جنوري 18, 2021

دشهید ملا موسی کلیم (عکرمه) ژوند ته لنډه کتنه

دشهید ملا موسی کلیم (عکرمه) ژوند ته لنډه کتنه

إِنَّ اللَّهَ اشْتَرَى مِنَ الْمُؤْمِنِينَ أَنفُسَهُمْ وَأَمْوَالَهُمْ بِأَنَّ لَهُمُ الْجَنَّةَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَيَقْتُلُونَ وَيُقْتَلُونَ) توبه: ۱۱۱)

ژباړه :  ”یقیناً الله جل‌جلاله له مومنانو څخه د دوي ځانونه او د دوي مالونه په دې عوض ) پېرودلي(اخیستي دي، چې بې شکه دوي لره د الله جل‌جلاله په وړاندې جنت دی د پېرودلو صورت یې دا دی چې) دوي د الله جل‌جلاله په لار کې جنګېږي ، نو دوي کفار وژني او دوي هم کله د هغوي له پلوه وژل کیږي“ .

د شهید موسی کلیم شهرت:

شهید موسی کلیم د ملا عبدالحکیم شاکر زوی د شهید ملا عبدالله اخند لمسی دی، د طالبانو د حکومت په لومړي کال د اروزګان ولایت دهراود ولسوالۍ مرکز کې په یوه دینداره او مجاهد پروره کورنۍ کې دې دنیا ته سترګې غوړولي.

د شهید موسی کلیم زده کړې:

الف: عصري زده کړې!

دا چې د شهید موسی کلیم عصري زده کړو سره هم ډیر شوق او علاقه وه، او غوښتل یې چې د دیني زده کړو سره سره عصري زده کړې هم وکړي نو الفجر د شرعي او عصري علومو د لوړو زده کړو انسټیتيوټ یې انتخاب کړ، دا چې الفجر انسټيټيوټ په دریو برخو (لېسانس، په ‌ژبو کې یو کلنه ډېپلومه او څلور میاشتني لنډ مهاله کورسونو) کې شرعي او عصري زده کړې شروع کړې، شهید موسی کلیم هم غوښتل چې په یاد انسټيټيوټ کې د ذکر شویو برخو څخه برخمن شي او په اداره (لېسانس، اردو ډیپلوم او دري) څلور میاشتني لنډ مهاله کورسونو) کې یې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ ، بالأخره زده کړو یې جریان درلود خو محصل موسی کلیم شهید شو.

ب: دیني زده کړې!

شهید موسی کلیم ابتدايي زده کړې د اروزګان ولایت دهراود ولسوالۍ د میانډو په سیمه کې د شیخ الحدیث مولوي محمد صاحب سره کړي دي، په ۲۰۰۳م کال کې د شهید موسی کلیم سپیڅلې کورنۍ پاکستان هیواد ته هجرت وکړ، خو شهید موسی کلیم د خپل معزز استاد سره پاتې شو. ۲۰۰۵م کال کې کله چې شیخ الحدیث مولوي محمد صاحب هلمند ولایت مرجې ولسوالۍ ته راغی شهید موسی کلیم هم ور سره و. په ۲۰۰۹م کال کې پاکستان هیواد ته لاړ او هلته يې د لومړي ځل لپاره په قلعه عبدالله خان کې د شیخ الحدیث مولوي محمد ظریف صاحب مدرسه کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ. په ۲۰۱۱م کال یې د جنګل پیر علیزي په مدرسه حقانیه کې زده کړې وکړې، په ۲۰۱۲م کال یې په چمن کې زده کړې وکړې، په ۲۰۱۳م کال يې په کويټه کې زده کړې وکړې، په ۲۰۱۴م کال یې بیا د جنګل پیر علیزي په یوه مدرسه کې داخله واخیسته، په ۲۰۱۶م کال یې د قلعه عبدالله خان په یوه مدرسه کې خپلې زده کړې وکړې .

په ۱۸/۲۰۱۷م کلونو کې یې د پېښور ښار په جامعه زبیریه کې د شیخ الحدیث والقرآن مولانا رحیم الله حقاني صاحب سره وړه دوره شروع کړه چې بالأخره په همدغه مدرسه کې د شهادت لوړ مقام ته ورسید. (انا لله واناالیه راجعون)

د شهید موسی کلیم جهادي سلسله:

شهید موسی کلیم لومړی جهادي خدمت د هلمند ولایت څخه شروع کړی، او وروسته په اروزګان ولایت دهراود ولسوالۍ کې په جهادي خدمت مصروف و، چې په یاده ولسوالۍ کې یې ډېر جهادي خدمتونه سر ته رسولي.

شهید موسی کلیم خپل امیر او ملګرو ته ډېر ګران وو، تر دې چې کله به اطاق ته راغی د امیر او ملګرو خدمت هم دده په غاړه وو.

د شهید موسی کلیم یو کاکا شهید ملا عبدالمنان سیف الله او دوه وروڼه شهید جمع خان سیف الله او شهید حافظ عبدالمجید سیف الله په دغه انقلاب کې د امریکې او د کابل غلامې ادارې سره د جهاد په سپېڅلي سنګر کې شهیدان شوي دي.

د شهید موسی کلیم یو کاکا او یو ورور، مور او پلار ژوندي دي.

د شهید موسی کلیم شهادت:

شهید موسی کلیم په جامعه زبیریه کې په داسې حال چې د وړې دورې سبقونو جریان درلود، د دین او قران د دښمنانو لخوا په ۲۰۲۰October//۲۷م کال چې د ۱۴۴۲/۳/۱۰هـ ق کال سره سمون خوري، مدرسې ته د راوړل شويو چاودېدونکو موادو د انفجار په واسطه په شهادت ورسید.

انا لله واناالیه راجعون.

Related posts