
د ورکړل شویو راپورونو له مخې، د بریتانیې بهرنیو چارو وزارت په تازه اعلامیه کې، له اسرائیلو غوښتنه کړې، تر څو په اشغال شوي بیت المقدس کې له ابادیو جوړولو ډډه وکړي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې همدا راز راغلي، د اسرائیلو لخوا په اشغال شوي بیت المقدس کې د ۴۵۰ ابادیو جوړول د ملګرو ملتونو له قوانینو څخه په ښکاره توګه سرغړونه ده، دا کار د فلسطین او اسرائیلو تر منځ د بې اعتمادۍ فضا را منځته کوي او د دواړو هیوادونو تر منځ احتمالي مذاکراتو پیلولو ته به زیان واړوي.
په ورته وخت کې د مصر د بهرنیو چارو وزارت په تازه اعلامیه کې ویلي، په ختیځ بیت المقدس ”جبل ابو غنیم“ کې د اسرائیلو لخوا د ابادیو د جوړولو پلان د سیمې ثبات له ګواښ سره مخ کوي.
د مصر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ”احمد حافظ“ ویلي، د اسرائیلو دا اقدام د روسیې او ملګرو ملتونو له قوانینو څخه په ښکاره توګه سرغړونه ده او د دواړو هیوادو تر منځ د احتمالي خبرو د پیلېدو هڅې له خنډ او ځنډ سره مخ کوي.
د مصر، بریتانیا او نورو هیوادونو لخوا په داسې مهال اسرائیلو ته خبرداری ورکول کیږي، چې د دې هیواد د ټولنیزو چارو وزیر ”زاهي هنګبي“ نن پنجشنبه اعلان وکړ، چې ”بنیامین نتنیاهو“ هوډ لري، چې د کابینې تر رایه ورکولو وروسته د فلسطین په خاوره کې د ابادیو جوړول قانوني کړي.