دسمبر 01, 2020

له عراق څخه کابو ۵۰۰ امریکایي سرتېري وتلي

له عراق څخه کابو ۵۰۰ امریکایي سرتېري وتلي

د اسپوتنیک خبری اژانس له قوله، له عراق څخه نن کابو ۵۰۰ امریکایي سرتیري ووتل، دا سرتېري د ”کریسټوفر مېلر“ له اعلان څخه یوازې څو ورځې وروسته راوځي، خو امریکا یې په اړه رسمًا څه نه دي ویلي.

د امریکا د دفاع سرپرست وزیر ”کریستوفر سي مېلر“ څو ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې د دوی اړوند ځواکونه به د جنوري تر ۱۵ مې نېټې له سوریې څخه په بشپړ ډول، له عراق څخه ۲۵۰۰ سرتیري او له افغانستان څخه به هم ۲۵۰۰ سرتیري راوځي.

عراق کې د ګډو عملیاتو د مرکزي دفتر ویاند تورن جنرال ”تحسین الخفاجي“ په تازه څرګندونو کې ویلي، دوی یوازې هغه کسان لري چې د داعش د مرکزونو، لوژیستیکي او مشورتي ملاتړ پر ضد هوايي بریدونو کې د عراقي ځواکونو ملاتړ وکړي.

الخفاجي منلې چې نن له عراق څخه کابو ۵۰۰ امریکایي ځواکونه وتلي، د نوموړي په خبره امریکایي ځواکونه د عراق او واشنګټن د تړون له مهالوېش سره سم خپل هیواد ته ستنیږي.

تر دې وړاندې په عراق کې د امریکایي سرتېرو شمېر ۳۰۰۰ ښودل شوی وو، چې د عراق په مختلفو اډو کې مېشت دي، ددې ځواکونو څخه یې یوه لویه برخه په عین الاسد کې ځای پر ځای شوې ده.

د یادونې وړ ده چې د دغه هیواد پارلمان تر دې مخکې یو پرېکړه لیک تصویب کړی و، چې پکې د بهرنیو سرتېرو پر وتلو ټینګار شوی و، د عراق خلکو په مکرره توګه د امریکا د متحده ایالتونو له اشغال سره مخالفت ښودلی او ورځ تر بلې یې دا مخالفت زیاتیږي.

Related posts