جنوري 22, 2021

د افغانستان معاصر جهاد د شریعت له نظره/۵۸ مه برخه

د افغانستان معاصر جهاد د شریعت له نظره/۵۸ مه برخه

لیکنه مفتي عبد الله رشاد

د برهان الدین رباني په شتون کې له ملا محمد عمر سره بيعت!

د مصالحو او امورو د تنظیم لپاره په اسلامي نظام کې امامت ستر اهمیت لري.
پر امت لازمه ده چې د خلافت او امامت د قیام لپاره لاس په کار شي او د امام له نصب څخه وروسته، د هغه ساتنه او د اوامرو تعمیل يې پر اتباعو باندي لازم دي.
د احنافو د مذهب مطابق د شرعي او عادل امام پر خلاف باندي هيڅوک هم مسلح خروج نشي کولای، که څه هم امام فاسق او ګنهګار وي.
او که څوک يې پر خلاف وسله اوچته کړي؛ د شریعت له نظره هغه باغي بلل کیږي، چې اول به پوهول کیږي که بیا هم له مخالفت څخه لاس په سر نشي او فتنې ته لمن وهل جاري وساتي، نو د قرآنکریم د صریح حکم {فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي} [الحجرات: 9] مطابق به تر هغو وژل کیږي، ترڅو يې سلاح پر ځمکه نه وي ايښې.
علامه سرخسي رحمه الله تعالی وايي:
وهذا لأنه ما دام حاملا للسلاح فهو قاصد للقتال إن تمكن منه فيقتله دفعا لقتاله. المبسوط: 10/133.
همدا شان په السیاسة الشرعیة کې لیکي چې پرته له څه پيښي او بې له کوم شرعي لامل څخه پر امام باندي خروج ناروا دی او پر دې باندي اجماع هم ده.

ولا يجوز خلع الإمام من غير حدث ولا تغير أمر، وهذا مجمع عليه. ص: 579.

پر شرعي امام باندي خروج کول د دي لپاره منع دي چې په خلکو کې فتنه خپره نشي د الله د احکامو ساتنه وشي، او د خلکو مصلحتونه ضائع نشي، د مصالحو په نظر کې نیولو سره د شرعي امام لپاره ځانکړي شرائط هم د همدې لپاره وضع شوي چې د عامه مصالحو حفظ وشي، کله چې د شرائطو فقدان راشي، بیا نو یا امام پخپله معزول بلل کیږي او یا به يې اهل الحل والعقد له امامت څخه لیري کوي، ولي چې امامت د خلکو له لوري وکالت دی او وکیل چې خپله وظېفه سمه سر ته نشي رسولای، نو د موکل له لوري معزول کېدای شي.

کله چې د امامت ستر مصلحت منتفي شي!

د امام لپاره تر ټولو مهم شرط د هغه سلطه ده، چې پر خپل رعیت او ما تحت به تسلط لري، دفع د منکر به کولای شي او امر بالمعروف به کولای شي، له ظالم څخه به د مظلوم دفاع کولای شي، که خدای مکړه، امام د یو چا لخوا څخه مقهور شي یعني د بل چا تر غلبې لاندي راشي او شرعي احکام نشي پلي کولای او نه هم له خلکو څخه د مظالمو دفع کولای شي، او یا يې سلطه او کنټرول نه وي، نو په دغه حالت کې د امامت ستر مصلحت له منځه تللی بلل کيږي، بیا نو د امام او عدم امام په منځ کې فرق نشته.

په السیاسة الشرعیة کې ليکل شوي:
أن الرئيس ينعزل عن منصبه إذا بطل تصرفه باستيلاء آخر على هذا المنصب بالقوة، سواء أكان الرئيس المقهور قد جاء إلى الحكم عن طريق اختيار أهل الحلّ والعقد أم كان هو الآخر قد قهره من سبقه. ص: 585.

د برهان الدین رباني امامت او پر هیواد يې سلطه!

برهان الدین رباني خو په کابل کې لا پر ټول ښار تسلط نه درلود، یوازي د کابل په ښار کې د قدرت له اوو تر اتو جزېرو وجود درلود، چرته چې به د جنبش سلطه وه، هلته رباني ځان مسؤل نه ګڼی او چرته چې به د حکمتیار قدرت و، هلته د رباني نوم چا نشو اخیستلای، نو په داسي حالاتو کې یو څوک هم د امام په امامت باندي قائل نه دي، ځکه چې امام هغه څوک بلل کیږي، چې په رعیت کې له چا پوښتنه وکړې چې امام مو څوک دی، نو هغه بغیر له تردد څخه د امام نوم در اخلي او وايي: چې فلان دی، نو برهان الدین رباني خو په کابل کې چا د امام په صفت نه پېژندی، نو ځکه موږ په صراحت سره ویلای شو، چې د برهان الدین رباني امامت خو له ابتداء څخه مخدوش الحال و، خو که يې امامت تسلیم هم شي، نو په داسي حالاتو کې د امامت د ستر مصلحت د زوال له امله د رباني امامت هم ختم دی، او پر امت باندي لازمه وه، چې د ځان لپاره شرعي امام مقرر کړي، چې دا کار په کندهار کې د پنځلس سوو علماؤ په بیعت سره ترسره شو او امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله تعالی يې امام مقرر کړ.

برهان الدین رباني واجب العزل هم و !

که موږ دا ومنو چې برهان الدین رباني شرعي امیر و، نو د رباني د مظالمو او شروفساد له امله هغه واجب العزل و، موږ ټول پر دې شاهدان یو چې رباني او بانډ يې تر ننه پوري په لوړه سطحه په مظالمو او وژنو کې را ښکیل دي، یوازي په کابل کې د رباني په جنګو کې بې شمېره خلک ووژل شول، نو د داسي حالت په اړه علامه ابن سمناني الحنفي فرمايي:
چې پر دینداره طبقه او پر عام مسلمانانو باندي د داسي امام خلع واجبه ده، او پر دې باندي د مسلمانانو تعامل او عادت هم راغلی.

والإمام إنما يخلع إذا ارتكب من الأمور ما لا يجوز أن يبتدئ له معه ولاية، ولأنه نائب عن المسلمين، يستوفي ما وجب لهم من الحقوق ويوفيهم ما يجب لهم، ويستوفي منهم ما يجب استيفاؤه لله تعالى، فهو الأمين، والذائد عن الدين، فإذا جار واعتدى وتمرد واحتوى على الأموال وجب على أهل الدين وعلى المسلمين خلعه ومنعه والاستبدال به، وبهذا جرت عادة المسلمين فيمن خرج عن الطريقة ولم يستقم بهم في المسيرة. روضة القضاة وطريق النجاة للعلامة ابن السمناني الحنفي: 1/152.

د برهان الدین رباني په مخالفت کې طالبان، باغیان او که د حق داعیان وو؟

ځیني هغه خلک چې د طالب په مخالفت کې يې خپلي ګټي نغنښتې دي؛ د طالبانو پر نظام دا سوال هم کوي، چې هغوی د برهان الدین رباني له امارت څخه باغیان ول، رباني د افغانستان جمهور رئیس و، او طالبانو يې مخالفت وکړ، خو حقیقت داسي ندی، ځکه چې باغیان هغه چا ته ویل کیږي، چې د امام عادل مخالفت وکړي، او که د یو ظالم جابر حاکم په مقابل کې مسلمانان راپورته شي او د حق غوښتنه ځيني وکړي هغوی ته باغیان نه ویل کیږي او نه يې حکم د باغیانو دی، بلکي له ظالم جابر څخه خپل او د عامو خلکو د حقوقو غوښتونکي بلل کیږي.

علامه شبلي رحمه الله تعالی وايي:
بيانه أن المسلمين إذا اجتمعوا على إمام وصاروا آمنين به فخرج عليه طائفة من المؤمنين فإن فعلوا ذلك لظلم ظلمهم فهم ليسوا من أهل البغي وعليه أن يترك الظلم وينصفهم. حاشیة الشبلي مع تبيين الحقائق: 3/294.

همدا شان په الأساس في السنة وفقهها کې لیکي:
الخارجون على الإمام الحق بغير الحق، فإذا ما خرج ناس بالحق على الإمام الحق فليسوا ببغاة. ويجب على الإمام أن يتراجع، وإذا ما خرج ناس على الإمام غير الحق فليسوا ببغاة، ولمثل هذه المعاني أراد عبد الله بن يزيد الأنصاري أن يُشْعِر أبا بردة بأن هؤلاء ليسوا من كلاب النار، بل قد يكونون من الناجين عند الله. 1/474.

نو رباني نه د افغانانو امام و او نه يې هم پر عامو افغانانو باندي حکم واجب التعمیل و، که بیا هم امامت يې تسلیم شي، د ظلم او شروفساد او پر هیواد باندي د نه سلطې له امله د افغانستان پر مسلمانانو باندي لازمه وه چې له قدرت څخه يې لیري کړی وای او له یو عادل حاکم سره يې بيعت کړی وای، چې هغه په کندهار کې د پنځلس سوو علماء کرامو په بیعت سره تر سره شو.
په راتلونکي لیکنه کې به د کرزي او اشرف غني پر حیثیت او له امریکایانو او د هغوی له همکارانو سره پر معاصر جهاد باندي تفصیلي بحث وکړو.
2020-11-

Related posts