دسمبر 02, 2020

بدخشان: ارګو ولسوالۍ کې د تعلیمي غونډې په ترڅ کې د یوې دیني مدرسې چارې پیل شوې

بدخشان: ارګو ولسوالۍ کې د تعلیمي غونډې په ترڅ کې د یوې دیني مدرسې چارې پیل شوې

دغه غونډه د بدخشان ارګو ولسوالۍ د تعليم او تربيې د ځایي مسئولينو په ابتکار د یادې ولسوالۍ اړوند د سپینګل په سيمه کې ترسره شوه، چې د سیمې د دیني مدارسو مهتممینو، منتظمینو او علماء کرامو پکې ګډون کړی وو.

هندا راز د یادې ولسوالۍ اړوند ده دهي په سیمه کې د سيمي د مخلصو هېوادوالو په مرسته د یو باب دیني مدرسې د (عبدالله ابن عباس رضي الله عنهما) په نوم د بنسټ او ودانۍ چاري په عملي توګه پیل شوې.

غونډې ته د تعليم او تربيې مسئولينو او علماءکرامو د دیني زده کړو د ارزښت او اړتیا اړوند ګډونوالو ته ويناوې وکړې.
۲۰۲۰/۱۱/۸

Related posts