جنوري 22, 2021

کوم جهت د سولې مخالفت کوي؟!

کوم جهت د سولې مخالفت کوي؟!

د ورځي خبره:

د روانې میاشتې په ۱۵مه دوحه کې د اسلامي امارت او مقابل جهت تر منځ د بین الافغاني مذاکراتو طرز العمل په ۲۱مادو کې بشپړ شو، طرز العمل تر تکمیل دوې ورځې وروسته د قطري چارواکو په مخکې چې د تسهیل کونکي رول لري ولوستل شو او د بین الافغاني مذاکراتو د دواړو ټیمونو تر تائید وروسته د طرز العمل یوه نسخه کوربه هیواد ته هم وسپارل شوه.
ټاکل شوې وه چې دواړه مذاکراتي ټیمونه به د طرز العمل د توافق په اړه ګډه او یا هر لوری جلا جلا اعلامیه خپروي، خو مقابل جهت نه یوازي داچې له کړې ژمنې پر شاه شو، بلکې هممهاله یې د اسلامي امارت پر ضد پروپاګند هم زیات کړ!!
داسي ښکاري چې اشرف غني خپلې هغې ژمنې ته وفادار دی چې ویل:« راتلونکو پنځو کلونو کې به سوله راولي؟!!» . د اسلامي امارت او امریکا تر منځ توافقنامه کې لیکل شوي چې د مارچ پر ۱۰مه به بین الافغاني مذاکرات پیلیږي، اسلامي امارت اماده و چې په همدې نیټه د مقابل جهت سره بین الافغاني مذاکرات شروع کړي، خو اشرف غني له بېلابیلو لارو او پلمو په تراشلو د مذاکراتو پروسه وځنډوله.
وروسته چې د سپټمبر په ۱۲مه د بین الافغاني مذاکراتو افتتاح وشوه، مقابل جهت بیا بهانې شروع کړې، کله به یې یوه خبره کوله، کله بیا بله، حتی دوی په خپل منځ کې نه واحد دریځ درلود او نه هم یوه تګلاره، بالاخره د نومبر په ۱۵مه دواړو ټیمونو د بین الافغاني مذاکراتو پر طرز العمل توافق وکړ، مګر دادی مقابل جهت یو ځل بیا پر ټاکلي وخت د ترسره کړې وعدې له پوره کولو پر شاه شو اونا معقولو او سولې ضد څرګندونو ته یې ملاتړلې ده.
ارګ په پرله پسې ډول هڅه کوي چې د سولې پروسه کې د ځنډ او خنډ مسؤولیت له خپله ځانه واړوي او ځینې ویندویان خو یې په ماشومانه څرګندونو سره بین الافغاني مذاکراتو کې د ځنډ ګوته هم اسلامي امارت ته نیسي. متاسفانه ځینې رسنۍ چې د بېطرفۍ دعوه هم کوي، د اسلامي امارت پر ضد د ارګ ضد ونقیض څرګندونې او تش تورونه په پرله پسې توګه خپروي.
داچې اسلامي امارت بین الافغاني مذاکراتو ته خورا قوي او د لوړې سطحې ټیم وټاکه،همدا سولې او مذاکراتو ته د اسلامي امارت د ژمنتیا ښکاره ثبوت دی، بل داچې اسلامي امارت پوهیږي چې د مقابل جهت ټیم پوره صلاحیت نه لري، خو ددې لپاره چې د سولې روانه پروسه ټکنۍ نشي، تر څو وکولای شو له همدې لارې یوې مثبتې پایلې ته ورسیږو، نو د مقابل جانب له ټیم سره یې مذاکراتو ته زړه ښه کړی.
ارګ( غني او ټیم یې) د بلواکې چوکۍ د بقاء په موخه بین الافغاني مذاکراتو کې خنډونه جوړوي او د همدې لړزانده واکمنۍ د پایښت لپاره د ګران هیواد افغانستان او مظلوم افغان ولس په برخلیک لوبې کوي. افغان ولس او نړیوال د سر په سترګو ویني چې کابل رژیم د سولې لار کې ډبرې غورځوي، د مذاکراتو او سولې همدا مهم فرصت ضایع کوي او د افغانستان او افغان ولس ګټې تر شخصي ګټو او هوسونو قربانوي.
ارګ له تېر څخه عبرت بایدواخلي، پر جنګ ټینګار ته دوام ور نه کړي، پر مظلوم ولس زړه وسوځي او پر شخصي ګټو ملي منافعو ته ترجیح ورکړي،کنه افغان ولس به جګړه ماران ونه بخښي،په دنیا او او اخرت کې به یې ګرېوان ته لاس اچوي، خپل حساب وکتاب به ځني غواړي او د عدالت محاکمې ته به یې راکشوي.

Related posts