جنوري 25, 2021

میدان وردګ چک ولسوالۍ کې د یو باب ديني مدرسې افتتاح وشوه.

میدان وردګ چک ولسوالۍ کې د یو باب ديني مدرسې افتتاح وشوه.

د افغانستان اسلامي امارت د تعليم او تربيې د مسئولينو په هڅو او د سيمي د مخلصو هېوادوالو په مرسته میدان وردګ چک ولسوالۍ اړوند د خوات حاجیانو په سيمه کې یو باب دیني مدرسه د حضرت (ابوبکرصدیق رضی الله عنه) په نوم پرانیستل شوه.

په پرانیست غونډه کې چې د تعليم او تربيې په ځايي مسئولينو سربېره علماء کرا مو، ملکي مسئولينو او عامو مسلمانانو ګډون کړی وو، علماء کرامو د دیني زده کړو په ارزښت او اړتیا ګډونوالو ته په زړه پوري ويناوې وکړې.

له معمول سره سم د یادې افتتاحیه غونډې مراسم د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل او د دعاء په کولو سره پای ته ورسېدل.
۲۰۲۰/۱۱/۲۰

Related posts