دسمبر 01, 2020

د اشغالګرو جرائم د هیریدو نه دي

د اشغالګرو جرائم د هیریدو نه دي

د اونۍ تبصره:

د افغانستان په اشغال کې د یوه برخوال هیواد ( استرالیا) چارواکو رسما اعتراف کړی چې ځواکونو یې په افغانستان کې ګڼ شمیر بې ګناه ولسي وګړي په ظالمانه ډول وژلي، شکنجه کړي او بیلابیل جنګي جرائم ترسره کړي دي. استرالیا هغه هیواد دی چې د افغانستان په اشغال کې یې نسبتا کمه ونډه درلوده، د استرالیا ځواکونو ته د هالنډي ځواکونو سره یو ځای د افغانستان د روزګان ولایت د اشغال مسؤلیت سپارل شوی و. نو بناء ویلی شو چې د استرالیایي ځواکونو د جنایاتو را لوڅېدل د خورا سترو او نه هیریدونکو جنایاتو او مظالمو یوه وړه نمونه ده، د استرالیایي ځواکونو راښکاره شوي جنایات د ۱۹ کلونو په جریان کې د شویو غرونه غرونه جنایاتو او مظالمو هغه وړه څوکه ده چې ترې لاندې اصلي تنه او بدنه یې د سیاسي مصالحو او تبلیغاتو تر دوړو لاندې پټه ساتل کیږي.
عجیه دا ده چې د کابل رژیم د بشري حقوقو کمیسیون هم تر اوسه په دې جنایاتو خوله پټه ساتلې وه، اما کله چې استرالیا په دې جنایاتو اعتراف وکړ د کابل ادارې د بشري حقوقو کمیسیون هم په لومړي ځل د دې موضوع اړوند اعلامیه صادره کړه. له دې څخه معلومیږي چې دغه تش په نامه بشرپالان او د حقوق بشر نور محلي او نړیوال سازمانونه ټول د خپلو تمویلوونکو هیوادونو د لاس آلې دي، د هغوی فرمان او اشارې ته ګوري او تر هغو پورې د هیڅ جنایت د څیړلو او غندلو جرئت نه کوي تر څو یې چې له بالا مقام څخه اجازه نه وي ترلاسه کړې.
ټول پوهیږو چې په افغانستان د غربي اشغالګرو هجوم د خپل ډول تر ټولو ناروا، نامتوازن او ظالمانه یرغل و. د دې یرغل په مهال د نړۍ لسګونو هیوادونو زموږ د ملت وژلو، اسیر کولو او محکومولو ته ایتلاف کړی و. په ولس له هره اړخه د ظلم او وحشت میچنې چلیدلې. بمبارونه، شپني عملیات، د بیلدوزرو په واسطه د کلیو او کښتونو تخریب، د ملکي وګړو بې محاکمې قتل عامونه، تعذیبونه او په زندانونو کې د بندیان تحقیر او تعذیب په داسې حال کې روان وو چې رسنیو یې په اړه هیڅ نه ویل او د ولس په خوله هم لاس ایښودل شوی و.
کله چې یو وحشي او سراېله اشغالګر د هیڅ نوع مسؤلیت، پوښتنې، محاکمې، مجازات او حتی د جنایت د رسنیز انعکاس څخه ویره ونه لري او په وړاندې یې تش لاسي او مظلوم انسانان وي، نو تاسو تصور وکړئ چې دغه وحشي اشغالګر به په خپل ظلم او قساوت کې تر کومه حده ورسیږي.
زموږ په باور په افغانستان کې د اشغالګرو او د هغوی د ګوډاګیانو ۱۹ کلن جنایات او جنګي جرائم یوه داسې بشري موضوع ده چې باید هیڅکله هیره نه شي. زموږ له ولس سره تر دې وړاندې د شوروي اشغال په مهال هم دا جفا وشوه چې د یو نیم میلیون شهیدانو له قاتلانو څخه یې هیچا پوښتنه ونه کړه. دا وړ جفا باید دا ځل تکرار نه شي. د افغانستان د مسئلې د حل یو اړخ دا دی چې دلته عدالت تأمین شي. ظالم او غدار د خپلو اعمالو سزا وویني، تر څو د ولس مظلوم ولس زړونه ټکور او د مجرمینو مجازات د نورو لپاره عبرت شي.

Related posts