
په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د کنړ ولایت په مرکزي زندان کې یو تن بندي چې له ډيرې مودې راهيسې ناروغ و وفات شوی دی.
دغه بندي نورزمان د رضاخان زوی د کنړ ولایت نورګل ولسوالۍ مزاردرې سیمې اوسیدونکی و.
بندي ډيره موده له ناروغۍ څخه کړیده چې د کابل ادارې د زندان چارواکو نه پخپله سمه معالجه پرې کوله او نه يې هم خپلوانوته اجازه ورکوله، ترڅو يې لازم ځای ته د معالجې لپاره انتقال کړي، چې بالآخر یاد بندي نن غرمه مهال په حق ورسید. انالله واناالیه راجعون
اسلامي امارت د دغه بندي په اړه د کابل ادارې د چاروکو بې غوري غندي، د متوفا لپاره له الله تعالی څخه مغفرت او جنة الفردوس غواړي، کورنۍ، خپلوانو او معقلینو ته يې د صبر او اجر غوښتنه کوي.
موږ یوځل بیا په نړیوالو بشرپالو ادارو او حقوقي نهادونو غږ کوو چې د کابل ادارې په زندانونو کې له بندیانو سره په مکرر ډول بې غوري، ظلم او زیاتی روان دی چې د زغملو نه دی.
باید ټول بشري او حقوقي نهادونه په دې اړه خپل مسئولیت ادا کړي، ترڅو د کابل ادارې په زندانونو کې د ناروغو بندیانو د معالجې لپاره لازم تدابیر ونیول شي.
د اسلامي امارت د بندیانو چارو کمیسیون
۱۲/۵/۱۴۴۲هـ ق
۷/۱۰/۱۳۹۹هـ ش ــ 2020/12/27