دسمبر 01, 2020

زابل :شهرصفاکې دوه موټر اویوضربتي ټانګ ویجاړ مزدورو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتي

د زابل ولایت د ښار صفا ولسوالۍ مرکز ته چې یوه غټه قووه له مرکز قلاته را ووتله د سوختې پر پله یو کماز موټر نن سهار ۱۱ بجې په ماین ځیني والوزول شو او له داغه پله بیا د حاجي عبدالعزیز اکا تر پمپه تر وسلوال برید لاندې هم راغلل چې درنه مرګژوبله پکې ور وا وښته
همداراز دمزدور دښمن یوبل موټریزکاروان چې له کندهاره راغلی او شپه یې په ولسوالۍ کې وه کله چې یې حرکت وکړ دالته د ولسوالۍ د دوکانو شاته نن سهار وختي ۱ ضربتي ټانګ یې په ماین والوزول شو او تقریبا ۱۱ نیمې بجې وې چې بیا یې د حاجي اسحاقزي اکا په مانده کې یو رینجر موټر هم په ماین والوزول شو او پکې ناست عسکر ټول ووژل شول
یاد موټریزکاروان بیرته مخ پر کندهار روان شو او له قلاته را غلې قووه لاهم په سیمه کې دمجاهدینوله لوري راحصاره ده
مجاهدینوته لله الحمد تر دې مهاله زیان نه دی اوښتی
2020/11/21

Related posts