جنوري 25, 2021

د شهید ډاکټر صاحب محمد جاوید عمر  ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه!

د شهید ډاکټر صاحب محمد جاوید عمر  ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه!

زوکړه او زده کړه:

شهید ډاکټر محمد جاوید عمر د فقیر محمد زوي په کال (۱۳۷۲ هـ ل) د کابل قره باغ ولسوالۍ د قلعه باز په کلي کې په یوې دینداره کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګي پرانیستلې، لومړنۍ دیني زده کړي یې د خپل کلي په جامع جومات او مدرسه کې وکړې وروسته د عصري  علومو  د زده کړي لپاره په (۱۳۷۸ هـ ل) کال د قره باغ ولسوالۍ د شهید عبدالوکیل عالي لیسه کې شامل او په زده کړو یې پیل وکړو.

 ډاکټر محمد جاوید عمر دومره ځیرک او ذهین شخصیت وو چې هر کال به په تولګي کې د ازموینو وروسته په اعلی درجه بریالي کیدو او د یادې لیسې ادارې لخوا به په بیلا بیلو ستاینلیکونو نازول کیدولو نوموړي د سختو مصیبتونو، کړاوونو او نادارۍ سره سره بیا هم خپله د ښوونځي دوولس کلنه علمي دوره په یاده لیسه کې بشپړه کړه او د ستړیاوو ډک اوږد علمي مزل ثمره او تصدیق نامه یې ترلاسه کړه.

ډاکټر محمد جاوید علاقه درلوده تر څو لوړي زده کړي هم وکړي او له دې لارې د اسلام مبارک دین ته او دې مظلوم ولس ته د خدمت جوګه وګرځي په همدې موخه یې په (۱۳۹۰ هـ ل) کال د کانکور په ازموینه کې ګډون وکړ چې له نیکمرغه د پایلو د اعلان وروسته د خپلې خوښې پوهنځي فارمسي ته بریالي شو. نوموړي په ډیره مینه خپلو لوړو زده کړو ته دوام ور کړو د خدای تعالی په فضل او د کورنۍ او دوستانو په مرسته یې په (۱۳۹۴ هـ ل) کال د فارمسي پوهنځي څخه څلورکلن ډیپلوم هم تر لاسه کړ او له دې وروسته یې په خپل شخصي لګښت اسلامي پوهنتون کې طب شروع کړو چې د یاد پوهنتون برحاله محصل وو.

کارنامي:

څرنګه چې صلیبي ښګیلاکګرو د امریکایي طاغوت په مشرۍ زموږ په ګران هیواد باندي یرغل وکړ، د دې پاکي خاورې د ځمکي او فضا واک یې په خپل اختیار کې واخیست او ځان یې د دې پاکي خاورې اصلي څښتنان ګڼل، نو میړنې اتل ډاکټر محمد جاوید عمر ته دا د ځغملو نه وه چې کرار کښینې دا یې د ځان لپاره عار او بې ننګي ګڼله چې د دغو طاغوتي لښکرو پر وړاندي چپ پاتي شي همدا وه چې د خپلې ځانګړي مینې له مخي یې د جهاد او معرکې  میدان ته را ودانګل او په وسلوال جهاد یې لاس پورې کړو.

دغه میړني د خپلو دوه شهیدانو مشرانو وروڼو چې څه موده مخکي د صلیبي لښکرو او د هغو لاسپوڅو غلامانو لخوا په شهادت رسیدلي وه په پل پل کېښود او  په دا لاره کې د هیڅ ډول ستړیاوو، مشقتونو، لوږي او تندي څخه دریغ ونکړ د دښمن مخ ته لکه اوسپنیز سپر کلک ودرید،  دښمن یې پرېنښود چې آرامه ساه واخلي، هر ځاي به دښمن ته د سترګو خار جوړ وو او له نومه به یې ډاریدل، دښمنانو یې د ژوندې نیولو له پار ځانونه ستړي کړل، دومره زړور ځوان وو چې د یوه شهید وینه یې هم مخکي له انتقام اخیستلو ځمکي ته پرینښوده، بزدل دښمن یې هم په زړورتیا اعتراف کولو، سره له دې چې عمر یې لږ وو د دومره تکلیفونو ځغملو یې بیا هم دوه کاله کرغیړن زندان تیر کړو.

لکه څرنګه چې ګران هیواد افغانستان هره سیمه ځان ته غازیان او اتلان لري شهید ډاکتر محمد جاوید عمر د کابل ولایت د شمال ولسوالېو یو ستر غازې او زړور ځوان وو د نوموړي ملګري به د شهید ډاکټر صاحب زړورتیا، شجاعت او تلولي هیڅکله هم هېره نه کړي.

بلاخره غازي مرد میدان، اتل،  شهید محمد جاوید په ۲۹/۹/۱۳۹۹ هـ ل کال د لیندۍ(قوس) میاشت د شنبې ورځ د کابل ولایت ـ فرزي ولسوالۍ د حسین خیلو په کلي کې د اسلام او وطن دښمنانو لخوا په ډیر مظلومانه توګه په شهادت ورسید او د شهادت جام یې نوش کړو.

انا لله وانا الیه راجعون

(نحسبه کذلک والله حسیبه)

په جــهان د ننګیـالیو وي دا دوه کــاره

یا به او خوري ککري یا به کامران شي

Related posts