جنوري 22, 2021

د هیواد واک د چا لاس ته لویدلی؟؟

د هیواد واک د چا لاس ته لویدلی؟؟

زخمي افغان

همدا اوس یو ځل بیا دا پوښتنه ډیره مطرح کیږي چې آیا د کابل د اوسني حاکم رژیم په وړاندې جهاد مشروعیت لري او که نه یې لري؟ زه کوم مفتي او لوی عالم نه یم چې دلته په دې اړه فتوی صادره کړم، اما د یوه مسلمان په حیث غواړم د کابل د اوسنۍ ادارې په اړه خپل نظر له دیني نقطه نظره درسره شریک کړم.

د کابل اوسني رژیم ته که یو سرسري نظر وکړو او په خاص ډول د دې رژیم اصلي واکداران او د چارو متصدیان له نظره تېر کړو نو رامعلومه به شي چې دغه نظام زموږ د مسلمان ولس لپاره یوه لویه فتنه او د افغانستان د راتلونکي لپاره زهر قاتل دی، چې که خدای مکړه په دې اوسني کم او کیف دوام پیدا کړي نو دا به زموږ د مسلمان او متدین ملت لپاره د معنوي مرګ په معنی وي.

د یوه نظام او سیستم د تللو معیار دا دی چې لومړی دا وکتل شي چې د هغه نظام اصلي قیادت او د تصمیم ګیرۍ اختیار د چا په لاس کې دی؟ همدا اوس که د کابل رژیم ته نظر وکړو درې کسان په نظر راځي چې د کابل ادارې اصلي متصدیان او د چارو واکمن بلل کیږي. اشرف غني چې ځان ولسمشر ګڼي، لومړی مرستیال یې امر الله صالح او د ملي امنیت شوری مشر  ډاکټر حمد الله محب.  که د دې دریو کسانو سابقه او تشخص راوپلټو نو رامعلومیږي چې دوی یو هم له دې هیواد سره دیني، فکري او ارزښتي تړاو نه لري، بلکې د ټولو دماغ له پردیو افکارو، اسلام ضد خیالونو او غربي تمایلاتو ډک دي.

اشرف غني خو هغه څوک دی چې حتی د ماشومتوب له وخته یې د افغانستان له متدین او غیرتي چاپیریال سره اړیکه شکیدلې ده. نوموړی لا ماشوم و چې د یوه بورس له لارې امریکا ته لاړ، هلته یې یوې امریکایي کورنۍ پالنه په غاړه واخیسته او بیا د ځوانۍ تر وخته د امریکایي فرهنګ په غیږ کې په سوچه امریکایي او غیر دیني روحیه وروزل شو.

نوموړي وروسته عالي تحصیلات هم د بیروت په امریکایي پوهنتون کې ترسره کړل. د بیروت پوهنتون امریکایانو د دې لپاره جوړ کړی تر څو تر اشغال لاندې هیوادونو ته داسې رهبران وروزي چې په نسب د هغه ولس وي خو د فکر، عقیدې او تعهد له اړخه بشپړ امریکایي وي. اشرف غني د افغانستان لپاره روزل شوی همداسې افغان امریکایي دی. د نوموړي شخصیت له دې معلومولای شئ، چې ښځه یې عیسوۍ ( لبنانۍ ــ امریکایي) ده،  زامن او لوڼې امریکایان دي چې حتی پښتو او فارسي ژبه هم نه شي ویلای. نوموړي د عمر اکثره برخه په امریکا کې تېره کړې او یوازې هغه وخت یې نوم افغانانو واورید چې کله په افغانستان د امریکایي یرغل مقدمات پیل شول. عبدالکریم خرم په خپل کتاب لیکلي چې اشرف غني هغه وخت په لمونځ کولو پیل وکړ کله یې چې ځان ولسمشرۍ ته کاندید کړ. نوموړی چې لمونځ کوي داسې چمونه ترې کیږي لکه ماشوم چې اول ځل په لمانځه درول شوی وي، بې ځایه غوږونو ته لاس جګول، بې ځایه سجدې یا رکوع ته تلل او دغه وارخطایي یې د دې علامه ده چې نوموړي یوازې د افغان ولس د تیر ایستلو لپاره په لمانځه پيل کړی دی او پخوا یې دغه عبادت نه کاوه.

د کابل ادارې مرستیال امر الله صالح بیا تر اشرف غني هم لړلې ماضې لري. د نوموړي په باره کې د جمعیت ګوند یوه مخکښ او معتبر شخص د مسکو د کانفرانس په مهال د اسلامي امارت استازو ته ویلي وو چې امرالله صالح مسلمان نه دی ( العیاذ بالله) امرالله صالح هم کټ مټ د اشرف غنی په شان امریکایانو روزلی، خو په دومره فرق چې اشرف غني په امریکایي ښوونځي او بیروت پوهنتون کې د وګړ پوهنې تخصص کړی خو امرالله صالح  ته یې بیا په لانګلي کې د سي آی اې په مرکزي دفتر کې استخباراتي تعلیم ورکړی دی. امرالله صالح هغه کس و چې د یرغل په پيل کې افغانستان ته د سي آی اې د لومړني راغلي ټیم سره یې د ژباړن دنده اجراء کوله. نوموړی په دې افتخار کوي چې دامریکایانو جاسوس دی. د ده مغز هم د اسلام او دیانت پر ضد له دښمنانه افکارو ډک دی او له دیني ارزښتونو سره سخت ترینه دښمني لري.

د کابل د ادارې دریمه پایه د حمد الله محب په نوم یوه نوې څېره ده. حمد الله محب پخوا ډیر پيژندوی نه و خو د اشرف غني له مشر کیدو سره ناڅاپه راشین او دومره معتبر شو چې په کم وخت کې په امریکا کې سفیر اوورپسې د هیواد د ټولو امنیتي ځواکونو مشر ( د ملي امنیت شوری) مسؤل وټاکل شو. حمد الله محب هم د اشرف غني غوندې امریکایانو روزلی او حتی له امریکایانو سره خپلوي او دوستي هم لري. د نوموړي ښځه لائل آدامز امریکایي ده. لائل آدامز د امریکا نیو یارک ته نږدې په Asheville ښار کې زیږېدلې وه. د باسټن له پوهنتون څخه د مرکزي او جنوب ختیځ آسیا په چارو کې ماسټري لري او داسې معلومیږي چې د حمد الله محب غوندې یې ښځه هم په افغانستان کې د یوه مهم کردار لپاره روزل شوي وي.

دغه درې اشخاص چې د کابل ادارې د ټولو سیاسي، نظامي او نورو اختیاراتو واګې ورسره دي، د ټولو ما به الاشتراک دا دی چې ټول غیر دیني افکار لري. په سیکولرزم او غربي فلسفه ټینګ باور لري او ټولو تعهد کړی چې غربي فرهنګ او افکار به په دې هیواد کې پیاده کوي.

که د دې خلکو واکمني دوام پیدا کوي او نو معنی یې دا ده چې زموږ راتلونکی نسل باید هر یو د همدې کسانو په شان فکر او کردار ولري او دا زموږ د ولس لپاره د مطلق معنوي سقوط او هلاکت په معنی ده. ځکه زموږ د ولس تر ټولو ګرانبها سرمایه زموږ دیني معتقدات او زموږ هغه دیني تشخص دی چې د صدر اسلام له وخته په میراث راپاتې دی او د پیړیو په اوږدو کې زموږ نیکونو په ډیرو قربانیو را ساتلی دی. دغه تشخص له موږ سره یو امانت دی چې باید راتلونکو نسلونوته یې انتقال کړو تر څو هغوی له ابدي تباهۍ او ګمراهۍ څخه محفوظ پاته شي. پر کابل اوسني واکمن هڅه کوي چې له موږ څخه دغه تشخص واخلي خو موږ باید په هیڅ صورت اجازه ورنکړو او په خپل ځاني، مالي او لساني جهاد سره د خپل دین او اسلامي افکارو ساتنه وکړو.

Related posts