جنوري 22, 2021

کابل دې د دسیسو د طرحو په ځای، سولې ته ژمن شي !

کابل دې د دسیسو د طرحو په ځای، سولې ته ژمن شي !

د مورچل مجلې سرمقاله: 

له کله نه چې دافغانستان اسلامي امارت له امریکا سره دافغانستان د خپلواکۍ اودهغوی داخراج سند لاسلیک کړی له هماغې ورځې تر ننه دکابل ادارې هڅه اوهاند کړی چې په هر ډول وي دسولې په راتلوکې خنډپیداکړي او جګړه دوام ومومي تر څو دوی دقدرت له ګدۍ لرې نه شي او واک له لاسه ورنه کړي، په ظاهر کې خو سوله په خوله یادوي ولې په عمل کې یې تر دې دمه هیڅ داسې حرکت نه دی کړی چې دسولې په راتلوکې دې ممِد واقع شي، د سولې مذاکرات یې هم دبندیانو له تاخیر نیولې بیا  ترنورو ډېرو حیلو او بهانو  وځنډول .

نه یواځې په دې برخه کې یې کوم مؤثر ګام پورته نه کړ، بالعکس  یې دسولې په وړاندې د خنډونو په ایجاد کې نوښتونه ترسره کړل او په دې ورستیو کې یې د لېونتوب تر حده داسې هڅو ته لاس اچولی چې په هیڅ ډول دتوجیه وړ نه دي، د دې لپاره چې عام ذهنیت یې اغفال کړی وي د یولړ اجتماعي او انفرادي وژنو د دسیو په عملي کولو یې لاس پورې کړی ، دکابل پوهنتون دبې ګناه محصلینو د وژنې پلان اوس له هیچا هم پټ نه دی چې چا او دکوم غرض لپاره ترسره کړ ، ټول محصلین، استاذان، مامورین، مدنی فعالان شنونکي او د محصلینو والدین  په واز کومي نارې وهي چې دا حرکت د سولې داختناق لپاره یوه دولتي هڅه وه او د دې خبرې دثبوت لپاره یې خورا دلایل اونښې وړاندې کړې .

په ورته مهال یې دامریکا دانتخاباتو له بدلون سره په تمه له ارګ څخه اعلان وکړ چې د مجاهدینو په ضد د تبلیغاتي جګړې لپاره تیاری روان دی او یو منسجم پلان به په کار اچول کیږي، دارګ ویاند داخبره ډېره په شد اومد وکړه چې په امریکاکې د نوي بدلون په راتلو سره دوی ته په کار ده چې ټول په ګډه د طالبانو په ضد په دغه تبلیغاتي جګړه کې برخه واخلي . داعلان په دویمه ورځ  دارګ معاون امرالله صالح وویل : طالبان اراده لري چې مدني فعالان هدف وګرځوي او شاید ووژل شي، نو په کار ده چې له دولت سره په همغږۍ د دوی له طرحو څخه ملاتړ وکړي او دطالبانو په ضد په دغه تبلیغاتي محاذ کې له دوی سره په ګډه برخه واخلي، کنه نو ژوند یې په خطره کې دی. ښاغلي صالح په ډېر ښکاره ډول مدني فعالان او لیکوال په مرګ تهدید کړل او دایې د سوله ضد ناوړه حرکتونو یوه بله هڅه وه .

دادی اوس  د خپلو داعشي ملېشو له لارې غواړي چې په پل چرخي زندان کې په زنداني طالبانو پراخ عملیات ترسره کړي چې دغچ اخیستنې ترڅنګ غواړي طالبان دې ته راوپاروي چې دسولې بین الافغاني مذاکرات لغوه  کړي ، داچې دافغانستان اسلامي امارت استخباراتي مؤظفینو دکابل ادارې دغه شوم پلان په وخت سره کشف کړ، هم مهاله یې په دې اړه نړیوال او داخلي ټول سازمانونه پرې خبر کړل او هم یې په دې اړه خپل نظامي ترتیبات ترسره کړل .

دارګ د دغه سوله ضد پټو او ښکاره هڅو او پلانونو په وړاندې له یوڅو تنو شننونکو پرته چې کله ناکله خبره کوي، نور  ټول حرکتونه، رسنۍ، سیاسي څېرې، متنفذین او تنظیمونه پټه خوله دي او له دومره ښکاره او څرګندودسیسو سره سره  د ولس وژنې په جنایتونو سترګې پټوي، سړی نه پوهیږي دوی دکومې ورځې انتظار کوي او کله به بیا خپل مسؤلیت اداکوي؟

چېرته دي هغه  د سولې حرکتونه! چې په یبلو پښو او پياده مزلونو یې لارې پل کولې، رسنۍ به یې په سر اخیستې وې؛ نن چې د سولې په وړاندې په دومره سپین سترګۍ او مکارۍ شیطاني خنډونه اودسیسې په کار اچول  کیږي هیڅ غږ یې نه اورېدل کیږي او یو ګام هم نه پورته کوي ؟!

مونږ وايو د قدرت د بقا لپاره د دغه ډول دسیسو او شومو پلانونو په ځای که ارګ سولې ته ژمن شي او دسولې په ضد له خنډونو څخه لاس واخلي په څو برابره یې په خیر او په هیواد کې د آرام ژوند لپاره ورته ډېره اسانه لار ده.

 

Related posts