، یو لفظ نه لکه دیو ې دانې پشان زرګونه نور الفاظ و ځي، لکه یوه ونه د یوه زړي څخه زرغونه شي، زرګونه پاڼې ونیسې، ګڼ ښاخونه او برګ وبار پیدا کړي، دشرع ،یشرع د دې مادې نه «شریعه» لفظ وتلی دی، کوم چې د دوه معانیو لپاره استعمالیږي، یوه هغه ښکاره اوصفا لار کومه چې داوبو تر زیرمې او مخزن پورې رسيدلې وې، پخوانۍ زمانه کې په کلیو او اطرافو کې بالعموم او په عربو کې بالخصوص هرځای اوبه نه وې، اوبه به یا دکلي نه بیرون په کوم ډنډ ،چینه یا رود کې وې، ترهغه ځایه پورې د تګ راتګ لپاره به یوه ځآنګړې لار تللې وه، چې هغه به هم صفا وه، پراخه، نیغه او اسانه به هم وه،دهغه لارې لپاره عربي کې دشریعت لفظ استعمال دود و، همدیته په کتو د پخوانۍ جغرافیې په کتابونو کې د:شریعه الفرات،شریعه النیل، شریعه دجله اصطلاحات استعمال شوي دي، نو هغو ځایونو او هغه سیموته چې پرې لوی لوی سیدونه تیریږي شریعت ویل کیده.
وس داوبو او د شریعت په اصطلاحي مفهوم کې چې کوم ربط دی ، هغه هم خورا جالب دی، عظیم الشان قرآن کې شریعت هغه لارې ته ویل شوي دي کومه چې د الله تعالی د هغه هدایت سره برابره وې، کومه چې الله تعالی او د هغه رسول دانسانانو لپاره غوره کړې ده، په کومه کې چې دانسانانو د انفرادي او اجتماعي ژوند د ټولو برخو په اړه لارښوونې شته، د هغو لارښوو نو مجموعې ته داسلام په اصطلاح کې شریعت ویل شوي او س که د دواړو ترمنځ د شته ربط په معنویت غور و شي نو کومه نکته چې بیرون راوزي هغه ډیره په زړه پورې ده:
عظیم الشان قرآن کې راغلي دي« وجعلنا من الماء کل شئ حی» موږ هر ژوندی څیز له اوبو پیدا کړی دی، ګواکې اوبه دانسان دمادي ژوند مأخذ او مصدر دی او هغه لار چې تر اوبو پورې تللې ورته شریعت ویل کېږي ،په لغوي مفهوم کې د ژوند دمآ خذ او مصدر پورې رسیدلې لارې ته شریعت وايي، په عظیم الشان قرآن کې بل ځای راغلي دي: وان الدار الآ خرة لهی الحیوان ( داخرت ژوند په حقیقت کې اصل ژوند دی [العنکبوت۶۴:۲۹مخ]اوس په اصطلاحي مفهوم کې هغه لارې ته چې اخروي ژوند ته ر سي شریعت ویل کېږي دا د دې دواړو ترمنځ باریک ربط او معنویت دی او دا د دواړو د استعمالاتو څخه ښکاره کېږي.
عظیم الشان قران داسپیناوی هم کړی دی چې هرصاحبِ کتاب پیغمبر خپلو خلکو او مخاطبینوته شریعت بښلی ، حضرت موسی علیه السلام، حضرت ابراهیم علیه السلام حضرت اسماعیل علیه السلام ټول صاحبِ شریعت پیغمبران وو، اوټولو خپلو، خپلو قومونوته نوي نوي شریعتونه راوړي ، چې د هغو لنډیز په عظیم الشان قرآن کې هم شتون لري.
د[شریعت] په لفظ علاوه عظیم الشان قرآن کې چې کومه دوهمه اصطلاح مندل کېږي هغه« منهاج» دی،« لکل جعلنا منکم شرعة ومنهاجا»[المائده۴۸:۴] منهاج په لفظي ترجمه کې مفسرینو چې کوم څه لیکلي له هغو نه دا اندازه کېږي چې د دې ایت په سیاق و سباق کې «منهاج» نه مراد هغه کاري طریقه ده کومې سره سم چې د شریعت پر لار سفر کیدای شي، کومه چې په شریعت باندې دتلو عمل اسانوي، په شریعت باندې عمل کولوکې چې کومه کاري طریقه اساني راولي هغه د عظیم الشان قرآن په اصطلاح منهاج ده.
ځینو اسلامي ایمه وو دشریعت یو تعریف دا هم کړی دی چې “شریعت نه مراد هغه تعلیم دی چې دالله تعالی دکوم رسول لخوا نه خپلو پیروانو ته ورکول شوی” یعنې دیو نبي یا یو رسول مکملې تعلیمي مجموعې ته شریعت ته ویل کېږي، نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم بشپړ تعلیم ته شریعت ویل کېږي، کوم چې موږ ته په دوه صورتو نو سره را رسیدلی دی قرآن پاک یعنې دالله تعالی کتاب، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم طرزالعمل او اسوه حسنه، په کومه کې چې دا ښودل شوي دي چې دالله تعالی په کتاب باندې عمل څنګه کیدای شي؟
دشریعت د دې مفهوم له مخې: که دعظیم الشان قرآن او سنت احکام وکتل شي معلومیږي چې هغه کې درې ډوله لارښوونې او اساسي عناصر مندل کېږي،په بل تعبیر د دې ټول تعلیم اساسي عناصر یا مهم موضوعات درې دي:یو لوی عنصر هغه دی کوم چې دانسان مزاج او دهغه احساسات یا جذبات منظموي، دوهم هغه دی چې دانسان افکار او عقاید منظموي او په دې دنیا کې دانسان د مقام و مرتبې په اړه د انسانانو ذهنونو کې پیدا کېدونکي سوالانه ځوابوي او د شریعت دریمه برخه دانسان له ظاهري ژوند، او دانسان داعمالو او جوارحو څخه بحث کوي.
عظیم الشان قرآن اول نه تراخره ولولئ! او دیو، یو ایت په مفهوم غور وکړئ! نو ښکاره به شي چې هرایت د دغه درې عنصرونو سره بالواسطه اویا بلا واسطه تعلق لري، کوم چې هر لوستونکی په سملاسي ډول محسوسولی شي، هرایت به یا دکومې انساني عقیدې اصلاح کوي، یا به دکومې عقیدې وضاحت کوي، یا به دکوم داسې شخصیت د طرز العمل ښودنه کوي چې هغه د انسانانو د عقایدو په اصلاح کې غوره کړی وي او یا به دکوم داسې اعتراض جواب ورکوي کوم چې په ماضي کې په کومه اسلامي عقیده باندې شوی وي
ځیني ایاتونه هغه دي کوم چې دانسان داحساساتو،جذباتو او عواطفو سره تعلق لري، چې دانسان دننه د ښو کړنو رغبت څنګه پیداشي؟ اخلاقي اصلاحات پکې څنګه راشي؟ داخلاقي ارزښتونو څخه انحراف څنګه کېږي، انحراف چې پیداشي مخنیوی به یې څنګه کېږي؟دا ټول څېزونه دي چې بلواسطه یا بلا واسطه دانسان داحساساتو، جذباتو او عواطفو سره تعلق لري.
دشریعت دوه برخې ډیر اهمیت لري او دهغو دواړو اهمیت پخپل ځای دی، داساسي اهمیت نه یې انکار نشي کیدای خو په لږ غور کولو اندازه کيدای شي چې دغه دواړه برخې په اصل کې د درېیمې برخې دتیاري او او تربیت لپاره دي، د انسانانو جذبات،احساسات،عقاید او افکار منظم او منضبط وي، نو د هغه په نتیجه کې دانسان ظاهري ژوند منظم و منضبط کیدای شي اوښکاره ده چې دظاهري ژوند په تنظیم و ضبط باندې د اخروي ژوند دکامیابۍ دارو مدار دی، اخروي ژوند داوسني ژوند یو څرک، د هغه انعکاس او یوه نمونه به وي، که اوسنی ژوند ظاهري جوارح او اعمال دانسان کړه وړه، ناسته ولاړه او معاملات داسلامي شریعت سره سم منظم او منضبط وو، نو داخرت په ژوند کې به یې رنګ ښکاره کېږي او د ظا هري ژوند دا اړخ هغه مهال منظم و منضبط کیدای شي کله چې د انسان اخلاق او احساسات سره متواز ن وي او د هغه په کنترول او کابو کې وې، او د انسان افکار او خیالات منظم و منضبط وي
دهمدې لاملونو په وجه دشریعت دا درېواړه عناصراهمیت لري، پکې وروستی یعنې داعمالُ او جوارح سره تعلق کوم چې ظاهري ژوند منظم او منضبط کوي هغه دادی لکه په عام عرف کې یا نوې محاوره کې اسلامي قانون ویل کېږي داچې دا د شریعت ډیر اهمه برخه ده په دې وجه دانساني ژوند په اعمالو کې ترټولو زیات اهمیت هم ورته په برخه دی، په دې وجه دشریعت د اصطلاح اطلاق پرې هم کېږي، عربي ژبه کې «بلاغت» یوه اصطلاح ده « تسمیة الکل باسم الجز» دیو کل نوم د هغه جز ته په کتو ایښودل؛ پخوانۍ زمانه کې د هیوادونو نومونه د پلازمینو په نومونو ایښودل دود و، یا به دپلازمینې نوم د هیواد لپاره نوم بلل کیده، لکه شام کې د دمشق ښار نه باندې چې سړی ووزي، نو هلته ټیکسې موټر چلونکي «دمشق» ته شام وايي، یا لکه دمصر هرښار نه چې قاهرې ته سړی درومي، موټرچلونکي یې دقاهري پرځای مصر بولي نو داتسمیة الکل باسم الجز ده په ورته توګه دجز نوم دکل لپاره هم اخیستل کیدای شي
داچې د شریعت یو اړخ یعنې ظاهري اعمالو و جوارحو په برخه کې دلاښوونو په اړه دی ، دایو محض مجازي تعبیر دی، خو پخپله د انسان د ظاهري اعمالو او جوارحو سره تعلق لري، په دې لړکې هم دوه ډوله معاملات راځي کوم چې شریعت منظم کوي یوه ډول معامله هغه ده چې په محاکمو او دولتي ارګانو کې پرې بحثونه کېږي، قانون پلي کوونکې ادارې یې په اړه دلچسپي لري،چې ترې په سرغړونه کولو سره محاکم سر غړو نکوته سزاګانې ورکوي دا معاملات دقانون او حکومتونو په نظر هم واجب التعمیل دي اوبل اړخ دشریعت هغه دی چې په هغو باندې عمل کول انسان خپله دظاهري اعمالو په زریعه کوي او ورباندې په عمل کولو کې ذموارې دانساني جوارحو ده، او جوارح یا اعضاء مکلف دي، خو محاکم او حکومتي ادارې مخامخ دهغو په نفاذ ماموره ندې، دمثال په ډول : شریعت حکم ورکړی دی کوم سړی چې په الله او داخرت په ورځ ایمان لري هغه دي دخپل میلمه تکریم وکړي، اوس دمیلمه تکریم یو ظاهري عمل دی، کوم چې انسان پخپلو اعضاوو او جوارحو سره سرته رسوي خو که زید دعمر کورته لاړشي او عمر یې تکریم ونکړي؛ نو ایا زید په محکمه کې پرعمر عریضه کولی شي؟ نه! که زید د حضرت عمر رضی الله عنه محکمې ته ورشي اوشکایت وکړي نو شاید هغه یې دشکایت له اوریدو هم ډ ډه وکړي، خو د دې باوجود دشریعت حکم دی؛ د دې باوجود چې د شریعت له ظاهري اعمالو سره تعلق لري، نو د دینه معلومه شوه چې په ظاهري اعمال کې هم دشریعت یوه لویه برخه د دغه ډول معاملاتو په اړه شتون لري،چې په هغو باندې انسان پخپله عمل کوي او انسان دخپل ضمیر سره سم په هغو باندې په عمل مکلف دی، هم دا وجه ده چې په ټولنیزو ادابو، ورځیني ژوند او اجتماعیاتو کې داسي ګڼ اړخونه شته چې هغه مخامخ د شریعت موضوعات کیدای شي؛ خو د محاکمو اوقوانینو په چوکاټ کې نه رازي.
نوربیا

Related posts