دسمبر 01, 2020

پوهنتونونو، تحصيلي ادارو او علمي شخصيتونو ته د کابل ادارې لخوا د احتمالي بريدونو د وروستیو خبرداریو په هکله د اسلامي امارت د عالي تحصيلاتو د ادارې اعلامیه

پوهنتونونو، تحصيلي ادارو او علمي شخصيتونو ته د کابل ادارې لخوا د احتمالي بريدونو د وروستیو خبرداریو په هکله د اسلامي امارت د عالي تحصيلاتو د ادارې اعلامیه

په دې وروستیو کې د دین او وطن دښمنانو د خپلو شومو او کرغیړونو پلانونو په لړ کې زمونږ د هېواد هغه ستره پانګه، چې د ديني او عصري علومو له مراکزو او علمي شخصیتونو څخه عبارت ده، د هدفي وژنو او ورانیو هدف وګرځوله. دا چې د سولې د احتمالي څرک له لږېدلو سره دښمن خپلې ګټې په خطر کې ویني، په راتلونکي کې ښايي دښمن تر دې لازیات ناوړه وژونکي او ورانوونکي جرایم پلان او تر سره کړي.
د دې لپاره چې د مجاهدينو په وړاندې د خلکو ذهنیت خراب شي، بدنام او جنايتکار دښمن د ديني او عصري علومو مراکزو او علمي شخصيتونو ته لومړی د خطر خبرداری (اخطار) ورکوي او وروسته ناوړه او وژونکي بريدونه ورباندې ترسره کوي او نسبت یې هم د اسلامي امارت مجاهدينو ته کوي، تر څو د اولس نظر بلې خواته واړوي.
د افغانستان د اسلامي امارت د عالي تحصيلاتو اداره د ټولو تحصيلي مراکزو رئيسانو، استاذانو او نوروعلمي شخصیتونو ته اطمینان ورکوي، چې د اسلامي امارت مجاهدين هېڅ کله دا ډول ناوړه بريدونه نه کوي او نه یې کړي. همدارنګه دې ته پوره تیاری لري، ترڅو د دا ډول کرغېړنو بريدونود مخنیوي لپاره له علمي مراکزو او علمي اشخاصو سره ګډ کار وکړي. په همدې اساس تاسې کولای شئ، چې د ضرورت په وخت کې له موږ سره په لاندې شمیرو او لارو رابطه وکړئ.

موبایل شمېره:  708974086 (0) 0093
وټساپ شمېره:  771940002(0) 0093
اېمل آدرس:highereducation.iea@gmail.com

والسلام
د عالي تحصیلاتو اداره

۳ / ربيع الثاني / ۱۴۴۲ هجري قمري – ۲۹ / لړم / ۱۳۹۹ هجري لمريز

Related posts