دسمبر 01, 2020

 دا په واک کې کابل خو په اسلام  او شریعت وساتئ !!

 دا په واک کې کابل خو په اسلام  او شریعت وساتئ !!

درانی:

الهي قوانین دبشر دخوندیتوب او ټولنې دسالمیت لپاره رانازل شوي، داچې د کائناتو خالق دبشر پالونکی او خالق هم دی همغه ذات دبشري لغزشونو او بې لاریو دمخنیوي په لارو چارو تر بل هر چا ښه پوهیږي اوله شک پرته چې الله پاک په دې هم قادر اوتوانا دی، چې دغه ناوړه اعمال اوجرمونه  په انساني فطرت کې لا خنثی کړي او دېته اړتیا پیدا نه شي چې په انساني ټولنه کې دې د دې چارې لپاره دټولنې یوه لویه کتله پرې مصروفه وي، خو داچې انسان نړۍ ته دالهي عبادت لپاره په ازمایشي دور کې په ژوند مکلف شوی، ځکه یې نو دبامسؤلیته ژوند دترسره کولو لپاره خپل قوانین او اصول هم ورته رالیږلي، چې یواځې او یواځې دهمدې اصولو په مراعت سره بشرکولای شي بریالی ژوند ترسره کړي .

پرته له دې چې دسیاسي لیدلوري له عینکو ورته وګورو، بلکې دورځني ژوند دواقعیتونو له مخې یې وایو چې نن سبا په افغانستان کې په عمومي ډول او په کابل کې په خصوصي ډول زمونږ هر هیوادوال نارینه اوښځینه، دهرې طبقې تحصیل کرده، دولتي اوغیردولتي مؤظفین، غریب او وسي په هیڅ ځای اوهیڅ وخت کې خوندي نه دي، په کوم هراس او وېره کې چې نن مونږ ژوند تېروو په رښتياهم چې ډېر دترحم وړ دی .

که په عمومی ډول دهیوادوالو د ژوند او د ژوند لپاره یې دسیمو انتخاب ته نظر وکړو ډېری هیوادوال مو بېلابېلو سیاسي او نظامي بدلونونو دېته مجبور کړي  چې خپلې سیمې پرېږدي او ښارونو ته لاړ شي په تېره زمونږ مهاجر افغانان به ډېر کم خپلو سیموته تللي وي زیاتره یې لویو ښارونو په ځانګړي ډول کابل ښار ته راغلي، په دې لړ کې دنورو لاملونو ترڅنګ  د شپنیو عملیاتو او بمباریو لامل هم د هېرولو نه دی، همدا سبب دی چې دکابل اونورو لویو ښارونو نفوس یو په دوه ډېر شوی دی .

خو اوس دې حقیقت منلو ته مجبوریږو چې ووایو اطراف اوکلیوالې سیمې دښارونو په نسبت خوندي دي اوهلته دومره وېره اوخطر اوس نه محسوسیږي، شاید ډېر لاملونه ولري، د جنګونو کمی، بمبار، دعملیاتو نه شتون او نورداسې اسباب هم وي، خو دجرمونو، غلاوو، وژنو او اختطافونو دمخنیوي لپاره چې په کومه اندازه انساني تشکیل، حکومتي امتیازونه، اسباب او وسائل په ښارونو کې مهیا دي، اطراف ترې په ډېره اندازه بې برخې دي، ولې له دې سره سره بیا هم په ښارونو کې خوندیتوب نه شته او دبې امنۍ هغه حال دی چې دعیان حاجت یې  بیان ته نه شته .

زه وایم  د دې په ځای چې داسلام اوشریعت  په تحکیم طالبان اومخالفین وننګوئ!  راځئ په داشته کابل کې یې دکابل ښاریانو دخوندیتوب لپاره یوځل عملي کړئ اوپه رښتیني ډول یې عملي کړئ، وبه ګورو چې بیا څوک دغلا، اختطاف، وژنواونورو جرایمو دترسره کولو جرئت کوي ؟ اوکه په حقیقي بڼه خو په ټول هیواد کې عملي شي په رښتیا به بیا مخالفینو ته دجنګ جګړې کوم جواز هم پیدانه  شي، ځکه بار بار یې ویلي او وايي چې زمونږ هدف  هیواد دبهرنیو له شتون نه خلاصول او په ټول هیواد کې اسلامي نظام حاکمول دي .

که داسې نه وي بیا نو د ژبې په سر د دې خبرو له ګردان نه تېر شئ چې ګواکې تاسې خو طالبانو ته قرآن او سنت د خبرو اترو اساس ګرځوئ خو هغوی یې نه مني، راځئ همدا مو دامتحان او صداقت میدان دی له پردیو شعارونو او قوانینو به تېر شو که نور نه وي همدا په اختیا رکې کابل خو په اسلام او شرعي قوانینویوځل مزین کړئ  له غلو، داړه مارانو، اجرتي قاتلینو، غاصبینو، زورواکو، او دشر اوفساد له عاملینو یې خلاص کړئ، یواځې یوځل شرعي حدود نافذ کړئ بیا وګورئ چې دشرعي حدودو نفاذ څنګه د دغو بې امنیو مخه نیسي ؟

او که دې کار ته مو اراده نه وي بیا نو معلومه خبره ده چې له دې خبرې هم محض یو سیاسي استفاده کیږي او شاید چې طالبان مو هم په دې قصد خبر وي ځکه ستاسو ددې خبرو په وړاندې جدي غبرګون هم نه ښيي .

Related posts