دسمبر 01, 2020

له امنیت شورا، د غني سوله ضد غوښتنه…!!

له امنیت شورا، د غني سوله ضد غوښتنه…!!

د ورځي خبره:  

د کابل ادارې د ارګ د برخي مشر اشرفغني د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په یوې ویډیویي وینا کې غوښتنه وکړه چې د اسلامي امارت د مشرانو په رابطه، د تورلیست مسئله دې ختميږي نه، بلکي همدا لګېدلي بندیزونه دې د سولې په پروسه کې د فشار په ډول وکارول شي.
نوموړي ویلي، پر طالبانو د بندیزونو هرډول نرمښت باید د مذاکراتي پروسې له پرمختګ او یوه داسې افغانستان ته د طالبانو په ژمنتیا پورې وتړل شي، چې په اصطلاح د دوی ۱۹ کلني ګټي ورته خوندي شي.
د ارګمشر او نورو چارواکو دا ډول بې مروته غوښتني که څه هم څه نوې خبره نه ده، ولي په داسي حالاتو کې چې په قطر کې یې استاځي له اسلامي امارت سره د مذاکرې لپاره کښینولي؛ او هغوی په لومړۍ ورځ د امارت له استاځو سره د طرز العمل پاڼې په ۲۰ مادو کې یوه دا ماده منلې چې بین الأفغاني مذاکرات به د افغانانو ترمنځ وي، له هرډول بهرنۍ مداخلې او لاسوهنو پرته به یې مخ ته بیا یو، چا ته به اجازه نه ورکوو چې د سولې په پروسه کې په یو نه یو ډول را دخیل کړل شي او یا را دخیل شي.
خو د دې ژمني باوجود د کابل رژیم مشر یا خو له نړیوالو قدرتونو څخه د تورلیست د غځولو غوښتني په دې موخه کوي چې په سوله کې یې د فشار لپاره وکاروي او یا هم له ګاونډیانو او نورو څخه مطالبې کوي چې د اوربند په نامه دوی د طالبانو له دفاعي او تهاجمي بریدونو وژغوري.
له دې نه څرګندیږي چې د غلام فطرت بیا هم غلام وي، نه یې د خپل مذاکراتي ټیم ژمني ته پام وي او نه یې د غلامۍ قریحه له ذهنه وځي، په هر شکل چې وي، دوی بیا هم د بهرنیو په مټ خپل واک او ځواک ساتل غواړي.
همدارنګه د سولې په لاره کې د هرقدم خلاف ورزي یې هم دنیاوال د سر په سترګو ویني، تر دې وړاندي یې د بندیانو په خلاصون او بیا اوس د طرز العمل پر دوو نکتو بیځایه چنه زني او ورپسي له نړیوالو او ګاونډیانو نه د فشارونو اچولو دا ډول هڅي او غوښتني یې هم ملت ویني او هم یې نړیوال ویني چې د کابل د ګوډاګي رژیم چارواکي څومره د سولي په پروسه کې مخلص دي؟! او څومره یې پر استقلالیت باور لري؟!.
د ملګروملتونو امنیت شورا او نور نړیوال او ګاونډیان لکه څنګه چې ښه پوهیږي؛ باید ملحوظ خاطر هم ولري چې سوله د بې ګټي زور او فشار په نتیجه کې نشي راتلی، او نه باید د کابل د ګوډاګي رژیم په غوښتنه د فشارونو لړۍ ته دوام ورکړل شي. سوله یوه ریښتینې، متقابله او مخلصانه اراده غواړي. هغه څه چې د کابل رژیم په چارواکو کې نه شته او نه یې وړتیا لري.

پای ……………!

2020 / 11 / 21

Related posts