دسمبر 01, 2020

د فساد سره مبارزه یوازې د شعار تر حده

د فساد سره مبارزه یوازې د شعار تر حده

د ورځي خبره:

ویل کیږي چې څو ورځې بعد به د سویس په جنیوا ښار کې د افغانستان په اړه یوه نړیواله غونډه دائره شي چې په کې به د کابل له ادارې سره د مرستو د موضوع ترڅنګ د اداري فساد او د مرستو د مصرف اړوند د شفافیت موضوع هم وارزول شي.
د همدې اوازې له رالګېدو سره د ارګ فاسدو چارواکو یو ځل بیا نمایشي عاجلو اقداماتو ته کار ویلی او هڅه کوي چې شفافیت ته د تعهد او له اداري فساد سره د مقابلې نمایش وړاندې کړي. اشرف غني د یوه عاجل فرمان له مخې له اداري فساد سره د مبارزې ځانګړی کمیسیون وټاکه. مرستیال یې امر الله صالح وویل چې د کابل دامنیتي مسؤلیت تر څنګ د اداري فساد سره د مقابلې مسؤلیت هم ورسپارل شوی دی دغه راز نوې کابینې ته نوماندو وزیرانوهم له اداري فساد سره د مقابلې ژمنې بیا بیا تکرار کړې.
خو دا ټول څه په داسې حال کې کیږي چې ولس او نړیوال ټول ویني چې واکمن چارواکي او سیستم یې تر ستوني په فساد کې غرق دی. په تیرو ۱۹ کلونو کې نه یوازې د افغان ولس په نوم راغلې نړیوالې مرستې د چارواکو لخوا لوټ او په شخصي سرمایو تبدیل شوې دي. بلکې د هیواد له داخلي عائداتو څخه هم په پراخه کچه غلا او لوټماري جریان لري.
اشرف غني چې لوی قراردادونه او مهم عائداتي منابع یې ټول په خپل ګورت کې ساتلي، په خپله شاوخوا یې ټول د ځان په څير غرب زده او له بهر څه راغلي دوه تابعیته لوټماران راګرځولي دي. دغه اجنبي چارواکي چې اوس یې افغانان د ټامیانو په نوم پیژني د اشرف غني له خوا هر یوه ته د لسګونو زرو ډالرو په مقدار معاشونه ټاکل شوي دي او په دې ډول د افغانستان د ملي بودیجې لویه برخه چې پخوا به بهرنیو قراردادیانو او مشاورینو د لوړو معاشاتو په نوم له افغانستان څه ایستلې اوس یې د اشرف غني ټامیان خپلو په بهر کې میشتوکورنیو ته لیږي.
داسې ویل کیږي چې د اشرف غني میرمن رولا غنی او وروڼه یې هم د لوړې کچې په فساد او اختلاس کې ککړ دي. له دې علاوه اشرف غني او اختلاسګر ټیم یې کله د کورونا په نوم،کله د ملي دسترخوان په نوم او کله په نورو نومونو په سپینه ورځ غلاوې کوي. حتی یو ځل خو داسې اوازې هم خپرې شوې چې د ملي بانک بریښنا د څو ساعتونو لپاره قطع شوې وه او شاید له نقدي ذخائرو یې په لویه کچه غلا شوې وي.
اشرف غني پوهیږي چې په اداره کې یې اداري فساد او اختلاس داسې کچې ته رسیدلی چې ټوله دنیا ورباندې خبره ده او د انکار وړ نه دی. له همدې امله یې عاجلو اقداماتو ته لاس اچولی دی تر څو که د جنیوا له کانفرانس وړاندې تر یوه حده نړیوالو ته ځان سپین کړي.
خو د تیرو ۱۹ کلونو تجربې ښیي چې د واکمنو چارواکو دا وړ اقدامات یوازې شعاري بڼه لري چې غواړي د هیوادوالو اونړیوالو سترګو ته خاورې ور وشیندي. اداري فساد د اوسنۍ ادارې په رګ رګ کې ریښې ځغلولې دي او تر څو چې دغه اداره له بنسټه تغیر او اصلاح نه شي امکان نه لري چې د دې فاسدو چارواکو په توسط دې افغانستان له دې بدمرغه او بدنامې پدیدې نجات پیدا کړي.

Related posts