
نړیوالې خبري رسنۍ وایي، د چهارشنبې په ورځ د فرانسې مشرانو جرګې یو پرېکړه لیک تصویب کړ، دوی په دې پرېکړه لیک کې د فرانسې له حکومت څخه غوښتنه کړې وه، چې نګورونو قره باغ دې د یو مستقل جمهوریت په توګه په رسمیت وپېژني.
نګورونو قره باغ چې له لسیزو راهیسې د اذربایجان او ارمنستان تر منځه پرې لانجه ده روانه ده، تر اوسه یوه هیواد هم دا سیمه د مستقل هیواد په توګه په رسمیت نه ده پېژندلې.
د ورکړل شویو راپورونو له مخې، د فرانسې د کورنیو چارو وزیر په یوې اعلامیه کې، د فرانسې د مشرانو جرګې دغه پرېکړه لیک غندلی او ویلي یې دي، چې داسې پرېکړه نه د ارمنیا په خیر او نه هم د نګورونو قره باغ د خلکو په خیر ده.
نګورونو قره باغ اذربایجان کې موقعیت لري، نړیواله ټولنه یې هم د اذربایجان یوه برخه ګڼي، خو دا سیمه ارمنستان د هغو جګړو پر مهال ونیوله چې د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته پیل شوې وې.
د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوې اعلامیه کې د فرانسې د مشرانو جرګې یو طرفه پرېکړه لیک تصویبول غندلي او دا پرېکړه یې رد کړې ده، یاد وزارت ویلي، دا پرېکړه د هغو سناتورانو لخوا طرحه شوې ده، چې په کلکه د ارمنستان ملاتړي دي.
د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت همدا راز ویلي، د فرانسې د مشرانو جرګې دغه پرېکړه هیڅ قانوني حیثیت نلري او دوی ته د منلو نه ده، یاد وزارت همدا راز ویلي، دې پرېکړه لیک ته په کتو د اذربایجان په ټولنه کې د فرانسې منځګړیتوب ته د شک په سترګه کتل کیږي.