دسمبر 01, 2020

بلخ: دولت اباد ولسوالۍ کې د یوې غونډې په ترڅ کې د دیني مدرسې پرانسته وشوه

بلخ: دولت اباد ولسوالۍ کې د یوې غونډې په ترڅ کې د دیني مدرسې پرانسته وشوه

د بلخ ولایت د تعلیم او تربیې د سیمه ییزو مسئولینو او د سیمې د عامو ولسي خلکو د هڅو  په پایله کې  د دولت آباد ولسوالۍ اړوند په ”تاللۍ ګګ“ سیمه کې د (سیدالشهداء حضرت حمزه رضی الله عنه) په نوم یو باب دیني مدرسه پرانستل شوه.

د یادې مدرسې د پرانستلو پر مهال د دغه ولایت د تعلیم او تربیې مسئولینو د غونډې ګډونوالو ته وویل، چې دوی په دغه ولایت کې د پوهنې د ودې او پیاوړتیا لپاره جدي هڅې او همکارۍ ته چمتو دي.

د پوهنې مسئولینو د سیمې پر قومي مشرانو او ځوانانو غږ وکړ چې د مدارسو درسي خونو لپاره سهولتونه برابر کړي، دارالحفاظونو  او کلیوالي مدارسو ودانولو کې برخه واخلي او د هرډول اسانتیاوو په برابرولو کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
۲۰۲۰/۱۱/۱۶

Related posts