جنوري 22, 2021

په پروان کې د کابل ادارې د استخباراتو په توقیف خونه کې د یو ټپي د شهادت په اړه د بندیانو چارو کمیسیون اعلامیه

په پروان کې د کابل ادارې د استخباراتو په توقیف خونه کې د یو ټپي د شهادت په اړه د بندیانو چارو کمیسیون اعلامیه

تیره ورځ د پروان ولایت کې د کابل ادارې د استخباراتو(امنیت ملي) په توقیف خونه کې هغه تن د شکنجو لاندې شهید کړل شو چې په ټپي حالت کې نیول شوی و.
دغه مجاهد قاري شاپور د محمدنبي زوی د پروان ولایت سیدخیلو ولسوالۍ د دوست محمد خیلو کلي اوسیدونکی و چې دوه ورځې وړاندې په ټپي حالت کې د دښمن لخوا نیول شوی و.
د کره معلوماتو په اساس یاد اسیر د کابل ادارې د استخباراتي کارمندانو لخوا د تحقیقاتو په مهال د په خورا قساوت سره د شکنجو لاندې نیول شوی وو چې تیره ورځ شهید کړل شو.
اسلامي امارت د شکنجو لاندې د اسیرانو په شهادت رسول غندي او جنګي جنایت يې بولي.
دا جنایت په داسې حال کې ترسره کیږي چې د کابل ادارې بیلابیلو چارواکو په مکرر ډول له خپلو ماتحتو افرادوته لارښوونه کړې چې د جګړو په مهال اسیران شهیدان کړي.
موږ له نړیوالو حقوقي ادارو او بشري نهادونو څخه هم غواړو چې د دښمن دغه راز ناوړه اعمالوته متوجه واوسي او د یادو جنایاتو د تکرار په مخنیوي کې خپل مسئولیت ادا کړي.
د اسلامي امارت د بندیانو چارو کمیسیون
۱۲/۴/۱۴۴۲هـ ق
۷/۹/۱۳۹۹هـ ش ــ 2020/11/27م

Related posts