دسمبر 01, 2020

د پوهنې مسئولینو لغمان کې د قرائت د ښکلا سیالۍ ترسره کړه

د پوهنې مسئولینو لغمان کې د قرائت د ښکلا سیالۍ ترسره کړه

د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو د کمېسیون ځایي مسئولینو د لغمان د دولت شاه ولسوالۍ اړوندو دیني مدارسو د طالب العلمانو ترمنځ د حسن قرأت سیالۍ ترسره کړه.

دغه سیالۍ چې د نهو مدرسو څخه ۲۷ تنو قاریانو پکې برخه اخیستې وه، د یوې پرتمینې غونډې په ترڅ کې ترسره شوه.

یاده غونډه چې په همدې موخه جوړه شوې وه ګڼ شمېر علماء کرامو، د مدارسو استاذانو، شاګردانو او عامو مسلمانانو پکې ګډون کړی وو، دا پرتمینه غونډه د قرانکریم په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې متصل د هرې مدرسې څخه درې تنو شاګردانو هر یو پخپل وار تلاوتونه وکړل.

د راپور له مخې د قاریانو تلاتونه د جیدو استاذانو لخوا اورطدل کېدل او د هغوی د کچې په بنسټ یې نمبرې ورکولې، په پایله کې یې لومړی، دویم، دریم او څلورم مقام ګټونکي شاګردان اعلان کړل.

حفیظ الله د محمدطاهر زوی د کیل د سیمې اوسېدونکی د خیر المدارس د مدرسې طالب العلم لومړی مقام، محمد امید د توراباز خان زوی، ګمندل د سیمې اوسېدونکی د ضیاء القرآن طالب العلم دویم مقام، عطاء محمد د جان محمد زوی د منجغان د سیمې اوسېدونکی د امداد العلوم د مدرسې دریم مقام او رفیع الله د ملنګ زوی د نیل د سیمې اوسېدونکی د فیض القرآن د مدرسې طالب العلم څلورم مقام خپل کړ.

دا پور نوره غونډه د دعاء په لوستلو سره پای ته ورسېده.
۲۰۲۰/۱۱/۹

Related posts