دسمبر 01, 2020

بلخ: چهار بولک ولسوالۍ کې دیوې دیني مدرسې د ودانۍ چاري پیل شوې

بلخ: چهار بولک ولسوالۍ کې دیوې دیني مدرسې د ودانۍ چاري پیل شوې

د تعلیم او تربیې د ځایي مسئولینو په هڅو او د سیمې د مخلصو هیوادوالو په مرسته دیادې ولسوالۍ اړوند د (نوارید ژنګوره) په سیمه کې د یوې لويې غونډې په ترڅ کې د یوې دیني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د راپورونو له مخې یاده مدرسه د (حضرت عمر فاروق رضی الله عنه) په نوم ونومول شوه او د ودانۍ چارې یې په عملي توګه پیل شوې.

د یادې مدرسې درسي خوني او تر څنګ يې د یو مسجد ودانۍ په سیمه کې د ولسي خلکو په مالي مرسته جوړیږي.
۲۰۲۰/۱۱/۸

Related posts