دسمبر 02, 2020

بغلان: پلخمري کې ټانک او موټر ویجاړ، ۵ ګوډآګیان مړه او ژوبل شول

پرون مجاهدینو د بغلان ولایت، پلخمري ولسوالۍ کې د مولاداد پنجشیري په نوم د قلعه خواجه د بیس د قومندان په موټر برید ترسره کړ، چې په ترڅ کې یې موټر تخریب شوی، قومندان او ۲ مزدور عسکر یې وژل شوي، ۲ نور ژوبل شوي دي.

همداراز د مغولانو په بیس هم برید ترسره شوی، چې په ترڅ کې یې د بیس ټاور او یو ټانک تخریب او دښمن ته مرګ ژوبله اوښتې.

2020/11/21

Related posts