جنوري 25, 2021

دکابل ادارې هغه امنیتي دوربین چیرته ده !!؟

دکابل ادارې هغه امنیتي دوربین چیرته ده !!؟

د ورځي خبره:

اسدالله خالد چې د کابل ادارې د دفاع وزیر ده، څو ورځې یې د خپلو لاپو شاپو په دوام کې وویل ؛ چې د افغانستان ۶۰ فیصده خاوره او سرحدات یې تر کلک امنیتي دوربین او څار لاندې دي . خو تېره ورځ چې د کابل ښار له زړه او عمومي جادې څخه له شلو زیات توغندي وویشتل شول، د خالد د غورو دربو ماشین یې سخت پیکه ، خوار او ذلیل وګرځاوه .

ډېره د تعجب خبره ده چې یو څوک د کابل ښار په مینځ کې د ښار د عمومي سړک پر غاړه توغندیز پلان عملي کوي او له هغې ځایه د ښار په مختلفو ساحو باندې تر ۲۳ خوا او شا توغندي توغوي او بیا یې عاملین هم نه تر سترګو کیږي ؟
په داسې حال کې دا خبره فقط دوه احتماله لري یا خو دا چې دا کار پخپله د اسدالله خالد او د امرالله صالح د بانډ لخوا طرحه شوی پلان دی ، کوم چې چې هره ورځ یې د کابل د ځوریدلیو ښاریانو پر وړاندې په ډېر قساوت ترسره کوي او یا هم د بل چا کار دی .
خو بالفرض دا د بل چا کار وي ؛ نو بیا د اسدالله خالد هغه ۶۰ فیصده دوربین او څارګره ټیکنالوجي څه معنا او مفهوم لري ؟ چې نور افغانستان خو څه چې یواځې د هېواد د پلازمینې یعنې د کابل امنیت هم تر پوشش لاندې نشي راوستلای ؟

خو لله الحمد افغان ولس په دې ښه پوه او خبر دی ، چې دغه ډول وحشیانه پیښې کومې چې په دې وروستیو کې په کابل ښار کې یو په بل پسې رامنځته شوې ؛ ددې ټولو طرحه او پلان یې مخامخ په ارګ کې تر کار لاندې نیول کیږي او د پوچو او شومو عزایمو لپاره پیاده کیږي .

د افغانستان دغو دښمنانو دې بدرنګه کړنو ته چې (پخپله یې طرحه کوي او اجراء کوي او پړه یې په اسلامي امارت ورتپي) ځکه مټې رابډوهلي ، ترڅو په قطر کې د امن او سولې په پار راټوکیدلې هڅې ټکنۍ او پیکه کړي او نړۍ ته دا وښایي چې اسلامي امارت سولې او بین الافغاني مذاکراتو ته ژمن نه دی .

د ارګ دا شرمښان دې په دې پوه شي! چې اسلامي امارت د امن، سولې او معقولې ډیپلوماسۍ داعیه د نړیوالو غوږونو ته په شد اومد رسولې او ورباندې منلې یې ده ، له دې وروسته په هیڅ صورت دا ممکنه نه ده ؛ چې د اسلامي امارت پر وړاندې د دوي دغه بار بار ازمایل شي شرارتونه او توطیې کوم ځائ ونیسي او له امله به یې د اسلامي امارت ته کوم زیان واوړي .
ـــــــــــــــــــــــــــــــ
ان شاءالله العزیز

Related posts