دسمبر 01, 2020

اسلام ته دسپکاوي نه تم کېدونکې لړۍ او دحاکمانو دردونکې چوپتیا

اسلام ته دسپکاوي نه تم کېدونکې لړۍ او دحاکمانو دردونکې چوپتیا

حسن مومند

دمحترمو لوستوالو په علم کې به وي چې دفرانسې پلازمېنې پاریس پر لویو ودانیو هغه لوی پوسټرونه را زړول  شویدي چې پرې د رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارک شان ته دسپکاوي په موخه کارتونونه ثبت دي.

د دې خورا ناوړه عمل نه یوه اوونۍ وړاندې دفرانسې ولسمشر(عمانویل میکروان) ویلي وو(نعوذ بالله من ذلک) اسلام دبحرانونو دین دی؛ په ۱۹۰۵م کال کې دمذهبي ازادیو په هکله منل شویو قوانینو کې دبدلونونو راوستلو له لارې به دمسلمانانو مذهبي ازادي محدوده شي.

اسلام دفرانسې دوهم سترمذهب دی ؛ دلته ۷ ملیونه مسلمانان ژوند کوي  پدوئ کې دزیاترو تړاودمراکش، الجیریا ،تیونس، المغرب اونوروهغو هېوادونوسره دی کوم چې یو وخت دفرانسې تر استعمار لاندې وو خوپکې دنویو مسلمانو شویو مسلمانانو شمېره هم ښه زیاته ده ؛ فرانسه داروپاهغه هېواد دی چې اسلام پکې په ډېرې تېزۍ خپرېږي ځکه خونورلویدیځ په پرلپسې ډول دا اندېښنه ښکاره کوي چې شاید څولسيزې پس داهېواد په اسلامي هېوادبدل شي.

اسلام دښمنه کړئ چې دنورو لویدیځو هېوادونو په پرتله دلته په ډېرې سپین سترګۍ او احساساتي ډول خپله اسلام دښمني ښکاره کوي او په مکرر ډول د اسلام ستر پېغمبر شانِ اقدس ته سپکاوی کېږي نو لوی او اساسي لامل یې همدا داسلام تېزخپرېدل او دمخنیوي لپاره یې ناکامې هڅې دي.

په تېرو دوه لسیزو کې داسلام او مسلمانانو پرضد د امریکا او نور لویدیځ دښمني ډېره ډاګیزه شویده ؛ یولورته یې پر اسلامي نړۍ د عسکري یرغلونو او په اسلامي نړۍ کې د داخلي جنګونو خونخواره لړۍ روانه کړیده اوبل لورته په نړۍ کې داسلام سره دنړیوالو دنفرت پېداکولو ، دمسلمانانو د بدنامولو، په نړۍ او خصوصاً لویدیځ کې داسلام دتېزخپراوي دمخنیوي، په نړۍ کې داسلامي شعایرو دبې ارزښته کولو، دخپلومقدساتو سره دمسلمانانو دعقیدت راکمولو، مسلمانانو ته دلوی درد رسولو، په رواني لحاظ یې دمکمل مفلوجولو په موخه صلیبي نړۍ دیو سنجول شوي پلان له مخې سترالهي کتاب قرآن عظیم الشان، سترپیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم او نورواسلامي مقدساتو ته دسپکاوي یوه نه تم کېدونکې لړۍ پیل کړیده .

شروع یې له ګونتنامو، ابوغریب او بګرام زندانونونه وشوه، دلته په مکرر ډول دمسلمانو زندانیانو ترمخه دقرآنکریم سپکاوی وشو ،بیایې قصداً خبرونه خپاره شول او دخلکو په سترګوکې دخارو اچولو لپاره دامریکا له لورې ایله په همدومره ویلو بسیاوشوه چې داد فوځیانو شخصي عمل دی چې د امریکادولت یې نه تائیدوي .

دنړۍ دمسلمانانو له لورې چې کوم داسی عکس العمل رامخې ته نه شو چې لویدیځ ودردوي نو لویدیځوال یو قدم نور وړاندې ولاړل؛ درسول الله صلی الله علیه وسلم دشان دسپکاوي په اراده ړومبی د ډنمارک اوبیا د لسګونو نورولویدیځو هېوادونو نه دکارتونونو دردونکی اشاعت رامخې ته شو، دهالنډ دبدبختو یهودانو په واسطه داسلام دستر پېغمبرپه اړه داهانت (نعوذبالله من ذلک) نه ډک فلم جوړ او خپورشو، اوچې په ټولېزه توګه اسلامي نړۍ هغسې عکس العمل ښکاره نکړ څرنګه چې پکارو نو د ملعون امریکایې پادري ټیری جونزپه شکل کې غربي نړۍ اوپه سرکې یې امریکا رامخې ته شوه، ټوله اسلامي نړۍ یې چیلنج کړه دقرآنکریم سوځولو دمقابلي اعلان یې وکړ اوبیايې دیوې ډلې پادریانو او لسګونو جورنالستانوپه شتون کې دقرآنکریم سوځولو ناپاکه او دوحشت نه ډک عمل ترسره کړه.

مسلمانو ولسونو ددې ناپاکه عمل پرضد خپله ښه کرکه ښکاره کړه، دعامو مسلمانانو له لورې ښه سترسترلاریونونه وشول چې پکې ګڼ شمېر مسلمانان شهیدان او ټپیان شول.

 دخپل پېغمبرصلی الله علیه وسلم سره دمینې ښکاره کولو په لارکې ددوئ دا قربانئ او دخپلو احساساتو اظهار دستاینې او قدر وړدي خو چې داسلامي هېوادونو لاسپوڅي دولتونه په دې اړه دخوراډېرې لويې بې حسۍ ښکار وو او دجرم نه ډک سکوت یې غوره کړی و نو په امریکا او نورلویدیځ نه مناسب فشارونه وارد شول او نه د مسلمانانو دا اطمینان په برخه شو چې  داسې پېښې به بیا نه رامنځته کېږي.

دیادولو وړ ده چې اسلام دښمنو کړیو لویدیځ کې دا وېره خپره کړی چې که داسلام دسونامي مخه ونه نیول شي ټول لویدیځ به له ځان سره لاهوکړي نوځکه نوي نوي قوانین جوړوي اوهرهغه اقدام کوي چې ورباندې داسلام اومسلمانانودپرمختګ مخنیوی کېدای شي.

له دې انکار نه شي کېدای چې لویدیځوالوکې خپره شوې دا وېره تر یوحده پرځای ده خوپدې کې هم شک نشته چې پکې له ډېرې مبالغې نه کاراخستل کېږي ځکه چې وېره خپرونکي بل څوک نه بلکې یهودان دي او یهودان چې د دوهم نړیوال جنګ نه پس یې امریکا او د اروپا په زیاترو هېوادونو کې د مسلمانانو په پرتله شمېره زیاته وه اوس چې د نورو نامسلمانو په څېر په یهودي مېرمنو کې هم د بچو نه راوړلو او یا ایله د یو یا دوه بچو راوړلو طرف ته میلان زیات شوی نو د یهودانو نسلونه ورو ورو کمېږی بل دا چې یهودیت نا دعوتي مذهب دی؛ یهودان د هندوانو په څېر هیچا ته د یهودي کېدلو دعوت نه ورکوي او نه هغه څوک یهودي کېدای شي چې مور یا مور او پلاردواړه يې یهودیان نه وي نو یهودان نه زیاتېږي بلکې کمېږي خو برعکس په امریکا او اروپا کې مېشتو مسلمانو کورنیو کې د کوچنیانو پېدایښت زیات دی اوترڅنګ یې اسلام د دعوت دین دی چې داسلام ددښمنانو د ټولو کوښښونو، دسیسو، مکرونو اوپوچو تبلیغاتوسره سره هم اسلام یواځنی هغه دین دی چې ښه په تېزۍ سره په اروپا او امریکا کې خپرېږی او په لویه پیمانه پکې د یهودانو په شمول نا مسلمان را داخلېږي.

ددې ترڅنګ چې په لویدیځ کې دمسلمامانو نسل زیاتېږي اوپکې زیات خلک اسلام کې راداخلېږي لویدیځ ته د مسلمانانو راتګ هم زیات دی نو مسلمانان په غرب کې ورځ تر بلې زیاتېږي .

 یهودان په لویدیځ کې خپل کمښت او د مسلمانانو تېز ډېر والي او د اسلام تېز خپراوي سخت ورخطا کړیدي نو ځکه د مسلمانانو سره د غربیانو د نفرت پېداکولو او په اروپا او امریکا کې د اسلام د خپریدا د مخنیوي لپاره مسلسل ناپاکه پلانونه جوړوي او په ډېر چل او هنر دلویدیځ متعصب پاپان او سیکولر مشران د خپل هدف د تر سره کولو لپاره د آلې په توګه کاروي.

 په نړۍ کې داسلام اومسلمانانو بدنامول دهدف دترلاسه کولو لپاره ددوئ ډېره کامیابه اواسانه وسیله په لاس کې لري ځکه چې پر نړیوالورسنیو چې دیهودوقبضه ده نودنړۍ په ګوډ ګوډکې پر مسلمانانوشویو اوروانو ظلمونو اووحشتونو باندې پردې را اچوي خوبرعکس داسلام اومسلمانانو پرضد پکې ډېر زهرجن اومنفي تبلیغات خپرېږي؛ اسلام نړۍ ته دوروسته پاتي ؛ دپرمختګ ضد دتشدد نه ډک ،ظالم اوجابرداسې دین په صفت معرفي کوي چې یواځې قتل وقتال اودانسانانو وژلوته خپل منونکي هڅوي؛ نه په چارحم لري؛ نه پکې دانسانانو دحقوقولحاظ شته اونه هم بشریت ته احترام لري .

دلویديځ مکاره میډیا چې پدې پوهېږي چې مسلمانان دخپل پېغمبر،خپل کتاب قرآن عظیم الشان اوخپل دین سره دومره مینه کوي چې ورنه دخپلو ځانونوجارول دځانونولپاره سعادت ګڼي نوپه منفي اوزهرجنوتبلیغاتو یې بسیا ونکړه بلکې ددې لپاره چې دنړۍ دمسلمانانود زړونو دردولو په موخه یې د اسلام ،قرآن اوداسلام ستر پېغمبرته دسپکاوي داسې ناوړه لړۍ پیل کړه چې په ښکاره یې دتم کېدلو هیڅ نښې نه ښکاري.

ددې مذموم عمل ډېر زور هم په هماغه فرانسې کې دی کومې کې چې اسلام په ډېرې تېزۍ خپرېږي.

په فرانسې کې د تېرې کابو یوې نیمې لسیزې راهیسې د ډول ډول پلمو له لارې پر مسلمانانو بندیزونه روان دي؛ د۲۰۱۰م کال د ستمبر په ۱۴ مې نېټې په فرانسې کې مسلمانې مېرمنې دسر اومخ پټولو نه قانوناً منع کړای شوې او د دې قانون نه دسر غړاوي په صورت کې دمالي جریمې او زندان ته د بوتللو قانون هم تصویب شوی و.

له دې وروسته د اسلام مقدساتو ته د سپکاوي یوه نه تم کېدونکې لړۍ پیل شوه چې وروستۍ کړۍ یې اسلام ته دفرانسې دولسمشرسپکاوی او یوه اوونۍ پس دپاریس پر لویو ودانیو رازړول شوي هغه لوی پوسټرونه دي چې پرې درسول الله صلی الله علیه وسلم مبارک شان ته دسپکاوي په موخه کارتونونه ثبت دي.

اوسنی اقدام په حقیقت کې دچارلي هیبډونومي فرانسوۍ مجلې له لورې  داسلام سترپېغمبرته دسپکاوي په موخه دکارتونونو خپرولو د خورامذموم هغه عمل بیا تکرار او تائید دی چې یې ټوله اسلامي نړۍ سخته دردولې وه.

په اول ځل دسپکاوي نه پس د یادې مجلې نه ټولو مسلمانانو د دې عمل دنه تکرارولو غوښتنه کړی وه او څو ځلې یې ددفتر مخې ته لار یونونه وشول او د لاریون کونکو له لورې ورباندې دهجوم وروړلو اقدامات هم شوي وو

خو چې دزمانې دا بدنامه مجله دخپل دې خورا ناوړه عمل نه لاس په سر نه شوه نو د ۲۰۱۵م کال دجنورۍ میاشتې په  ۷ مې نېټې په پلازمېنې پاریس کې ددې مجلې په مرکزي دفتر۳ فرانسوي مسلمانوځوانانووسلوال برید وکړ؛ پدې برید کې دمجلې دمدیر،کارتون جوړونکو او۲پولیسو په شمول ۱۲ فرانسویان ووژل شول دابرید په تېرو ۴ لسیزو کې دفرانسې په تاریخ کې بې ساري اوترټولوخونړی بریدګڼل شوی و .

 حسن تصادف دا وچې دحملې پرمهال د مجلې په دفتر کې غونډه روانه وه او وژل شوي تنان ددې لپاره سره راټول شوي ووچې په مستقبل قریب کې یو ځل بیا دکارتونونو خپرولو لپاره پلان جوړکړي چې دوه ورونه شریف اوسعید کواچي دفترته په ورننوتلو بریالي شول ؛دننوتلو سره سم یې دالله اکبرناره پورته کړه ؛ ترټولوړومبی یې دلته په امنیت ګومارل شوي دوه پولیس ووژل ؛ بیا یې په ناستوکسانوکې دهریونوم واخستلو اوپه ډېرې اسانۍ  دمجلې دمدیرسټیفن کاربونیرو؛ دکارتونونو جوړونکو هریو کابو،ټکنوس ، وولنسکي اودبرنارډمارس نومي جورنالست پروژلو وتوانېدل ؛ دټولو دوژلو نه پس یې بیا دالله اکبر ناره پورته کړه او ویې ویل موږ دخپل پېغمبرپه شان کې دسپکاوي انتقام واخستلو؛ بیاله دفتره راووتل ؛ دوئ او بیرون په پیره ولاړدریم ملګری یې په موټر کې کېناستل اوله سیمي نه په روغ رمټ وتلو کامیاب شول ؛ دې ټولوعملیاتوایله پنځه دقیقې وخت واخست.

دفرانسې دولت بیا اعلان وکړ چې دامنیتي ځواکونو دپرلپسې لټون په نتیجه کې دحملې نه ۲ ورځې پس سعید اوشریف وموندل شول اودواړه دامنیتي ځواکونوسره په وسلوالې نښتې کې ووژل شول .

سعید اوشریف چې دواړه سره ورونه وودوئ دواړه اودریم ملګری یې په خټه عربان خوپه فرانسې کې زېږېدلي اوراستر شوي وو اوهمدلته یې زدکړې ترسره کړي؛

همدلته راسترشوي ؛ دنعمتونونه ډک دهوسا ژوند لرونکي ځوانان ولې خپل ترټولومحبوب ځان اوژوندقربانوي اودیادې مجلې په دفتربریدکوي ؟

آیا فرانسې او نور لویدیځ دا فکر کړی چې داسې پېښې ولې رامنځته کېږي؟ او مخنیوی یې څنګه کېدای شي؟

خبره دېره روښانه ده؛ لویدیځ باید پدې پوه شي چې د رای د اظهار او د یو ملت مذهبي مقدساتو ته سپکاوی او له دې لارې ټول ملت ته د درد رسولو په منځ کې ډېر ستر سور خط شتون لري چې ټول لویدیځ او په ځانګړي ډول فرانسې د دې سور خط نه په ډېرې سپین سترګۍ په مسلسل ډول تجاوز کړی.

د مجلې په دفتر دبرید نه پس  ددې اړتیا وه چې په ټوله کې ټول لویدیځ اوپه ځانګړی ډول فرانسې په ډېرې سړې سینې فکرکړی اودداسې پېښو درامنځته کېدو داصل لاملونو دله منځه وړلو لپاره یې جدي اقدامات کړي وای.

؛ چارلي هیبډوکومه علمي ؛ ادبي ؛ سیاسي یا مذهبي مجله نده ځکه خوکم لوستونکي لري ؛په اروپاکې یې خاصه طبقه لولي اوتیراج یې ایله ۶۰ زروته رسېږي؛ دلنډغرو یوه ډله یې چلوي ؛ خلکو پسې دټوکو، خندا اودخلکوله سپکاوي پرته پکې دکاربل هیڅ شی نه خپرېږي ؛ په ۱۹۷۰م کې چې تاسیس شویده ترننه یې دګڼونامتو اوتاریخي اشخاصو سپکاوی کړیدی چې په همدې کارونو څوځلې بنده شوې اوپه خپرېدا یې بندیز هم لګېدلی دی .

دالله تعالی وروستی اوسترپېغمبرچې له پېغمرۍ یې په نړۍ کې هیڅوک انکارنشي کولی مسلمانان یې دیوویښته سره درست جهان هم نه برابروي اودهغه صلی الله علیه وسلم دناموس نه دځان ،مال ، اهل وعیال قربانول دځان لپاره لوی سعادت اوافتخار ګڼي نو فرانسه او نور لویدیځ چې د ستر پېغمبر په اړه دمسلمانانودمینې ،عقیدت اواحساساتونه ښه خبر دی اوپدې ښه پوه دی چې دخپل پېغمبرسره مینه مسلمانان دځانونولپاره ترټولوسترمتاع ګڼي اوپه شان کې یې کوچنۍ بې ادبي هم نشي زغملای.

 دبشریت د سترسالاراو مسلمانانولپاره دهمدې لویې هستۍ دسپکاوي په جرم دفرانسې دولت باید ددې مجلې په نشرکلي بندیز لګولای وای.

او د دې بریدونونه پس ددې اړتیا وه چې ټول لویدیځ په خپلومادي وسایلودغروراوپه مادي لحاظ دځان نه کمزوروملتونوته دحقارت په نظردکتلوکړنلاره  پریښی وای ؛ انساني مساوات ،دبشر حقوقواوانساني کرامت ته دژمنتیا دعوې يې په عمل کې رښتیاکړی وای؛ دټولومذاهبودمقتداګانواو دسترواشخاصوسپکاوی کول یې قانوني جرم ګڼلی وای.

خومتأسفانه چې لویدیځ نه یواځې داچې دداسې پېښودمخنیوي لپاره یې کوم معقول اقدام ونکړبلکې په بل اوریې تېل وپاشل؛ دمسلمانانوپرضد دخپل یووالي دښکاره کولو، دمجلې دشیطاني کړنو دتائید اوپرې دشوې حملې دغندنې په موخه ټوله لویديځه نړۍ په خوځښت راغله ؛ دامریکا دولسمشر بارک اوبامانه ترالمانۍ مشرې انګېلامرکل اودبرتانې دلومړي وزیر ډیویډکامرون نه ترداروپایې اتحادې مشر(کلودیونکر)پورې ټولو داسې اقدامات اوخبرې وکړې چې لا زیات نفرتونه خپروي اودمسلمانانودلازیات قهر اوخفګان سبب ګرځي .

 ټولو غربي مشرانودمسلمانانو پرضد دخپل یووالي اظهار وکړ ؛ ټولو په یوه خوله داحملې غندلې ؛ دامریکا ،برتانې ،المان کاناډا په شمول ټولو لویدیځو هېوادونو همدایوه خبره تکراروله چې دابریدونه یواځې په فرانسې ندي شوي ؛داپرموږټولو شویدي موږټول دفرانسې سره ولاړیواودتروریزم پرضدبه جګړه جاري ساتو .

 دوئ په ټول لویدیځ کې عموماً اوپه فرانسې کې خصوصاًداسلام پرضد ټولې شیطاني کړنې تائید کړې اوټولو په یواوازدادبیان پرآزادۍ حمله وبلله؛ یانې غرب لاهم داسلام دسترپېغمبر په شان کې سپکاوی دبیان آزادي ګڼي،جایزیې بولي اودمرتکبینونه یې حمایت کوي حال دا چې په همدې لویدیځ کې یو عادي فرد ته سپکاوی او تکلیف رسول هم جرم ګڼل کېږي.

داڅومره دتعجب وړ خبره ده چې په همدې لویدیځ کې که چا بل چاته نېغ نېغ وکتل او پرې شکایت وشو چې دده له کتلو نه ماته رواني تکلیف ورسېدلو نو دغه کتونکی مجرم ګڼل کېږي او قانو ورته سزا ورکوي خو که بل لورته ملیاردونو انسانانو ته تکلیف رسېږي نو دا عمل جرم ندی؛ بس همدا د لویدیځ بشر دوستي ده او همدا یې انساني مساوات دی؟!

 یواځې مسلمانان، قرآن، ستر پېغمبر اوداسلام شعایر دي چې پرضد یې په لویدیځ کې هر څه جواز لري؛ دلته بیا نه بشر دوستي وي؛ نه انساني مساوات وي نه مذاهبو ته داحترام خبرې چې دا دلویدیځ ډېر ستر منافقت دی.

تاسې وګورئ!

 دترکې ولسمشر چې دفرانسې د ولسمشر ددې ناوړه څرګندونو په مقابل کې عکس العمل ښکاره کړ؛ ویې ویل: د فرانسې ولسمشر لیونی شویدی، ښه دا ده چې چرته درواني مریضانو روغتون کې دا خل کړای شي.

ددې څرګندونو په مقابل کې فرانسې د ترکې د پلازمېنې انقرې نه خپل سفیر احتجاجاً راوغوښت چې د ترکې ولسمشر زموږ د ولسمشر توهین کړی.

اوس داڅومره ستره بې انصافي او منافقت دی چې د دوۍ د دولتي یو واکمن په هکله څوک ریښتونې څرګندونې وکړي نو دوئ ته هغه د زغم وړ ندي او نه یې هم  دبیان ازادي ګڼي خو که بل لورته د کائناتو دسردار او د ټول مسلمان ملت لپاره په ټول عالم کې دعظیم ذات توهین کېږي او پرې ټول مسلمان ملت ته سخت درد اوتکلیف رسېږي نو بیا دا د بیان ازادي ګڼل کېږي؟!

په نړۍ کې دځان محروم اومظلوم ثابتولو ، ځانته دنورو ملتونو دحمایت او خواخوږۍ راجلبولو، دفلسطین دخاورې غصبولو اوپکې دغاصب یهودي دولت درامنځته کولوپه موخه چې  سراسر په دروغو ولاړه دهولوکاسټ ( دجرمني نازیانو په لاس د ۶ میلیونونه دزیاتو یهودانو وژل کېدو ) خبره چې یهودومشهوره کړی نو ورنه انکار یا پدې اړه سوال راپوته کول خوډېره لري خبره ده ، د ۶ میلیونو دشمېرپه هکله دمبالغې شک ښکاره کول هم جرم ګڼل کېږي ، نو هولو کاسټ په ټول لویدیځ کې دشجرة ممنوعه حیثیت لري ، په هکله یې خوله پرانستل دومره لوی جرم ګڼل کېږي چې پرې د ۶میاشتو نه تر ۷ کلو نو پوري دقیدسزا ورکول کېدای شي ، دهولو کاسټ نه انکا ریایې په اړه سوال راپورته کول ځکه لوی جرم ګڼل کېږي چې یهودانوته پرې رواني تکلیف رسېږي او ورباندي خفه کېږي .

خو داسلام دستر پېغمبر او قرآن په سپکاوي( چې هیڅ ګټه یې هم دوئ ته نه رسېږي)  که د ټولې نړۍ دمسلمانانو زړونه چوي نو دا بیا هیڅ جرم نه ګڼل کېږي؛ دا اوس کوم انصاف شو او دا څرنګه بشر دوستي شوه؟!

کیټ مډلټن چې یو عادي برتانوۍ پېغله وه پرشهزاده ویلیم دواده کېدو نه پس هغه شهزادګۍ او دشاهي کورنۍ سره دتړاو له امله دبرتانې یوه محترمه مېرمن وګرځیده ، یوځل چې دفرانسې په یو هوټل کې هغه په نیمه بربنډ حالت کې لېدل شوي او یو فرانسوي عکاس یې عکسونه اخستي او بیاپه یوې فرانسوي اوونېزه کې خپاره شوي وو نو دشهزادګۍ په دې لږې بې توقیرۍ دبرتاني مطبوعاتو دنیاپه سر راواخسته؛ یواځې عکاس او داوونیزې مسؤلین پدې اړه پړه ونه بلل شول بلکې برتانوي رسنیوددې عمل پړه په فرانسوي ولس او دولت دواړو ورواچوله

(دمیل آن لاین ) نومې مشهوربرتانوي اخبارپه یوې لېکنې کې خوتردې پوري راغلي و چې: دقانون په زور ددې عکسونو دخپراوي دمخنیوي خبرې باید موږ پریږدو دفرانسي پرضد باید جنګ اعلان کړو.

دبرتانې دولت دفرانسې نه وغوښتل چې ددې عکسونو په خپراوي دې بندیز ولګول شي ځکه چې پدې سره کیټ مډلټن ته تکلیف رسېږي اوشاید رواني حالت یې خراب شي.

دبرتاني ددولت دغوښتنې سره سم دفرانسې محاکمو نه یواځي ددې عکسونو په خپراوي بندیز ولګاوه بلکې د هغه اوونېزي خرڅلاویې هم منع کړ په کومه کې چې داعکسونه خپاره شوي وو .

دبرتاني دشاهي کورنۍ دمېرمنو او سړو د بداخلاقیوو داستانونه  مشهوردې چې ددې داستانونواوددوﺉ بربنډ کلتورته په پام سره دیو عکس خپرېدل چندان دتشویش وړ خبره نده خوچې دنوموړې شهزادګۍ طبعیت پرې خرابېدلو نو دبیان دازادۍ فرانسوي نقیبانو دا مسئله ښه جدي ونېوله او جدې اقدام یې وکړ ځکه چې دبرتانې په څېریو مهم او ځواکمن هېواد غوښتنه جدي وه خو داسلامي نړۍ په ۵۷ هېوادونو کې چې یواځې دمسلمانو ولسونو لاریونونه وي دمرده باداوزنده باد نارې وي او ددولتونو له لورې یې نه د لویدیځو هېوادونو سره دیپلوماتېکې اړیکې پرې کېږي ، نه سوداګریزتړونونه لغوه کېږي ، نه تجارتي روابط متوقف کېږي اونه ترې دمسلمانانو دمقدساتو دساتنی جدي غوښتنه کېږي نو لویدیځ دفشار احساس نه کوي اوپکې دستر کتاب قرآن عظیم الشان او د کونینو دسردار ، په مخلوق کې ترټولو دستر ذات ، دعالمینو درحمت او دمسلمانانو دمحبت او عقیدت دهغه محور اومرکز سپکاوی کېږي چې مسلمانان یې محبت دایمان جزبولي او ترې دټول مخلوق محبتونه جاروي چې غربي نړۍ هم پدې ښه پوه ده .

نو دیوې برتانوۍ شهزادګۍ دلږ طبیعت دخرابېدلو غم شته خو دلته دنړۍ د کابو دوه ملیارده مسلمانانو دسخت غم عصې ، خفګان پروانشته، یقینا چه دمسلمانانو دمحبت او عقیدت پدې مرکز حمله مسلمانانو ته په ډېرسپک نظرکتل دي او څومره چې مسلمانان کمزوري دي د  دهغي نه زیات کمزوري ګڼل شویدي .

 که دلویدیځ دادومره ستره بشردښمني اوبیا هم دبشردوستۍ دمنافقت نه ډکې نارې ډیرې حیرانونکې دي. نو په ټولیزه توګه داسلامي نړۍ دومره دضعف حالت چې دخپل عظیم اسماني کتاب اوسترپیغمبر دناموس ساتنه نه شې کولای ډېردردونکی دی. یو د مسلمانانو هغه حالت و چې دمشرانو دنوم په اوریدلو به یې دکفرماڼۍ لړیزدلې خو نن زموږ داحالت دی چې پر اسلامی نړې مسلطو حاکمانو ته څوک دسېلاب زګ هم نه بولي اومتأسفانه چې همدا حاکمان دکفاروپه مقابل کې دمسلمانانودحقیقي ځواک درامخې ته کېدو په وړاندې ستر دېوالونه ګرځېدلي دي.

قرآنکریم، داسلام ستر پېغمبر او داسلام شعایرو ته دسپکاوي د پېښو پر مهال پر اسلامي نړۍ دمسلطو حاکمانو چوپتیا ډېره دردونکي وي؛ بس یو حاکم نیم کمزوری انفرادي عکس العمل ښکاره کړي او همدا دخپل مسئولیت ادا کېدل وګڼي.

که د اسلامي نړۍ حاکمانو په اتفاق او پوره قوت دسپکاوي دلړۍ دمخنیوي خبره دملګرو ملتونو ادارې کې راپورته کړی او په پوره اهتمام یې تعقیب کړی وای ډېر دمخه به ددې لپاره قانون سازي شوی او دتل لپاره به دداسې پېښو مخه نیول شوی وای.

اوس ددې وخت دی چې ددې هدف لپاره اسلامي کانفرانس عاجله غونډه جوړه کړي او پکې دټولې اسلامي نړۍ لومړي وزیران یا ولسمشران ګډون وکړي او په ډېر قوت سره له ټولې نړۍ نه دهر مذهب مقدساتو ته دسپکاوي دمخنیوي لپاره دقانون سازۍ غوښتنه او دفرانسې نه په ځانګړي ډول په چارلي ایبډو دبندیز غوښتنه وکړي؛ فرانسه یابل هېواد که ددې غوښتنې سره مخالفت ښکاره کوي نو ټول دې په اتفاق ورسره د دیپلوماتیکو او سودا ګریزو اړیکو دپرې کولو پرېکړه وکړي ترڅو په عمل کې لویدیځ ته دا ښکاره شي چې درسول الله صلی الله علیه وسلم ذات اقدس مسلمانانوته تر ټولو ستر متاع اودومره محبوب دی چې له هرڅه پرې تېر دي او په مقابل کې یې دهیڅ شي پروا نه لري؛ بیا به ټوله نړۍ وه ویني چې فرانسه څرنګه دمسلمانانو غوښتنې مثبت ځواب وایې .

Related posts