جنوري 25, 2021

د ښځو حقوق، د سیاسي موخو لپاره…!!

د ښځو حقوق، د سیاسي موخو لپاره…!!

د ورځي خبره:

د جنیوا غونډي ته د کابل ادارې د ارګ څانګي اړوند، یو شمېر مسئولو او نا مسئولو چارواکو ګډي وډي څرګندوني وکړي، په ټوله کې د دوی آساسي غوښتنه دا وه چې نړیوال دې د کابل پر بې کفایته رژیم ډالر او وسلې نه قطع کوي، مرستې دې د پخوا په شان د افغان ولس پرځای د رژیم له فاسدو چارواکو سره وشي او د سولې پروسه دې نړیوال په هغه شکل سپوټ کړي؛ چې ارګ میشتې یې غواړي.
له دې ډلې نه یوه هم عیسوۍ، امریکایی الأصله لبنانۍ رولا وه، چې د غني له میرمنیتوبه پرته؛ د کابل اداره کې هیڅ کومه رسمي دنده نلري؛ د ژنیو غونډي ته خبرو کې نوموړې وویل: « افغان مېرمنې د هغې سولې ملاتړ نه کوي، چې په کې د ښځو حقونه او اتلس کلنې لاسته راوړنې خوندي نه وي». هغې زیاته کړه، نړیوال دې د سولې د هغي پروسې ننګه وکړي چې په اصطلاح د حکومت په رهبري کې مخ ته ولاړه شي.
د کابل رژیم چارواکي د سیاسي انزوا، مالې فساد، اخلاقي انحطاط، ملي خیانت او نورو ډول ډول بشري تخطیو او دوه مخیو هغه پوړۍ ته رسیدلی چې اوس د ښځینه او نورو بشري حقوقو د دفاع نارې سورې هم د خپل سیاسي فساد او شخصي موخو لپاره وهي.
رولاغني چې نه له افغانانو سره کوم معنوي او عقیدوي تړاو لري، نه جغرافیایی مشترکات او نه کومه سیاسي رسمي دنده لري، خو بیا هم د نړیوالو په وړاندي ځان د افغان میرمنو تر دې حده مدافع وکیله ګڼي چې له نامسئول ادرسه، د افغان میرمنو په استاځولۍ د سولې په وړاندي سرې کرښې را کاږي. وای ترهغو پوري سوله نه منم چې طالبانو د ښځو د آزادۍ او د اتلس کلنو لاسته راوړنو د حفاظت ډاډ نه وي ورکړی.
دوی د ښځو د دفاع شعار فقط د دې لپاره زمزمه کوي چې د نړیوالو توجه ځان ته واړوي، او په دې توګه د خپلي بقا لپاره د هغوی ډالري، پوځي او سیاسي ملاتړ ترلاسه کړي.
کنه نو افغان ولس پوهیږي چې ارګ میشتو د ښځو کوم حقوق ورکړي؟ آیا دا یې حقوق دي چې په ټوله حکومتي دستګاه، خصوصاً په ارګ کې دننه، د جنسې استحصال په بدل کې پردندو ګمارل کیږي؛؟ او که دا یې حقوق دي چې په نیمه شپه کورونو ته عسکر ور اوړي د میندو په غیږه کې بچیان، خاوندان او وروڼه ورته وژني؟ او که یې دا حقوق دي چې بې ګناه تورسرې د القاعده او یا طالب په نوم له کورونو راباسه او زندان ته یې اچوه؟ او که دا یې حقوق دي چې د سیګار په خبره د چارواکو لخوا د وژل شویو عسکرو د میرمنو عزتونه د هغوی د معاشاتو په بدل کې لیلامیږي، او دولت یې هرڅه بابیزه ګڼي.
حقیقت دا دی چې د ښځو حقوق د افغانستان په تاریخ کې دومره نه دي مسخره شوي؛ لکه څومره چې د کابل د ګوډاګي رژیم په دې شل کلن غلامانه بادشاهت کې لیلام شوي.
د ښځو ريښتینی مقام، عزت، تعلیم، کار او نور ټول حقوق تنها اسلام او د اسلامي شریعت په کامل نفاذ کې خوندي کیدلای شي. چې اسلامي امارت په هرصورت ورته متعهد دی. او دا یې پر افغان میرمنو احسان نه، بلکي د یو الهي حکم تعمیل دی چې اسلامي امارت یې پرځان لازم ګڼي.
افغان میرمني، ولس، او نړیوال باید دې ته متوجه وي چې د کابل رژیم د فاسدو، غلو او سیاسي شعبده بازو چارواکو په نمایشي خبرو تیر نه وځي. چې هغوی دا هرڅه د خپلو سیاسي موخو او سیاسي فساد لپاره زمزمه کوي.

پای ………….!

۲۰۲۰ / ۱۱ / ۲۵

Related posts