دسمبر 01, 2020

د هېواد د دیني مدارسو شپږ میاشتنۍ آزموینې په بریالیتوب سره ترسره شوې (انځوریز)

د هېواد د دیني مدارسو شپږ میاشتنۍ آزموینې په بریالیتوب سره ترسره شوې (انځوریز)

د افغانستان د اسلامي امارت د ښوونې او روزنې او د لوړو زده کړو د کمیسیون د مقرراتو سره سم د هېواد په سویل لوېديځ، شمال ختیځ او مرکزي حوزو اړوند ټولو ولایتونو کې په هم مهاله توګه شپږمیاشتنۍ ازموینې په بریالیتوب سره تر سره شوې.
دغه ازموینې د روان تعلیمي ۱۴۴۲ هـ ق کال د ربیع الاول د میاشتې په ۲۸ مه نېټه چې د ۱۳۹۹ هـ ش د لړم (عقرب) د میاشتې له ۲۴ مې او د۲۰۲۰ میلادي کال د نوامبر د میاشتې له ۱۴ مې نېټې سره سمون خوري، د یادو حوزو په ټولو ولایتونو کې واخیستل شوې.
د ازموینو دغه بهیر چې یوه اونۍ يې دوام وکړ په بشپړ شفافیت سره په تحریري اوتقریري بڼه ترسره شوې چې څارنه یې د پوهنې د مسئولینو او څارونکو له خوا کیدله، د پنجشنې په ورځ پای ته ورسید.
د ازموینې لپاره سوالیه پارچې د مدارسو د استاذانو او علماء کرامو له لوري جوړې شوې وې دوی په خپله په مربوطه هالونو کې پر زده کونکو وېشلې او د مدارسو اړوند مسئولو څارونکو يې څارنه کوله.
یاد کمیسیون نوره هم هڅه کوي او زیار باسي، ترڅو د ټول هېواد د دیني مدرسو لپاره د امتحاناتو بشپړ اهتمام وکړي ترڅو له یوې خوا طالبان پخپلو درسونو کې زیار وباسي او له بلې خوا وړ او لوړاستعدادونه پکې تشخیص شي او هم يې لیک او لوست ته توجه زیاته شي.
د یادونې وړ ده چې په دغو شپږمیاشتنیو ازموینو کې د ټولو درجاتو په لسګونو زرو طالب العلمانو ګډون وکړ.
۳/۴/۱۴۴۲هـ ق
۲۹/۸/۱۳۹۹هـ ش ـــ ۱۹/۱۱/۲۰۲۰ م

Related posts