دسمبر 01, 2020

ننګرهار: خوګياڼو کې د تعلیم او تربیې مسئولینو د ښوونیزو ادارو له مسئولینو سره ناسته وکړه

ننګرهار: خوګياڼو کې د تعلیم او تربیې مسئولینو د ښوونیزو ادارو له مسئولینو سره ناسته وکړه

یادې ناستې ته د تعلیم او تربیې د ولایتي او ځایي مسئولینو له لوري د مکاتبو مدیران رابلل شوي وو، په دغه غونډه کې لومړی د تعلیم او تربیې د پیاوړتیا په موخه د مکاتبو طرزالعمل په ډېره ښه توګه تشریح شو او په همدې اړه نورې ګټورې خبرې، لازمې او ممدې مشورې وشوې.

په دغو خبرو کې مدیر صاحبان متوجه کړل شول چې تعلیمي ادارې یوازې د تعلیم ځای نه، بلکې د تربیې ځایونه هم دي نو په کار دی، چې د تربیې جانب ته هم لازمه توجوه وشي.

د یادونې وړ ده چې د لادينيت، الحاد، داعشيت او نورو منحرفو نظریو، بېلا، بېلو ګوندونو او ټیم بازیو اضرار هم ورته بیان شول؛ لکه څرنګه چې افغان مسلمان ولس د دغو باطلو افکارو سره په کلکه مبارزه کړې، له دې وروسته هم استاذان باید دې جانب ته ډېر متوجه او ځیرک واوسي.

په دې پرتمنه غونډه کې د مدیرصاحبانو ستونزې هم واورېدلی شوې، چې ځینې یې ورحل شوې او د پاته ستونزو د حل ژمنه ورسره وشوه.

هېره دې نه وي چې د مکاتبو مسئولینو هم پخپل نوبت ګډونوالو خبرې وکړې، چې د هر یوه خبرې د قدر وړ وې، هغوی هم د هیواد فعلي شرائطو ته د کتنې په اساس لازمې مشورې وړاندې کړې او کلک هوډ یې وکړ، چې د ځوان نسل په ښوونه او روزنه کې به نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کوي.

د مکاتبو مسؤلینو خوښي څرګنده کړه، چې د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې مسئولین یې وخت په وخت پوښتنه کوي او مشورتي ناستې ورسره کوي، له ستونزو یې ځان خبروي او په خپل وخت یې ستونزو ته د حل لار لټوي.

له معمول سره سم یاده ناسته د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل، او د دعاء په غوښتلو پای ته ورسېده.
۲۰۲۰/۱۱/۱۶

Related posts