جنوري 22, 2021

د عامه شتمنیو ساتنه یوه مهمه وجیبه

د عامه شتمنیو ساتنه یوه مهمه وجیبه

د اونۍ تبصره:

په دې وروستیو کې د دښمن لخوا په مکرر ډول ادعاء کیږي چې د اسلامي امارت مجاهدین عامه شتمنیو ته زیان رسوي. په دې برخه کې دوی په هغه ویډیو استدلال کوي چې په روزګان ولایت کې ځیني خلک له یوې تعلیمي ادارې څخه بیلابیل توکي او وسائل غلا کوي.
باید په زغرده ووایو چې اسلامي امارت نه پخپله په عامه شمتنیو تعرض کوي او نه بل چا ته اجازه ورکوي چې د بیت المال اړوند توکو او عام المنفعه تاسیساتو ته زیان ورسوي. د روزګان حادثه د جګړې د غیر نورمال حالت یوه استثنایي پیښه ده. هغه خلک چې دغه تعلیمي مرکز یې لوټ کړی دی، مجاهدین نه بلکې ځیني فرصت طلب لوټماران دي. په داسې حال کې چې مجاهدین په جګړه بوخت وو، دې لوټمارانو له فرصت نه ګټه اخیستې او د تعلیمي مرکز توکي یې لوټ کړي دي. د دې په اړه د اسلامي امارت محلي مسؤلین په جدي هڅو بوخت دي تر څو لوټ شوي توکي بیرته ترلاسه او لوټماران مجازات کړي.
باید په یاد ولرو چې دغه وړ پیښې چې په مختلفو سیمو کې د خودسره خلکو لخوا کیږي په کار نه ده چې په مجاهدینو تاوان شي. د اسلامي امارت د تأسیس یوعمده هدف دا و چې هیواد له لوټمارانو خلاص کړي. زموږ په یاد دي چې دکمونیزم پر خلاف د جهاد له بریا وروسته ټوپکیانو او لوټمارانو د ملي شتمنیو په چور او تالان لاس پورې کړ. عامه تأسیسات او د بیت المال اکثره شتمنۍ یې لوټ او د کباړ په نوم له هیواده وایستې. تر دې چې د همدې لوټ تالان د مخنیوي په خاطر د هیواد متدینو اقشارو قیام وکړ. د افغانستان اسلامي امارت تأسیس شو، لوټماران له هیواده وشړل شول او ملي شتمنۍ محفوظې شوې.
دا چې د اسلامي نظام له مهمو وظائفو څخه یوه وظیفه د خلکو د ځان او مال حفاظت دی. اسلامي امارت د عامه شتمنیو لکه روغتون، ښوونځي، پوهنتون، سرک، د اوبو بند او نورو عام المنفعه تأسیساتو ساتنه خپله وظیفه بولي. په ټولو مفتوحه سیمو کې یې عام المنفعه ځایونه ساتلي دي او د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې یې د بیا رغونې پروسه هم جاري ساتلې ده.
اسلامي امارت له خپله اړخه همیشه تعهد کړی او عملا یې هم ثابته کړې چې تر واک لاندې ساحو کې به یې ملي شتمنیو ته زیان نه رسیږي. د روزګان پیښه په هیڅ صورت په دې برخه کې زموږ د تګلارې ښکاروندوی نه بلکې یوه جرمي پیښه ده چې د محلي خودسره کسانو لخوا رامنځته شوې ده.
موږ هیله لرو، لکه څنګه چې رسنیو د روزګان د پيښې په اړه پراخ نشرات وکړل او دې واقعې ته یې په لویه کچه انعکاس ورکړ په کار دا ده چې دوی د مقابل اړخه عمدي جنایاتو ته هم یو څه توجه وکړي. د دوی د معلوماتو لپاره به ووایو چې یوازې په تېر ۲۰۱۹ م کال کې د کابل ادارې او د هغوی د بهرنیو ملاتړو لخوا په چاپو او بریدونو کې (۱۰۲)مساجد په بمونو منفجر یا په بمبار کې تخریب شوي او د (۱۴) مساجدو دروازې يې په بمونو الوزول شوي دي. (۱۸) بابه مکاتب، (۲۰) بابه صحي کلینیکونه (۱۶۵۰) د عامو خلکو کورونه او (۱۱) بابه ديني مدارس قصدا تخریب شوي دي. دغه راز د (۶۲۷) کورونو او دکانونو دروازې منفجر شوې دي او زیانونه ورته رسیدلي دي، له دې علاوه (۲) هوټلونه، (۲۸۱) واړه او غټ عراده جات، (۱۷۱۹) بابه دکانونه، (۱۱۰۲) عرادې موټرسائيکلان د دښمن سوځول شوي او سلګونه څاروي، د (۲۶۰) آبي منابعو لمریزې هندارې او د خلکو له کورونو په ملیونونو نقدې افغانۍ عسکرو لوټ کړي دي، دغه راز د دښمن لخوا د بې دفاع اوبې وزله هېوادوالو (۴۲) د غنمو او وربشو درمندونه هم قصداً سوځول شوي دي.
خو د کابل ادارې او د هغوی د بهرنیو ملاتړو د دغو پراخو جنایاتو او مظالمو په اړه اکثره رسنیو ګونګې روژې نیولي دي.

Related posts