جنوري 18, 2021

پګړۍ د مجاهد امتيازي نښه ده!

پګړۍ د مجاهد امتيازي نښه ده!

لېکنه: م. سلطان محمد ثاقب

اسلام مسلمانانو ته چې د هر حکم د پليکېدو په اړه امر کړی دی، ور سره سم یې د يو ډؤل لباس (کالو) يادؤنه هم کړې ده لکه:  د اخترونو، جمعې لمونځونو، پنځه وخته لمونځونو، مسلمان په ورځني ژوند کې، نارينه جامه، زنانه جامه، بلکې هر مسلمان چې اسلامي حکم پلي کوي؛ نو ور سره به یې د لباس يادؤنه شوې وي چې يو مسلمان د فلاني حکم پلي کولو کې بايد کوم ډؤل لباس استعمال کړي.

ځکه خو اسلام هم د مطلق لباس له پاره دوه ډوله حدونه بيان کړي دي. يو ډول لباس داسې دی؛ چې هغه فرض دی،کوم باندې چې عورت پټولی شي او دوهم ډؤل مستحب لباس ده چې هغه اضافي ښکلا ده.

الله تعالی په قرآن کريم داسې وايي: يَا بَنِي آدَمَ قَدْ أَنْزَلْنَا عَلَيْكُمْ لِبَاسًا يُوَارِي سَوْآتِكُمْ وَرِيشًا ۖ . الآية، سورة اعراف آيت نمبر ۲۶.

ژباړه:  ای د آدم اولادې!  تاسو ته مو جامې درنازلې کړي، چې ستاسو شرم ځايونه پټوي او ښکلا هم ده. په اسلام کې جهاد هم يو ځانګړی حکم دی، اوس پوښتنه دا ده؛ چې د مجاهد لپاره امتيازي نښه څه شی ده؟

د مجاهد لپاره د غزا په ميدان کې تر ټوله ستره او امتيازي نښه چې په قرآن کريم يې الله تعالی يادؤنه کړې ده، هغه پګړۍ(لونګۍ) ده، کوم چې په عربي ژبه کې ورته عمامه ویل کیږي.

الله تعالی په قرآن کريم کې فرمايي:  بَلَىٰ ۚ إِن تَصْبِرُوا وَتَتَّقُوا وَيَأْتُوكُم مِّن فَوْرِهِمْ هَٰذَا يُمْدِدْكُمْ رَبُّكُم بِخَمْسَةِ آلَافٍ مِّنَ الْمَلَائِكَةِ مُسَوِّمِينَ (۱۲۵).

ژباړه: هوکې، که صبر او تقوا وکړئ او هغوي دا اوس درباندې راشي؛ نو رب به مو په پنځور زرو نښانمنو ملايکو مرسته وکړي.

د دې آيت په تفسير کې علامه ابن کثير رحمه الله د ابن عباس رضی الله تعالی عنهما څخه رانقل کړي دي:  د بدر په ورځ د مجاهدینو د مرستې لپاره چې کومې مجاهدې ملائکې راغلې وې، دې هغوي په سر تورې پګړۍ وې، سپينې او زيړې پګړۍ هم رانقل شوي دي.

انس بن مالك رضی الله عنه روايت چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به فرمايل:  پګړۍ د عربو تاجونه دي، کله هم چې عربو پګړۍ ښکته کړې؛ نو هغوي به خپل عزتونه کوز کړي.

العمائم تيجان العرب فإذا وضعوا العمائم وضعوا عزهم. مسند الفردوس.

په خپله محبوب صلی الله عليه وسلم مې هم پګړۍ تړلې ده، ډېرۍ مهال به يې توره پګړۍ په سر كوله، پګړۍ به يې په خولۍ برسېره تړله، خولۍ به يې ساده اوټيټه وه، شمله به يې كله په ښي اوږه او كله هم د وليو په منځ كې پرته وه، او كله به يې تر غاړه تاووله.  د فتح مکې په ورځ محبوب توره پګړۍ په سر تړلې وه.

هغه د عالم بيان کې دا کېسه ډېره زياته مشهوره ده، چې د قندهار په ولايت کې مجاهدينو په لاره کې يو لرګی درولی وو او توره پګړۍ يې ورته تړلې وه، کله چې د امريکايانو قطار راغی او دا پګړۍ يې ولېده؛ نو وار سره يې پرې پير شروع کړو، تقريبا نيم ساعت يې ور سره جګړه وکړه، په پای کې ورته معلومات وشو چې دا طالب جان مجاهد نه دی بلکې هڅې لرګي ته پګړۍ ور تړل شوې ده.

دا رعب د چا وو؟ دا د تورې پګړۍ دبدبه، ولوله او رعب وو.  د هند په موزېم کې اوس هم د احمد شاه ابدالي هغه تاريخي پګړۍ ايښې ده او هندوان ورته د عزت په سترګه ګوري.

له پورته لېکنې څخه معلومه شوه چې پګړۍ د مجاهد لپاره وقار، عزت، ولوله، دبدبه، رعب او وياړ ده. پګړۍ د مجاهد لپاره سپيڅلتيا او ښکلا ده، پګړۍ د مجاهد له پاره د نبوي وراثت زيری ده؛ بلکې پګړۍ د مجاهد لپاره اسلامي او جهادي نښه ده.

شاعر درمل صيب څومره ښه وايي:

د درمل د کلي ستړيه طالب جانه!

دا کږه وږه پګړۍ دې مـه شـه ړنګه

د لېکنې پای

Related posts