جنوري 25, 2021

نړیوالې مرستې؛ افغانستان کې د فقر تر کرښې لاندې ژوند!!

نړیوالې مرستې؛ افغانستان کې د فقر تر کرښې لاندې ژوند!!

د ورځي خبره:

ټاکل شوې ده چې نن او سبا جنیوا کې له افغانستان سره د مرستې په اړه نړیوال کنفرانس دائر شي، ویل کیږي دې کنفرانس کې به له افغانستان سره مرستې اعلانیږي. له افغانستان او افغان ولس سره همکاري او مرسته د ستاینې وړ دي، خو مهمه پکې داده چې بې غرضه مرستې وي او واقعا مستحقینو ته ورسیږي.
تېرو دوو لسیزو کې چې له افغانستان او افغان ولس سره څومره مرستې شوې، مثبت اغېز یې د ولس په ژوندانه کې نه تر سترګو کیږي،د بېلګې په توګه نه زراعت وده کړې ده، نه صنعتي سکتور پیاوړی شوی، نه تعلیمي ادارې مجهزې او معیاري شوې او نه هم د صحت په برخه کې داسي پرمختګ شوی چې افغانان خپل هیواد کې دننه د کومې ناورغۍ تشخیص او یا پوره معالجه وکړي.
د نړیوالو مرستو د غیاب او د مثبت اغېز د نشتوالي لوی لامل دادی چې د همدې ډول مرستو زیاته برخه د کابل مفسد رژیم او یا هغو انجیوګانو ته سپارل شوې چې خپل منځ کې یې د فساد لویه مافیا تشکیل کړې وه، چې له افغانستان سره مرسته شوې پیسې به یې د قانوني او لا قانوني لارو د بهرنیو هیوادونو په بانکونو کې جمع کولې.
په ۲۰۱۴ کال چې اشرف غني ارګ ته ننوت،مفسدین، قاتلان او خاینان یو ځل بیا پر لویو پوسټونو وګومارل شول. فساد، اختلاس، غصب، لوټ او تالان نور هم زیات شو او په پایله کې یې د ولس اقتصادي حالت او ټولنیز وضعیت ورځ تربلې د خرابیدو په لور روان دی. اشرف غني ځان ته د کمپاین لپاره ملیونونه ډالر له ملي بودجې څخه وایستل، پر نامعلومو لارو او چارو یې مصرف کړل، دا هغه پیسې وې چې له غریب ولس څخه یې د مالیې په نوم اخیستې وې. د کرونا وباء د خپریدو سره چې نړیوالو له افغانستان سره کومې نغدې او د طبي الاتو مرستې وکړې، دنغدو خو یې څرک هم نشو معلوم او د کرونا د ناروغانو لپاره مرسته شوې تنفسي الات یې پر ګاونډیو هیوادنو وپلورل!!
اسلامي امارت له افغانستان او افغان ولس سره د نړیوالو د مرستو هرکلی کوي، د مرسته کوونکو جهتونو سره د مرستو په ویش، تنظیم او شفافیت کې همکارۍ ته چمتو دی او دا خپل مسؤولیت او امانت ګڼي چې د مرسته کوونکو مرستې تر اړمنو کسانو او کورنیو پورې په سالمه توګه ورسوي.
که د جنیوا کنفرانس کې اعلانېدونکې مرستې کابل رژیم ته وسپارل شي، د تېر په څېر به د افغان مظلوم او بیچاره ولس په ژوند کې کوم مثبت بدلون را نه ولي. ځکه د افغان ولس په نامه راټولې شوې مرستې به د پخوا په شان د کابل رژیم په دننه کې د تکنوکراتانو او جنګسالارانو مفسده مافیا خپل منځ کې سره وویشي او ولس به د اوس په څېر د فقر او بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند ته ادامه ورکوي.

Related posts