جنوري 18, 2021

په تیره اونۍ کې یوځل بیا د کابل ادارې د عسکرو لخوا ۱۹ تنه ملکي خلک شهیدان او ټپيان شول

په تیره اونۍ کې یوځل بیا د کابل ادارې د عسکرو لخوا ۱۹ تنه ملکي خلک شهیدان او ټپيان شول

 مکررو جنګي جنایاتو او وحشتونو په دوام، په تیره یوه اونۍ کې د کابل ادارې عسکرو د هوا او ځمکې له لارې په ملکي وګړو ۲۰ ځله بریدونه ترسره کړل.
دغه قصدې حملې په ۱۳ ولایتونو (لغمان، کابل، غزني، میدان ورګو، پروان، فراه، ننګرهار، جوزجان، فاریاب، هرات، لوګر، سرپل، پکتیکا) کې د عامو خلکو په کلیو او کورونو ترسره شوي چې له امله يې زموږ ۱۰ تنه ملکي هیوادوال شهیدان او ۹ تنه نور ټپيان شوي دي.
همدا ډول ۱۱ بابه ملکي کورونه او دوکانونه هم له منځه وړل شوي، ۱ باب مسجد هم نړیدلی او ۳ عرادې د ملکي خلکو وسائط تخریب شوي دي.
اسلامي امارت په ملکي خلکو دغه بریدونه په کلکه غندي، هغه د مزدور دښمن د کمزورۍ نښه بولي چې د خپلو ناکامیو انتقام له عام ولس څخه اخلي.
همدا ډول په نړیوالو حقوقي ادارو او بشرپالو نهادونو غږ بیا غږ کوي چې د ملکي خلکو په وړاندې د کابل ادارې قصدي جنایات وغندي او د مخنیوي په اړه يې خپل رول ادا کړي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۹/۵/۱۴۴۲هـ ق
۴/۱۰/۱۳۹۹هـ ش ــ 2020/12/24م

Related posts